د ټیګونو ارشیف : تېښته

طالبان: د دولت لوړپوړي چارواکي د تسلیمۍ لپاره اړیکي نیسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو په ټول هېواد په تېره بیا بادغیس کې پر دولتي عسکرو او مامورینو د تسلیمۍ غږ کړی او ويلي يې دي، چې غېږ يې ورته خلاصه ده. د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په خپره کړې «ابلاغیه» کې لیکلي چې جهاد بریالی او ثمرې ته رسېدونکی دی، نو دغه کمیسیون ...

نور ولوله »

واشنګټن ټایمز: په افغانستان کې ناپایه جګړه باید ختمه شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): واشنګټن ټایمز په یوه مطلب کې په افغانستان کې د امریکا روانې جګړې ته اشاره کړې او یوه بې پایه جګړه یې یاده کړې ده. د مطلب د لیکوال په باور امریکا په افغانستان کې داسې جګړې ته ننوتې، چې پای نه لري، خو د دې تر څنګ ټینګار کوي چې باید ځواکونه يې ...

نور ولوله »

د امریکايي سناتورانو طرحه؛ بهرني ځواکونه یو کال کې وتلی شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): دوو امریکايي سناتورانو په افغانستان کې د پیل کړې جګړې د ختمولو لپاره، یوه طرحه برابره کړې، چې پر اساس يې یو کال کې ټول امریکايي ځواکونه وتلی شي. دا طرحه چې ډیموکراټ ټام اوډل او جمهوري غوښتونکي راین پال برابره کړې، د «افغان خدمتونو قانون» په نوم يې نومولې او اضافه کړې ...

نور ولوله »

ډیموکراټ نوماند: امریکايي ولس دې فشار راوړي، چې حکومت ځواکونه را وباسي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ډیموکراټ نوماند برني سندرز وايي ولس دې پر حکومت فشار راوړي چې په افغانستان کې پیل کړې جګړه پای ته ورسوي. هغه چې خپل ټاکنیز کمپاین پیل کړی، ویلي امریکايي ولس داسې جګړه نه غواړي چې پای معلوم نه وي، هغه ټینګار کړی چې دا د حکومت ...

نور ولوله »

وال‌سټریټ ژورنال لیکي، د امریکا تېښته به د ناټو تړون کمزوری کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): وال‌سټریټ ژورنال لیکي له افغانستانه له متحدینو سره له مشورې پرته به د امریکا وتل پر ناټو تړون بده اغېزه ولري. امریکا په ۲۰۰۱ز کال کې د اکتوبر پر اوومه د ناټو د شاخوا ۴۹ غړو هېوادونو په ملتیا پر افغانستان یرغل وکړ، چې اوس يې د وتلو په اړه متحدین پر مشوره ټینګار ...

نور ولوله »

مژده: امریکا د وتلو په پرېکړه کې جدي ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): د سیاسي چارو افغان کارپوه او په مسکو ناسته کې برخه‌وال وحید مژده وايي، امریکا د ځواکونو د ایستلو په پرېکړه کې جدي ده. هغه له «مهر نیوز» سره ځانګړې مرکه کې ويلي امریکا طالبانو ته د ځواکونو د ایستلو ډاډ ورکړی او دا یادونه يې هم ورته کړې چې په دې برخه کې ...

نور ولوله »

د ټرمپ مرستیال وايي د سولې روان بهیر ته ‌هیله‌من دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس وايي د سولې روانو هڅو ته هیله‌من دی او په وینا يې افغانان به یوه روښانه راتلونکې ولري. هغه له محمد اشرف غني سره د مونیخ کنفرانس په څنډه کې هغه ته د سولې د روانې پروسې په اړه ډاد ورکړی او ...

نور ولوله »

جرمني: چې امریکا وځي؛ موږ هم نه پاتې کېږو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا میرکل ويلي، که امریکا له افغانستانه وځي، نو دوی به هم خپل عسکر دلته پرې نه ږدي. هغې چې د مونیخ کنفرانس کې خبرې کولې وویل، امریکا دې په یوازې ځان د وتلو پرېکړه نه کوي، په وینا يې دوی په سختۍ خپل ولسونه دې ته قانع کړي چې ...

نور ولوله »

اجراییه ریاست له بهرنیانو وروسته د دولتي ځواکونو پر مورال تبصره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې ځينو لوېدیځو رسنیو خبر ورکړ، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د دولتي ځواکونو د ډله‌ییزو تېښتو امکان موجود دی. تازه د امریکا د پوځ مرکزي قومندان جوزف ووټل ویلي، چې شاوخوا ۱۴۰۰ عسکر به له افغانستانه وباسي. که څه هم د دې عسکرو د ایستلو دقیق وخت نه دی ...

نور ولوله »

امریکا ۱۴۰۰ عسکر له افغانستانه وباسي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د پنټاګون لوی درستیز جوزیف ووټل وايي ښايي خپل ۱۴۰۰جګړه مار له افغانستانه خپلو کورونو ته ور وغواړي. رویټرز د هغه له قوله وايي، چې د دې عسکرو ایستل په افغانستان کې د مېشتو بهرنیانو د قومندان سکاټ مېلر د پلان یوه برخه ده. هغه ویلي مېلر پر دې تمرکز لري چې څنګه کولی ...

نور ولوله »