د ټیګونو ارشیف : جمشیدعمر عمر

د دانګ تايي کورنۍ او ادبیات

جمشید عمر د دانګ تایي کورنۍ د ماشومتوب له وخته د ښکیلاکګر حکومت پر ضد و او  دانګ خپل شپږ شپیته کلن عمر څخه یواځې څلویښت کاله د انقلاب په خدمت کې تیر کړل. نیکه یې د ۷۴ کالو په عمر په زندان کې له ژوند سره مخه ښه وکړه. پلار یې د پوئولو جزیره، چې په کوندر کې وه،  ...

نور ولوله »

څه د ګلاب ګلونه

جمشېد عمر یو وخت افغان ادبي بهېر کې د معتصم بالله شاهد پر غزل کره کتنه کیده. هر چا پري خپل نظر ورکاوه.  یو کس وویل:  کوښښ مه کوئ، چې د زور غزل ولیکئ. په هر مسلک کې چې پوهیږی، هماغه راونیسئ. ورستۍ جمله یې دا وه، چې  کوشش وکړئ داسې غزل ولیکی، چې که څوک یې ژباړې  په ژباړي ...

نور ولوله »

څوارلس کاله!

جمشیدعمر عمر- ټک ټک ټک، دروازه وازه شوه. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته . وعلی، وعلیکم، وعلیکم اسلام، وعلیکم اسلام ورحمت الله وبرکاته. شاګردانو کینئ. د تباشېر په اخیستو یې خپلو ګوتو ته وکتل. سر یې وخوځاوه. نیټه یې پر تخته ولیکله. مخ یې زده کوونکو ته را و ګرځوه. احمده زویه! ننی عنوان د څه شي په اړه دی؟ ...

نور ولوله »

مونولوګ

جمشیدعمر عمر- د داستاني او نندارییز ادبیاتو یوه داسې طریقه ده، چې په هغه کې کرکتر د زړه خبرې خپل ځان، لیدونکو او یا اوریدونکو ته کوي. ځینې وایي، چې کیدای شی مخاطب ولري او یا نه. دا کیدای شي د داستان یوه برخه اوسي، پوره داستان او یا ننداره. مناجات، غنایي شاعري او مرثیي یې غوره بیلګې دي. مونو ...

نور ولوله »

فکر وکړئ!!

جمشیدعمر عمر که په یوه لري ځای کې یوه رڼایي وینئ، نو فکر ته مو سل خبرې راځي، چې دا به لاټين وي، برق به وي… او داسې نور شیان مو زهن ته تداعي کیږي؛ خو چې ورنیږدي شی بل شی وي او ستاسو د فکر خلاف وي. که مو کوم ملګري په لاس کې پټ یو څه نیولي وي ...

نور ولوله »

له ټولو سره مرسته کوي

جمشیدعمر عمر یو وخت و، چې خلکو به په لیکلو لیکلو ورځي شپې سبا کولي او چیرته به یو نیم کتاب په ډېرو مشکلاتو ولیکل شو او ټولني ته به یې وړاندې شو. هغه وخت د بربریت ژوند و، د ژوند په ټولو برخو کې وروسته پاتې و، نه مو اقتصاد ښه و، چې د نورو هیوادو په شان د ...

نور ولوله »

ایماژینیزم یا تصویر جوړونه

لیکوال: جمشیدعمر عمر د شلمي پیړۍ په لومړیو کې د سمبولیزم تر تاثیر لاندې یو شمیر امریکایي او انګلیسي شاعرانو په لندن کې یو مکتب جوړ کړ، چې ازراپاوند (۱۹۷۲ــ ۱۸۸۵ (Ezra pound) هغه ته د ایماژینیزم یا تصویر جوړونه، نوم ورکړ. دی د امریکا و، خو په لندن کې اوسیدو. دی او ټی ایس ایلیټ ددي  (امیاژينیزم، تصویرجوړونه) نظریې ...

نور ولوله »

د نړۍ ادب

جمشیدعمرعمر د استاد اجمل ښکلي اثر دی، چې د نړۍ ادب په اړه یې د هر یوه هیواد شاعران، لیکوالان او ځینې نړیوالي اصطلاح ګاني په بشپړه ډول څیړلي دي. پر لومړي مخ یې د نړۍ نقشه او د ځينو کتابونو انځورونه دي. د نقشی پر سر په غټو ټکو ( د نړۍ ادب) لیکل شوی او لاندې یې د ...

نور ولوله »

پر ادبیاتو د کډوالۍ اغیزې

جمشیدعمر عمر کله چې په افغانستان کې داخلي جنګونه پيل شول، نو ډیری کورنۍ دي ته مجبورې شوي؛ چې هیواد پریږدي او نورو هیوادونو (پاکستان، ایران او غربي هیوادونو) ته کډوال شي. په دي کډوالو کې لیکوال او شاعران هم مله ول. طبیعي ده چې کډوالي له ځانه سره ګټې او زیانونه لري، دا چې ګټې او زیانونه به یې ...

نور ولوله »

پر شعر څنګه کرکتنه وکړو؟

جمشیدعمر عمر مخ دي د رڼا په شانې نه دی څه ستا په شان، زما په شانې نه دی څه کوم هغه سړی دی چې مین ندی هرڅوک د هرچا په شانې نه دی څه د ادب تیوري یو تعریف داسې دی (( د یو اثر په اړه د نظریاتو مجموعه ده)). ادب تیوري ده چې د نظم او نثر ...

نور ولوله »