د ټیګونو ارشیف : جانان خدرخېل

غزل/ جانان خدرخېل

زۀ لۀ سکروټو نه جامې کوم، لمبې کومه ځان سوځوم، ځانته ښېرې کوم، لمبې کومه پۀ خپلو هیلو پنډې پنډې خاورې اړومه د ارمانونو جنازې کوم، لمبې کومه لکه سګرېټ لوګی مې خېږي د چا لاس کې یمه لکه ډېوه داسې لمبې کوم، لمبې کومه کله شاعر شم پۀ غزل مې د زړۀ غم سپکوم کله مئین شمه ټپې کوم، ...

نور ولوله »

د بیت المقدس برخلیک

جانان خدرخېل د ستړي ژوندانۀ د یوې ستړې ورځې غمجن سهار داسې پیلوم چې سترګې مې په یوه ټکان ورکونکي خبر لګېږي، هغه دا چې: د نړۍ سترو ترورستانو (امریکا) بیت المقدس رسماً د اشغالګرو (اسرائیلو) د پلازمېنې په توګه ومانۀ. زۀ چې خپله د یوه اشغال شوي هېواد اوسېدونکی یم او خپل قام مې د بې کورۍ، در به ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل پرېږده چې تۀ راسره نۀ یې نړۍ ورانه ښه ده دا زنده ګي همداسې بل منګه روانه ښه ده پۀ جنتي خولۀ کې دوزخ نو د خدای بېل حکمت دی آتش کـــــده ده، خو همدغسې ودانه ښه ده چې یو لۀ بله سره خپل شو، یو پۀ بل کې ورک شو زموږ تر منځه مینه دومره پرېمانه ښه ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل ناچاري دومره ده چې نوره اندازه نلري کلا مو نشته او کوټه مو دروازه نلري غرونه بدل شول او که زه کمزوری شوی یمه؟ نارې وهمه ، خو اواز مې انګازه نلري چا به چې نورو جنازو کې تویولې اوښکې هغه ځوان خپله دا دی مړ دی، جنازه نلري په دغه یو ټکي اوس ټول کلی خوند نه ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل چانه د ستړي ستړي ژوند کیسه نیمګړې پاتې له چانه بیا د سپین مړوند کیسه نیمګړې پاتې هغه چې لُوړه یې پرې کړې وه، هغه وهلی ځکه پاچا نه د سوګند کیسه نیمګړې پاتې د سپینو زاڼو کتارونه په دې لار نۀ راځي او له کوچیانو د اېلبند کیسه نیمګړې پاتې د بارودي لوګیو زهرو ځنګلونه وچ کړل ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل مینه او انګار سره تړلي دي څړیکې او پرهار سره تړلي دي ته، ژوند او مرګی او جنتونه مې ټول په یوه تار سره تړلي دي زړه مې په اقرار پورې تړلی دی اوښکې مې انکار سره تړلي دي مرګ به تاته بَو ښکاري، موږ داسې یو غاړې مو له دار سره تړلي دي راشه شیطانان بچي دې ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل نیولې مې په ستوني کې ژړا غوندې خندا هم دا څرنګه عذاب دی او تر څو به راځي لا هم!؟ قاتل تر کلیمې وروسته وژلی یمه بیا هم او کړې مې ورته تېرې د اسلام پنځه بِنا هم کمزوري ایمان څنګه مجاهد یرغل ته ټیټ کړ همدا بلا وهلی شي زما په څېر ملا هم تر څو به ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل لږ به له جګړې نه در بهر شمه سپینې سولې چرته یې!؟ چې در شمه ژوند مې د چړو په څوکو ځوړند دی غواړم ستا په غېږ کې بختور شمه ته دې د نېکمرغه سهار سترګه شې زه دې د زېړي مازدیګر لمر شمه نوک، وورۍ که نشي پښتانه یاران نور به هم خراب او در په در ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل څه بې خونده زنده ګي ده چې تېرېږي او دِلبنده زنده ګي ده چې تېرېږي په اوبه اوبه بارخو پسې دې مرمه لکه تنده زنده ګي ده چې تېرېږي پټ مرګی دی او د زړه ویني خوړل دي په څرګنده زنده ګي ده چې تېرېږي ښه پوهېږو په والله چې بې ننګي ده خو میونده! زنده ګي ده ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل لږه زنده ګي پرې بختوره شي او لاړه شي هسې مې په خوله باندې سندره شي او لاړه شي څو ورځې زموږ کلي ته راشي، زه یې ووینم بېرته پردي کور ته مسافره شي او لاړه شي راشي له ارمانه ډک زړګي ته مې را وګوري بس چې له رازونو یې خبره شي او لاړه شي ماتې کړي ...

نور ولوله »