fbpx

د ټیګونو ارشیف : جعلي

فیفا: د نوم لیکنې لپاره جعلي سټيکرونه بازار کې جوړ شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ، فیفا؛ وايي د نوم لیکنې لپاره جعلي سټېکرونه هم په بازار کې جوړ شوي دي. د دې بنسټ اجرایيه مشر یوسف رشید له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویلو د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره د ټاکنو کمیسیون ډیټابس هم د باور وړ نه دی. د ...

نور ولوله »

تر اوسه ۱۱۰۰ جعلي تذکرې اخیستل شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د نفوسو د احوالو د ثبتولو ریاست وايي، تر اوسه پورې ۱۱۰۰ جعلي تذکرې اخیستل شوې دي. د دې دارې مشر همایون محتاط نن یوې خبرې ناستې ته وویل، چې پورته شمېر تذکرې له دوو کلونو راهیسې اخیستل شوې دي. هغه وايي دغه تذکرې له دوی سره ثبت شوې نه دي، بلکې د دوی ...

نور ولوله »

د جعلي او اصلي بیټرۍ پیژندلو لپاره هیڅکله دا کار ونکړئ! ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): ځینې وخت د سمارټ فون بیټرۍ اخیستلو پر مهال سړی د بیټرۍ په اصلي او جعلي پیژندلو کې له یوې او بلې لارې کار اخلي، او یا یې په خوله زور کوي او یا پرې ژبه وهي. تېره اوونۍ په چین هېواد کې یو سړي د آیفون ځیرک مبایل لپاره بیټرۍ اخیستلو پر ...

نور ولوله »

د افغان حکومت د جعلکاریو څو نمونې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶): څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر (ریکس ټیلرسن) په یو ناڅاپي سفر د بګرام په نظامي اډه کې کوز شو او د ګډحکومت دواړه مشران یې خپل ملاقات ته وروغوښتل او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا د بګرام په یوې قهوه خانه کې یې ورسره ولیدل. دا چې له ...

نور ولوله »

د ښورابک خیالي بند ته منسوب انځور جعلي او د امریکايي بند دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، ۹زمری، ۱۳۹۶): د روانې اونۍ په سر کې دولتي چارواکو ادعا وکړه چې طالبانو د کندهار ولایت په ښورابک ولسوالۍ کې د اوبو بند په بمونو الوزولی او ویجاړ کړی دی. که څه هم نوموړې ادعا له دې کبله له سختو نیوکو او ملنډو سره مخ شوه چې په یادې ولسوالۍ کې د اوبو بند ...

نور ولوله »

سرخط د طالبانو والي په نوم جعلي پیغام نشر کړ

نن تکی آسیا (یکشنبه، کب ۲۹ ،۱۳۹۵ل): د ملي امنیت شورا تر سرپرستۍ لاندې خپریدونکې سرخط ورځپاڼې، چې وړاندې يې د طالب قومندان عبدالله سرحدي لخوا د ملا اختر محمد منصور د ویشتل کیدو ادعا هم کړې وه، په هلمند کې د طالبانو والي جعلي غږیز کلیپ خپور کړی. دا غږیز کلیپ چې د نن ټکی اسیا خبري څانګې اوریدلی، ...

نور ولوله »

کابل کې د سولې فعالانو ته جعلي ټلیفونونه شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومی ۱۲، ۱۳۹۵ل): کابل میشتي لیکوالان او شنونکي چې د سولې په برخه هم فعال دي، وايي چې له نامعلوم جهت څخه ورته «پاروونکي او د هیواد ورانوونکي» پیغامونه رسیدلي دي. د سیاسي چارو کارپوه نظر محمد مطمئن، د کابل پوهنتون استاذ ډاکټر فیض محمد ځلاند او د سرنوشت ورځپاڼې مسئول اسد وحیدي وايي چې له ...

نور ولوله »

کابل برید: د ولسي مرګ ژوبلې انځورونه جعلي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲، ۱۳۹۵ل): وړمه ورځ طالبانو د پلازمېنې کابل په زړه کې د ملي امنیت په لسم ریاست سرتیري بریدونه وکړل، چې په نتیجه کې يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي چارواکو هغه ادعا په کلکه ردوي چې ګویا د پېښې مطلق اکثریت قربانیان عام ولسي وګړي ...

نور ولوله »

ولسمشرۍ ماڼۍ فیسبوک کاروونکو ته ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د بیان د ازادۍ له شعار سره په څنګ کې ولسمشرۍ ماڼۍ د فیسبوک د کاروونکو پر وړاندې زغم له لاسه ورکړ او هغوی يې وګواښل. له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې د فیسبوک پر کاروونکو غږ شوی چې د بیان له ازادۍ دې «ناسمه» ګټه نه اخلي او په ارګ پورې دې ...

نور ولوله »

دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوماند وزیران لیسانس هم نه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل):  په داسې حال کې چې څو شېبې وړاندې د ګډ حکومت مشر د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو پر نوماندانو سربېره بشپړه کابینه ولسي جرګې ته ورمعرفي کړه، خو ورسره جوخت د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت لپاره د نوماندو وزیرانو تحصیلي اسناد جعلي ...

نور ولوله »