fbpx

د ټیګونو ارشیف : جنايات

پرلتیان که د کابل رژیم بي وسلې اربکیان ؟!

احمد مختار له څه وخته را هیسي په پلازمینه کابل کې د پرلتیانو په نوم یوه ډلګۍ کسان کله ملګرو ملتونو د دفتر او کله د نورو سفارتونو مخې ته پلتۍ وهلي ناست وي او له هغوی غواړي چې په افغانستان کې روانې جګړې ته د پاي ټکی کیږدي. د یادو پرلتیانو مشر اقبال خیبر چې هره ورځ له رسنیو ...

نور ولوله »

کندوز: د ولسي جرګې رییس تښتونې، وژنې او قاچاق کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی دعوه کوي، چې د دې جرګې رییس په یاد ولایت کې د ګڼو جنایاتو مسوول دی. د کندوز د خلکو استازی انجینر کمال د ولسي جرګې په پرونۍ ناسته کې عبدالروف ابراهیمي په کندوز کې پر تښتونو، وژنو او قاچاق تورن کړ. انجینر کمال ...

نور ولوله »

کندوز: اربکیان د حکومت له واکه بشپړ په وتلو دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کندوز اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې د بېلابېلو سیمو اربکیان د حکومت له واکه بشپړ په وتلو دي. د دې ولایت اوسېدونکي وايي، که څه هم د اربکیانو له جوړېدو سره هممهاله هر قومندان ځان ته حکومت لري، خو په دې وروستیو کې په کلي توګه دا ډله وسله وال د ...

نور ولوله »

کابل: د انسان تښتونې په تور یوه مېرمن نیول شوې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): کابل کې امنیتي مسوولین وايي، د انسان تښتونې په تور يې یوه مېرمن نیولې ده. له جنايي جرمونو سره د مبارزې ریاست وايي، دغه مېرمن يې د ښار په دیارلسمه امنیتي حوزه کې نیولې ده. د دوی په خبره څه موده وړاندې په شپږمه امنیتي حوزه کې یو پنځه کلن ماشوم ورک شو، ...

نور ولوله »

سرنوشت: امریکا د دوستم د جنایاتو ملاتړې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): ازبک قومي مشر احمد ایشچي تر ترک قومي مخور اکبر بای وروسته دویم هغه کس دی چې د جنرال دوستم تر بريد لاندې راځي او توند غبرګونونه را پاروي. له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه «سرنوشت» د دوستم د سرغړونو تر شا د امریکا لاس بولي. د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم دوه اوونۍ ...

نور ولوله »

د لویدیځ تاریخي وحشتونه

حامد افغان دا د امریکایي فلم: تورګل The Black Rose یوه صحنه ده، دا فلم په کال: 1950م کې تیار شوی و، د فلم د یوې څانګړې صحنې تیارولو له پاره یې په المغرب هیواد کې د فرنسوي یرغلګرو له یوه قومندان لویس مورین نه مرسته وغوښتله، هغه دوه المغربي مجاهدين په ونه کې زیندۍ کړل او دا صحنه یې ...

نور ولوله »

لوګر کې د اردو عسکرو ولسي وګړي ډبولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۳۹۵ل): د لوګر مرکز ته څېرمه په علي خان او جمعه کلا سیمو کې د ملي اردو عسکرو لسګونه کلیوال ډبولي او ان هډوکي يې پرې مات کړي دي. د يادو سیمو ډبول شوي وګړي او قومي مخور د دې ولایت ولايتي شورا ته د شکایت لپاره راغلي و. د جمعه کلا اوسېدونکي عبدالرحمن ...

نور ولوله »

کندهار: یو بې جرمه ځوان له کلونو راهیسې د جنرال رازق شخصي زندان کې ځورېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د میل د کلي اوسېدونکی احمد شاه له کلونو راهیسې د جنرال رازق او د هغه د ډلې په شخصي زندان کې د عذاب ترخه څکي. اته ویشت کلن احمد شاه چې په کور کې يې ځوانه مېرمن او دوه ماشومان له دریو کلونو راهیسې د ...

نور ولوله »

ثانی ګورګین او مرموزې وژنې؟

انجینیر حامد سیلاب فرید د کندهار ښار د نهمې حوزې آمر دی،نوموړی د جنرال رازق لپاره د جاجو څخه وروسته دوهم رازداره او د ټولو مرموزو وژنو مسؤول دی،جاجو هغه قومندان و چې په کندهار ښار کې یې د لیکوالې او شاعرې (مینه انتظار) پر شخصی حریم برید کړی و،د هغې ګانه او نور یې غلا کړي وو،سره له دې ...

نور ولوله »

امریکایان ولي ولسي وګړي وژني؟!!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د تيرې پنجشنبې په ورځ امريكايي ډرون الوتکې د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالۍ کې ۱۸ ولسي کسان ووژل. د عیني شاهدانو د خبر په حواله یاد کسان د ارګون ولسوالۍ د بانځو سیمې قومي مشران او مخور ول چې د یوې سیمه ییزې شخړې د هواري لپاره کلیوالې جرګې ته د تللو په ...

نور ولوله »