د ټیګونو ارشیف : جلب او جذب

شنونکي: پراخ تلفات، عسکرۍ ته پر جلب‌وجذب مستقیم اغېز لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): دوه ورځې وړاندې محمد اشرف غني وویل، چې د نړۍوالو د ګټو لپاره يې په څلورو کلونو کې ۴۵زره عسکر قرباني کړي دي. پوځي شنونکي پر دې باور دي، چې پوځي برخه سمه نه مدیریت کېږي او د دا ډول پراخو تلفاتو له اعلان سره نور څوک زړه نه‌شي ښه کولی چې پوځي لیکو ...

نور ولوله »

طالبان: يوه مياشت کې د دولت ۸۲۰ کارمندانو دندې پريښي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۷ تلې ۱۳۹۷ل): طالبان وايي چې په تيره يوه مياشت کې د دولت ۸۲۰ کارمندان له خپلو دندو څخه لاس په سر شوي دي او خپل عام  ژوند يې پيل کړی دی. طالبانو په يوه خبر پاڼه کې ويلي دي چې د دعوت ارشاد، جلب او جذب کميسيون په هڅو د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې ...

نور ولوله »

مسیر: په پوځي لیکو کې فساد، د خلکو باور کمزوری کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه مسیر، پخپله تبصره کې کاږي، د افغان پوځ په لیکو کې، فساد، د پوځيانو ډېره مرګ – ژوبله او د مشرانو له لوري د روحيې نیستي، هغه څه دي چې دې لیکو ته يې د جلب او جذب پروسه کمزورې کړې ده. ورځپاڼه د نیویارک ټایمز په حواله ...

نور ولوله »

طالبان وایي په مارچ میاشت کې ورسره ۵۶۵ دولتي کسان ملګري شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۶): د طالبانو له لوري ادعا شوې چې په تېره میلادي میاشت مارچ کې ورسره تر پنځه نیم سوه ډېر دولتي مامورین او سرتیري یو ځای شوي دي. د دعوت، ارشاد، جلب او جذب په نامه کمیسون له لوري په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې « د کابل ادارې اړوند ...

نور ولوله »

د کابل ښار ترافیک د جګړې لپاره روزګان ته لیږل کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۲۲مه ۱۳۹۵ل): افغان دولت تصمیم نیولی چې د کابل ښار ترافیک پولیس به د جګړې لومړیو کرښو ته لیږي. د طلوع تلویزون د «تودې خبرې» چلوونکی «شاپور بختیار» وايي چې د کابل ترافیکو پولیسو ورته اندیښنه څرګنده کړې چې دولت په پام کې لري چې روزګان ولایت ته یې د جګړې لپاره ولیږي. نوموړی د ...

نور ولوله »

طالبان وايي دوی سره ۴۴۷ دولتي منسوبین یو ځای شوي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): طالبانو ویلي چې ددوی سره یوازي په تیره میلادي میاشت اکتوبر کې ۴۴۷ تنه دولتي منسوبین یو ځای شوي دي. د طالبانو پر ویب پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی دعوت او ارشاد کمیسون توانېدلی چې په تیر اکتوبر میاشت کې د کابل د ادارې اړوند د بېلا بېلو ارګانونو څخه دغه ...

نور ولوله »

عمر داودزی: افغان ځواکونه د سرتېرو له کمبود سره مخامخ دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۲مه ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو پخواني وزیر «محمد عمر داودزي» د افغان ځواکونو په لیکو کې د سرتېرو د کمبود په اړه اندیښنه څرګنده کړې. نوموړي د سرتېرو کمبود «د خطر زنګ» بللی او زیاته کړې يې ده چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې د پرسونل د کمبود کچه ورځ تر ...

نور ولوله »

فراه: طالبانو اربکی قومندان د ځان ملګری کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۴ل): د افغان ځواکونو له لیکو څخه طالبانو ته د ډله ییزې ورتېښتې په بهیر کې دا ځل په فراه ولایت کې طالبانو ته د یو اربکي قومندان د وراوښتلو خبر ورکړل شو. قومندان شیراغا د بالابلوک ولسوالۍ د کرانې سیمې د اربکیانو عمومي قومندان و چې نن له پیشلمي وروسته د پنځو ملګرو ...

نور ولوله »

د عسکرو تیښته او تسلیمي ګډ حکومت ته لویه ننګونه ده

میوند سادات طالبانو په وروستیو کلونو کي په خپلو تشکیلاتو کي د دعوت، ارشاد،جلب او جذب کمیسیون هم تاسیس کړی دی، د یادشوي کمیسیون دنده داده چي د کابل حکومت په ملکي او پوځي ارګانونو کي لوړ پوړو او ټیټ پوړو چارواکو، عسکرو او منسوبینو ته لار پرانیزي چي د حکومت او یرغلګرو ځواکونو سره دکار کولو څخه لاس واخلي، ...

نور ولوله »

کندز: د افغان ځواکونو ۷۱ سرتیري طالبانو ته ورواوښتل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۴ل): کندز کې طالبانو د یوې غونډې په ترڅ کې د هغو ۷۱ تنو عسکرو هرکلی کړی چې د دې ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لیکو جلا او له سپکو او درنو وسلو سره له طالبانو سره یوځای شوي دي. طالبان وايي چې ورغلو کسانو له ځانو سره ۷ ټانګونه، ...

نور ولوله »