د ټیګونو ارشیف : جانان خدرخېل

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل د دې خلکو سرچپه مسلماني ده یاره! دا څۀ عجیبه مسلماني ده د رشوت په پیسو هر کال حج ته درومه بس همدا کوه! دا ښه مسلماني ده ډېر په نۀ زړۀ یې په مړاوو سترګو ووې مړه! مۀ کوه کنه مسلماني ده داسې ړنګه بنګه مۀ راځه شېرینې ما نیولې ده روژه، مسلماني ده مولانا تۀ نو ...

نور ولوله »

اختر ته! جانان خدرخېل

جانان خدرخېل تر اوسه لا د جبر ماڼۍ دنګې دي اختره او دلته د خوارانو مېنې ړنګې دي اختره راځې که نه او څنګه به راځې پر دغه کلي؟ لا دلته د وحشت څېرې بد رنګې دي اختره حالاتو مجبور کړي یو، د ځان مرګ ته تیار یو دا شپې ورځې په مونږه دومره تنګې دي اختره باران د اوښکو، ...

نور ولوله »

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل زموږ دُعاوې هم تاثیر نۀ کوي نور دې د زړۀ زخمونه ویر نۀ کوي دا مړه! داسې لېوني دي پاچا چې هیڅ پروا دې د ځنځیر نۀ کوي څوک دې زیارت نه اولاد نۀ غواړي او د خدای کارونه دې په پیر نۀ کوي تۀ دې دا خپل لېوني سپي وتړه نورې ښېراوې به فقیر نۀ کوي ښه ...

نور ولوله »

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل زموږ ګرېوان ته یې را واچول د جنګ لاسونه چا ظالمانو راته یو کړۀ ټول بد رنګ لاسونه قدر یې وکړئ قرباني یې د ستایلو وړ ده د محبت په لمبو سوي د پتنګ لاسونه خدایه! یوې مړۍ ډوډۍ پسې مو مۀ مړۀ کوه ستا دا پراخه دُنیاګۍ او زموږ تنګ لاسونه که سره یو ځای شي خوشبو ...

نور ولوله »

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل هغه ډېر ښۀ وخت و چې مینې ته مې پام نۀ و محبت و، خو لېونتوب دغومره عام نۀ و دغه پښتون مالت څۀ دا رنګه بد رنګ نۀ و مینه روا وه او دیدن پکې حرام نۀ و خبرې سترګو کې کېدې، هغه هم وخت ناوخت داسې مسج او مسینجر کې نو سلام نۀ و په یوه ...

نور ولوله »

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل ښه ځه تۀ ووایه چې دا نو د سړي ژوند دی!؟ ډمه دُنیا ده او زموږ پکې د سپي ژوند دی یو بندګي ده ، بلې خوا ته د حوا مینه د غنم غم نه مو جار کړی جنتي ژوند دی خاونده! تۀ خو دا ودانه نړۍ ښه وینې د افغانانو پکې څنګه دوزخي ژوند دی ناشکري نۀ ...

نور ولوله »

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل زمزمې وې، ولولې وې، ستا د مینې ترانې وې د سکون ورځې او شپې وې، هغه څۀ د خوند شېبې وې ګلابونه مې یاران و، لاس په لاس سره روان و څۀ نری نری باران و، ښکلاګانې مېلمنې وې ستا د حُسن تلاوت و او د ښکلو امامت و یو سپېڅلی بغاوت و، مستې مستې حماسې وې زموږ ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل زموږ د کلي مازدیګر لکه د عطرو چینه دا له منګیو ډک ګودر لکه د عطرو چینه دا ستا خوږه او سپینه خولۀ لکه د شاتو بوتل ستا په لونګو جوړ ټټر لکه د عطرو چینه ځولۍ ځولۍ کمیس دې راوړه غېږې غېږې خوشبو لکه لونګ، لکه عنبر، لکه د عطرو چینه ټیک ده زموږ د کور انګړ ...

نور ولوله »

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخيل وخت به تر څو راباندې دغسې کانې کوي قسم په خدای چې نور مې زړۀ داسې لمبې کوي زۀ مې مورکۍ ته له ډاکټره قرض دوا راوړم زما ملګري په پارکونو کې مېلې کوي وایي پلارجانه! لس روپۍ دې کله را نکړې وړه لورکۍ مې په وړه ژبه ګیلې کوي زۀ له غربته په سړه ټیکله موړ نۀ ...

نور ولوله »

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل لکه ورور ته چې ور اَوړي د ورور سترګې داسې اَوړي د ملګري په لور سترګې د یو چا سترګو ته دومره انتظار یم هره لاره کې مې ایښي څلور سترګې چې د هرې یوې نجلۍ سترګو ته ګورم زما سترګو ته درېږي د خور سترګې په سفر کې به مې سترګې تکې سرې وې یادېدې به مې ...

نور ولوله »