د ټیګونو ارشیف : جاپان

فوټبال: نن افغانستان له جاپان سره په نړیوالې سیالۍ کې مخامخیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۵مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په یوې دوستانه نړیوالې لوبه کې له جاپان سره مخامخیږي. د افغانستان فوټبال فدراسيون د یوې خبرپاڼې له لارې تایید کړې چي نن پنجشنبه له غرمې وروسته به له جاپان سره دوستانه لوبه وکړي. افغان فوټبال لوبغاړي د قطر له لارې جاپان ته رسیدلي او نن ...

نور ولوله »

جاپان له افغانستان سره د ۶۳ ميليونه ډالره مرسته کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۵ل): جاپان وايي له افغان حکومت سره يې د اوبو رسونې او کلیو ته د لاسرسي په برخه کې تر ۶۳ میلیونه ډالره ډېر مرسته کوي. په کابل کې د دې هېواد له سفارته رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه مرسته به په نړیوال بانک کې د افغانستان د بیا ...

نور ولوله »

د جاپان د موټرو شرکت د تخنيکي تېروتنې له امله ۶،۵ ميليونه موټرې راټولوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د جاپان د موټر جوړولو ستر شرکت (ټيوټا) ويلي چې ددوی د شرکت نږدې شپږنيم ميليونه هغه موټرونه چې د جوړېدو پرمهال په کې تېروتنه شوې بېرته د رغولو له پاره راټولوي. تر دې مخکې دې ته ورته اقدام د المان د ولکس واګون شرکت هم کړی و او دغه شرکت د ۶ ...

نور ولوله »

جاپان کې د شپېتو زرو کسانو عمرونه له سلو کالو زيات دي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): جاپان کې د هغو خلکو شمېر، چې عمرونه يې له سلو کالو زيات دي، تر شپېتو زرو رسيږي او دا په نړۍ پنځه څلوېښتم کال دی، چې جاپان په کې اول نومره راځي. د جاپان عامې روغتيا وزارت د يوې اعلاميې په ترڅ کې ويلي، چې دغه هېواد کې د هغو کسانو شمېر ...

نور ولوله »

فټبال: افغانستان د جاپان په وړاندي په ۶ ګولونو ماتې وخوړه – (د ګولونو ویډیو) – انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان ملي لوبډلي نن د سې شنبې په ورځ د تهران د ازادۍ په میدان کې د جاپان سره د فټبال په لوبه کې مخ شو، چې په شپږ ګولونو یې دغه لوبه بایلوله. د افغانستان دلوبي بایللو لویه وجه د افغاني لوبډلي ضعیفه دفاع وه، چې جاپانیانو په ډیره اسانۍ ...

نور ولوله »

جاپان : يوې امريکايي نظامي اډه کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۲مه، ۱۳۹۴ل): راپورونه وايي، چې د جاپان چاګاميهارا ښار کې د امريکا نظامي اډه «ساګامي» کې چاودنه شوې. د امريکا دفاع وزارت وياند بېل اوربان منلې، چې نوموړې ودانۍ کې له نيمې شپې وروسته چاودنه شوې، مګر د مرګ ژوبلې په اړه ناخبري ښيي. اوربان وايي، د چاودنې له امله ودانۍ کې زورور اور لګېدلی ...

نور ولوله »

جاپان کې دوه خټکي په ۱۲۴۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳مه ۱۳۹۴ل): په نړۍ کې په ورځنۍ ډول ډیر شمیر کسان په زرګونه ډالر په مختلفو څیزونو مصرفوي خو جاپان کې بیا یو کس د دوه خټکي ترلاسه کولو لپاره زرګونه ډالر ورکولو ته تیار شو. جاپان کې خټکي ډیر زیات ارزښت لري او جاپانیان يي ډیر زیات خوښوي خو چا ګومان هم نه کاوه ...

نور ولوله »

ایسوس (Asus) د ګیلیکسي ایس ۶ او ایفون ۶ په خلاف خپل نوی سمارټ فون معرفي کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه ۱۳۹۴ل): ایسوس (Asus) کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون چې ذېنفون ۲ (Zenfone 2) نومول شوی معرفي کړ. دغه سمارټ فون به دوه مختلفو ماډلونو کې له دوه او څلور ګیګابایټ رېم سره کاروونکو ته وړاندې شي. ایسوس کمپنۍ کاروونکو ته ویلي چې خپل د نوي سمارټ فون نوي ماډلونه به په ټیټه بیه وړاندې ...

نور ولوله »

د سوني کمپنۍ د راتلونکی سمارټ فون عکسونه او ځانګړتیاوې افشا شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۴ل): څو ورځې وړاندې سوني کمپنۍ خپل پیاوړی سمارټ فون اکسپریا ذې ۴ (Xperia Z4) د جاپان بازارونو ته وړاندې کړ چې له سختې ماتې سر مخ شو. سوني کمپنۍ له انټرویو فلم جوړولو وروسته د هیکرانو د ځانګړی توجه مرکز ګرځیدلی چې له وخت وړاندې د دغې کمپنۍ د تولیداتو ځانګړتیاوې او د ...

نور ولوله »

جاپاني اورګاډی ۶۰۳ کیلو متر في ساعت سرعت سره د سرعت نوی ریکاډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲مه ۱۳۹۴ل): د جاپان میګلیو نومې اورګاډی ۶۰۳ کیلو متر في ساعت سرعت لرلو سره د سرعت نوی نړیوال ریکاډ جوړ کړ. له دې وړاندې هم د زیات سرعت ریکاډ د جاپان لخوان جوړ شوی و چې دا ځل د جاپان دغه نوی اورګاډی د همدې هیواد پخوانی ریکاډ مات کړ. له دې وړاندې د ...

نور ولوله »