د ټیګونو ارشیف : جلال اباد

د جلال اباد په چاودنه کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د چاودني له امله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې. چارواکي وايي: چاودنه د يو تن پلي بريدګر له لوري د چاودېدونکي واسکټ په مټ شوې. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی د پيښي پخلی کوي او وايي چې په بريد کې ...

نور ولوله »

پاکستان په جلال اباد کې د خپل دیپلوماټ پر وژنې غبرګون وښود

نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): نن د دوشنبې په ورځ په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ یو دیپلوماټ د نامعلومو وسلوالو له لوري په ډزو ووژل شو. د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي چې هغه د خپل استوګنځي څخه وتلی وو، امنیتي ځواکونو ته یې خبر نه وو ورکړی. دیپلوماټ څوک وو: ...

نور ولوله »

د لغمان د حقوقو مدیر وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۶):د ننګرهار د ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، تېر ماښام د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د لغمان د حقوقو مدیر شیخ مجیب الرحمن د نامعلومه وسله والو له لوري وژل شوی دی. د خوږیاڼي په خبره، موټر سایکل سپرو وسله والو پر مجیب الرحمن ډزې کړي او ځای پرځای ...

نور ولوله »

جلال اباد هوايي ډګر کې پر بهرنيانو چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۶):د جلال اباد په هوايي ډګر کې دننه د بهرنيو سرتيرو پر هغه ټيم چې دولتي ځواکونو ته يې روزنه ورکول چاودنه شوې. په بريد کې ۵ امريکايي انجینرانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له جملې ۲ مړه او ۳ ژوبل دي. د بريد مسؤليت طالبانو منلی او وايي دا په هوايي ډګر کې ...

نور ولوله »

طالبان: د جلال اباد هوايي ډګر په دروازه کې چاودنې امریکایان وژلي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي لنډ خبرې پیغام کې ویلي چې نن د پنجشنبې په ورځ ماځیګر د جلال هوايي ډګر په لومړۍ دروازه کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنې امریکایانو ته مرګ ژوبله اړولې. نوموړي ویلي چې چاودنه پر ۶ بجې د ماین په مټ په یوه ځانګړي ...

نور ولوله »

د پاکستان دوه تښتول شوي دیپلوماټان موندل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۶): د پاکستان هغه دوه دیپلوماټان چې د تیرې میاشتې «جون» پر ۱۶ مه نیټه په ننګرهار کې تښتول شوي وه، تېره ورځ چهارشنبه ژوندي موندل شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ماځیګر د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې ددوی دوه تنه دیپلوماټان چې د جلال اباد ...

نور ولوله »

ولسمشره ! دانګلستان پر ځای د ننګرهار د پېښي غندنه وکړه !

فاضل افغان عفی عنه  حامدا و مصليا .. له بده مرغه تر اوسه هم دهيواد په هر کونج کي ظالمانه او له قساوت نه ډکي پېښي ترسره کيږي خو زموږ اولسمشر دفاع وزارت او نور لوړ پوړي چارواکي ډبره باندي کښيږدي او په وړاندي يې هيڅ قولي يا فعلي غبرګون نه ښيي. خو افسوس چي د پرديو په غم بيا ...

نور ولوله »

مجاهد: د ننګرهار برید په طالبانو پوري اړه نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ غویی، ۱۳۹۶): نن سهار ناوخته د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ملي راډیو تلویزون پر ودانۍ وسلوال برید وشو چې له امله یې د چارواکو په وینا تر اوسه دوه تنه مړه او شپږ نور ټپیان دي. د پيښي په اړه نن ټکی اسیا د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سره ...

نور ولوله »

ننګرهار: د ولایت پر مقام او دولتي ودانیو جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ غویی، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې وسلوالو د ولایت پر مقام، امنیه قومندانۍ او ملي ټلویزون پر ودانیو بریدونه کړي او اوس هم د بريدګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده. تر اوسه د تلفاتو په اړه معلومات نه دي تر لاسه شوي، خو د ولايت مقام او شاوخوا لارې ...

نور ولوله »

جلال اباد ته! فضل باري مشفق

فضل باري مشفق چې خړ شو په ګردو دې روڼ انځور جلال اباده! را وغورځاوه بم کافر تربور جلال اباده! دا جنګ د امريکا د روس او چين دلته روان دی خو جوړ يې کړ له تا څخه تنور جلال اباده په تا يې ننګ ونکړ د دښمن اقدام يې خوښ کړ په تا باندې حاکم نظام مزدور جلال اباده ...

نور ولوله »