د ټیګونو ارشیف : جنايت

زړه بوږنونکی وحشت؛ بې سترګو، بې غاښو او د مخ له پوستوکي پرته جسد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): کندهار؛ د هېواد هغه ولایت چې د امریکايي یرغل له پیله د وحشتونو شاهد پاتې شوی، د مخالفینو او ولسي وګړو جسدونه په میاشتو میاشتو لمر ته پرېښودل شوي، جسدونه په موټرو پسې کش شوي او ان اور ور اچول شوی دی. دلته په امنیتي برخه کې ټول واک د دې ولایت له ...

نور ولوله »

هيڅ جرم او په هغه کي معاونت بې سزا نه پاته کيږي

(په کندز کي د وروستي ستر جنايت په اړه)  عبدالمالک همت دا جهان قصاب خانه کړه خدای وماته  :::  پا بسته ولاړ په غولي د قصاب یم پورتني شعر لسان الغيب حضرت رحمان با با رحمة الله عليه ويلی دی. ګوره چي د هغه به د دې شعر له ويلو څخه څه مطلب وو. د روسانو د نيواک پر مهال ...

نور ولوله »

روزګان : د امريکايي الوتکو په بمبار کې ۳۰ تنه ولسي وګړي شهيدان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۵ل):د روزګان ولايت د چورې ولسوالۍ په دروېشانو سيمه کې د امريکايي الوتکو په بمبار کې ۳۰ تنه ولسي وګړي په شهادت رسېدلي. ويل کيږي په ولسي وګړو کې سپين ږيري او ماشومان هم شامل دي. د چورې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حاجي دلاور نن ټکي اسيا ته وويل : د دروېشانو په سيمه ...

نور ولوله »

کله چې د ولسمشرۍ مقام په بشري جنایت تورن شي

نن ټکی اسيا سرمقاله : ولسمشر د هیواد د ټولو وګړو د حقونو مدافع او ساتونکي وي. ولسمشر د رسمي تحلیف له مخې د هیواد د خلګو د ځان ، مال او ټولو حقه حقونو د ساتنې او رعایت مسؤل وي او د هغوی د هوسايي او نیکمرغۍ دنده لري. خو په افغانستان کې له بده مرغه چې خپله د ...

نور ولوله »

په خوست کې د ځانګړو ځواکونو ځانګړی جنایت

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: تیره ورځ د خوست ښار په متون سیمه کې د ځانګړو ځواکونو مروت نومي قوماندان له خپل يوه ساتونکي سره د دې سیمې د یوه کلیوال کور ته ورغلی او هلته يې دوه مېرمنې وژلي او يوه مېرمن او دوه سړي يې ټپيان کړي دي. دا لومړی ځل نه دی چې د امریکایانو تر مشرۍ ...

نور ولوله »

شهید ریان تر اختطاف وړاندې د پوهنتون ادارې ته شکایت ثبت کړی و

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون کمیشنر وايي چې شهید ریان د هغه تر اختطاف وړاندې د پوهنتون ادارې ته شکایت ثبت کړی و. عبدالرحمن هوتک د شهید ریان په یادغونډه کې وویل چې په کندهار کې د دوی دفتر په لاسته راوړیو معلوماتو کې ښيي چې بشير احمد ریان تر اختطاف کېدو ...

نور ولوله »

ګلخاني او سپېدار ماڼيو د پاريس بريد «دردوونکی جنايت» وباله

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): په ارګ کې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه اجرايوي رییس هم مهاله د غبرګو اعلاميو په خپرولو سره د فرانسې په پاریس کې بريد وغانده او دا يې « دردوونکی جنایت » وباله. په دواړو خپرو شویو اعلاميو کې د پاریس بريد یو تروریستي عمل بلل شوی او فرانسوي ولس ته ...

نور ولوله »

غزنی: اربکيانو د سیمې مشهور عالم مولوي نعمت الله وواژه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د غزني په اندړو کې د سیمې اربکيانو یو قومي مخور او دیني عالم مولوي نعمت الله وهلو ـ ټکولو وروسته په شهادت رسولی دی. د اندړو ولسوالي د ګنډېر کلي اوسېدونکي وايي چې اربکيانو تېره مازيګر مولوي نعمت الله د مازيګر تر لمانځه مخکې له مسجد نه یووړ او ماښام يې کورنۍ ...

نور ولوله »

طالبانو له ملکي تلفاتو د جګړې د وسیلې په توګه استفاده ستر جنایت ګڼلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۴مه، ۱۳۹۴ل): په داسې حال چې په دې وروستیو کې د هېواد پلازمېنه د ځينو داسې پېښو شاهده وه، چې ګڼ ملکي تلفات يې تر شا پرېښودل، وسله والو طالبانو پخپله اوونیزه تبصره کې ملکي تلفات جنایت بللی دی. طالبانو د خپلې تبصرې په پیل کې په هېواد کې روانه جګړه «تحمیلي جګړه» بللې ده ...

نور ولوله »

کابل کې ۳۰ بوشکې شراب نیول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د کابل امنیتي مسوولین وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې يې ۳۰ بوشکې شراب او ۱۵۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي. د کابل د امنیه قومنداني قومندان مل پاسوال عبدالرحمن رحیمي وايي چې د دوی پولیسو د پلازمېنې کابل په ګوټ – ګوټ کې ۳۰ بوشکې شراب چې شاوخوا ...

نور ولوله »