د ټیګونو ارشیف : تښتونکي

طالبان وايي بلخ کې يې ولسي وګړي نه دي تښتولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د سرپل ولايتي شورا ادعا وکړه چې طالبانو په بلخ اب ولسوالۍ کې ۲۵ تنه ولسي وګړي تښتولي دي طالبانو دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې په سيمه کې يې هيڅ ولسي وګړی نه دی تښتولی. د سرپل ولایتي شورا غړي اسداالله خرم ويلي وو چې ...

نور ولوله »

«د کندوز روغتون» ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۶):د کندوز حوزوي روغتون ډاکټرانو نن کاري اعتصاب کړی او له امنیتي چارواکو غواړي، چې د دې روغتون د یوه ډاکټر زوی د تښتونکو له منګولو وژغوري. د دغه روغتون ډاکټران وايي، د تېرې چارشنبې په ورځ د ډاکټر عبدالستار غفور شپږ کلن زوی عبدالقادر نامعلومه کسانو تښتولی او تراوسه د تښتونکو سره دی. ...

نور ولوله »

د هرات ښاري محکمې ۱۳ تښتوونکي په اعدام محکوم کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د هرات ښاري محکمې ۱۳ کسان چې په تښتونې تورن وو په اعدام او ۴ نور په بند محکوم کړل. په هغه علني جلسه کې چې نن د هرات د ښاري محکمه رییس قضاوتمند محمد شعیب ابراهیمي لخوا جوړه شوې وه، ۱۳ کسان د تښتونې په تور په اعدام محکوم شول. ابراهیمي نن ...

نور ولوله »

د اباسین قاتلین دې په عام محضر کې اعدام شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د اباسین ځاځي پلار، مدني فعالان او قومي شوراګانو غړو له ګډ حکومته غوښتي چې د اباسین تښتونکي او قاتلین په عام محضر کې اعدام کړي. دوی ټينګار کړی چې که غوښتنې یې ونه منلي شي، په لاریونونو به پیل وکړي او لویې لارې به د ترافیکو پر مخ وتړي. څوارلس کلن اباسین ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: د اباسین ځاځي تښتونکي او قاتلین دې مجازات شي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د ولسي جرګې یو شمېر غړو د کابل امنیتي چارواکي د خلکو د ځان او مال د امنیت په تامین کې په بې کفایتۍ تورن کړل او له ګډ حکومته یې وغوښتل چې د اباسین ځاځي تښتونکي او قاتلین مجازات کړي. ۱۴ کلن اباسین ځاځی شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د کابل ښار د ...

نور ولوله »

هغه ویدیويي پیغامونه چې اباسین ځاځي خپلې کورنۍ ته لیږلي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۰مه ۱۳۹۵): نن ټکی اسیا د کمکي ماشوم اباسین ځاځي هغه ویدیويي پیغامونه ترلاسه کړي چې د تښتونکو په مبایل ثبت شوي او د نوموړي کورنۍ ته لېږل شوي دي. تر دې دمه معلومه نه ده چې دغه ویدیويي پیغامونه کله ثبت شوي، خو په ټولو کلیپونو کې اباسین په زېړ رنګه جامو کې لېدل ...

نور ولوله »

د کمکي ماشوم اباسین قاتلین ونیول شول

نن ټکی اسیا (غويي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د نهه خویندو یواځينی ورور اباسین چې شاوخوا ۳ میاشتې وړاندې تښتول شوی او بیا په دې وروستیو کې وژل شوی و، تښتونکي او قاتلین یې نیول شوي دي. د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي ۱۴ کلن ماشوم د سړي تښتوونکو یوې ډلې ۵ میاشتې وړاندې تښتولی او بیا ...

نور ولوله »

د شهید اباسین ځاځي فاتحې اعلان

د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسیدونکي اباسین ځاځي فاتحه سبا په کابل کې اخېستل کیږي. اباسین ځاځي شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د کابل وتښتول شو او وروسته بې رحمه تښتوونکو په شهادت ورسولو. د نوموړي جنازه نن په کابل کې ادا شوه او فاتحه یې سبا د شاهد شهید، درېیم سرک د ځاځي بابا په جامع مسجد کې د ...

نور ولوله »

تښتوونکو د نهه خویندو یواځېنی ورور وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): تښتوونکو د نهو خویندو یواځېنی ماشوم ورور چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې یې د پلازمېنې کابل څخه تښتولی و، پرون وژلی او کورنۍ ته یې مړی سپارلی دی. اباسین د حاجي عبدالغفور زوی چې د پکتیا د ځاځي آریوب ولسوالۍ اوسیدونکی و،  شاوخوا دوه میاشتې وړاندې تښتونکو له کابل ښار څخه وتښتولو. تښتونکو ...

نور ولوله »

طالبانو په فراه کې یو انسان تښتونکی نیولی او څلور تنه یې ژغورلي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ یو انسان تښتونکی نیولی او څلور کسان یې ترې ژغورلي دي. دغه تښتونکی عبدالاحد نومیږي او د یاد ولایت د ګلستان ولسوالۍ اوسیدونکی دی. طالبانو ویلي چې نوموړی يې پرون مازدیګر مهال څلور بجې د فراه رود ولسوالۍ اړوند د تپه سعاد په سیمه کې ...

نور ولوله »