د ټیګونو ارشیف : جانان خدرخېل

د کابل وير/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل هلمند په وینو سور ده او زابل په وینو سور دی د دې وطن هر کاڼی او هر ګل په وینو سور دی ټپې دي ټپي شوي او شهیدې حماسې دي بیا دلته د ملالې خور اوربل په وینو سور دی سندره څنګه ووایم، خندا به څنګه راشي!؟ د ویر کولو حق لرم ‹‹کابل›› په وینو سور دی ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل ځینې یاران لکه موسم بدل شي سړی پرې پوه نشي یو دم بدل شي ‹‹ دا حال په زور را تپل کېږي په موږ چې په ټوپک راته قلم بدل شي ›› د پوهې لمر وي او د کار سړی وي خو چې باچا شي هغه هم بدل شي که دا ولس له حوصلې تېر شي نو دغه ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل لټوم درپسې سمې، غرونه، شاړې ته چې لاړې، پسې لاړې، پسې لاړې ورکه یاره! رڼو ستورو کې دې ګورم تا پسې مې څلور کړي سترګې دواړې دا دې نخښه د ژوندون او که د مرګ ده!؟ چا راوړي ستا د سپین څادر ریتاړې دا ماشوم زړګی مې بلکل نه صبریږي که هر څو مې تعویذونه کړل تر غاړې ...

نور ولوله »

د عسکر ښځه «لنډه کيسه»/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل په ونه دنګ او له رنګه غنمرنګ ځوان و، په ورانه پورې یې تفنګچه تړلې وه او خړ پړ زاړۀ عسکري بوټونه یې په پښو و، په غېږ کې یې یوه کمزورې ماشومه نیولې وه، تر شا یې په زړَه خیرنه چادرۍ کې مېرمن ورپسې وه؛ ځوان د ډاکټر انتظار خونې ته را ننوت، په ناستو کسانو یې ...

نور ولوله »

د لندن خوب «لنډه کيسه»/ جانان خدرخېل

 جانان خدرخېل اجمل له ډېر وړوکوالي نه د لندن او برمینګم له نومونو سره اشنا و او خوند یې ور کوو، لامل یې دا و چې د ده د مشر تره کور هملته و او اجمل به تل د خپل تره له بچیانو سره د لندن د رڼاګانو او برمینګم د ښکلاګانو په اړه خبرې کولې، نن ورځ د اجمل ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل یو څو شېبې له تانه لرې ومه وشوې مودې له تانه لرې ومه بخښنه غواړم چې ناوخته راغلم شوم بې وعدې له تانه لرې ومه زه داسې وم لکه ژوندی چې نه وم زه چې ‹‹ ادې ›› له تانه لرې ومه ما به خپل مخ دستا په مخ کي لیده خـو آئینې له تانه لرې ومه تاته ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل هره ورځ مو کربلا ده خدرخېله! دلته سر اوکال ژړا ده خدرخېله! په هېواد چې مو د خدای قهر نازل دی په مشرانو کې ګناه ده خدرخېله! ورور په ورور پسې ټوپک تر ملا تړلی ناپوهي توره بلا ده خدرخېله! دلته زه مرم، هلته زه مرم، منځ کې زه مرم تباهي ده ، جنګ وبا ده خدرخېله! چې ...

نور ولوله »

د جانان خدرخېل نوی غزل

جانان خدرخېل د لاهور ښار کې به کاړ وي، زه به نه یم پاکستان به وران ویجاړ وي، زه به نه یم پنجابیان به له غروره وي لوېدلي جوړ کورونه به یې شاړ وي، زه به نه یم پښتانه به لکه وروڼه یو لښکر وي تر ډهلي پورې به لاړ وي، زه به نه یم په اټک او په جیلم ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل یو زما زړه دې اشنا ته مبارک وي نور دې هر څه وه دنیا ته مبارک وي ‹‹زما مورې! الله هو دې را زده کړې د ښوونکي ورځ دې تاته مبارک وي›› د شهید لالي د سرو وینو خالونه دې بیاهم دښتِ لیلا ته مبارک وي تر دې ښه به وې په سپین کفن کې پټه سره جوړه ...

نور ولوله »

سترګې سترګې غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل زه ستا سترګو ته ګورم، ستا اشنا سترګو ته ګورم په سترګو دې شم ړوند که د بل چا سترګو ته ګورم د برګو سترګو نُور نه دې زما سترګې نُور اخلي نو ځکه داسې ډېر ډېر دې لیلا سترګو ته ګورم په شان دا ستا د سترګو سترګې نه راته ښکاریږي که هر څومره په سترګو د ...

نور ولوله »