د ټیګونو ارشیف : جنایت

د بهرنیانو هوایي برید دیوې کورنۍ دوولس غړي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۸ل): د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د بهرنیانو له لوري هوايي برید د یوې کورنۍ دوولس ولسي وګړي وژلي. له سیمې څخه په همدې تړاو خپاره شوې راپورونه ښيي، چې مرګ ژوبله تېره ورځ ماسپښين مهال د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند د «اربي مانده» په سیمه کې د ولسي وګړو په ...

نور ولوله »

د امریکایي پوځي اعتراف؛ امریکایانو په افغانستان کې تر نازیانو وحشي کړنې سرته رسولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امریکا د هوایي ځواک یو پخوانی کارکوونکی «برانډن بریینټ» په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له جنایتونو پرده پورته کړې او اعتراف یې کړی، چې دې ځواکونو د افغانستان په جګړه کې تر نازیانو وحشي کړنې سرته رسولې. برانډن چې له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې د بې پیلوټه الوتکو د ...

نور ولوله »

 هوایي برید او چاپه کې دیارلس ملکي وګړي وژل شوي/ويډیو او انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل):د هلمند ولایت د دیشو ولسوالۍ په «رباط» سیمه کې  بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو او چاپې په مهال دیارلس ولسي وګړي وژلي او خلګو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي. د پېښې له ځایه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، الوتکو د پنجشنبې په ورځ ماځیګر مهال دوه ولسي وګړي په نښه ...

نور ولوله »

کندز او روزګان کې هوایي بریدونو کلینک او کورونه ویجاړ کړي او ګڼ ملکیان یې وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په ولسي وګړو د هوایي بریدونو په دوام، تېره ورځ په کندز او روزګان ولایتونو کې د بهرنیانو او د هغوی د د اخلي همسنګرو له لوري ملکي وګړي په نښه شوي، چې له امله یې دوه کورونه او یو کلینک ویجاړ شوي او تر لسو زیاتو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله ...

نور ولوله »

د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون: پر ولسي وګړو هوايي بریدونه د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون وايي، د تېر کال په وروستیو کې د هوایي بریدونو له امله ولسي وګړو ته اوښتونکي تلفات کم وو؛ خو د نوي میلادي کال په لومړۍ میاشت کې ددې تلفاتو کچه اندېښمنوونکې ده. د بشري حقونو د کمېسیون ویاند «شکرالله مشکور» له ازادي رادیو سره ...

نور ولوله »

یوازې د جنوري په دېرشمه . . .

زخمي افغان تیره پنجشنبه د جنورۍ په ۳۰ مه د کندز په دشت ارچي کې امریکایي ډرون الوتکې د ولسي وګړو موټر وویشت او څو تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړل. شهیدان شوي ولسي وګړي د حزب اسلامي د یوه قومندان غلام رباني د کورنۍ غړي وو. له دې کسانو سره د ټویټر یوې مدني فعالې(!) نیلوفر ایوبي هم څه ...

نور ولوله »

د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان د ماشومانو لپاره خونړی هیواد دی

mashoman qatal shwee

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د بښنې نړیوال سازمان وایي، د افغانستان جګړه لا هم له ملکي وګړو ستره قرباني اخلي او دا هیواد یې د ماشومانو لپاره د نړۍ تر بل هر ځای خونړی کړی. د بښنې د نړیوال سازمان له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، یوازې تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغانستان جګړې ...

نور ولوله »

زابل: هوایي برید پنځه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په موټر باندې د بې پيلوټه الوتکې برید د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي وژلي. د راپورونو په اساس، برید د بهرنیانو له لوري په سیوري ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې له لوري د ملکي وګړو په تونس ډوله ...

نور ولوله »

«تخار کې هوایي برید د یوې کورنۍ یوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې»

airstrike-Bambar

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د تخار ولایت په «درقد» ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو هوایي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون یوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې. له سیمي څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې برید تېره ورځ سهار مهال د درقد ولسوالۍ په «قره تپه» سیمه کې د ملکي وګړو په کورونو شوی، ...

نور ولوله »

کندز: «پر مدرسه هوايي برید شپږ زده کوونکي وژلي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۸ل): راپورونه وایي، دولتي چورلکو په کندز ولایت کې پر یوه دیني مدرسه بمبار کړی، چې له امله یې شپږ تنه زده کوونکي وژل شوي. شمشاد تلویزون د سیمې د اوسېدونکو له قوله لیکلي، چې برید د کندز ښار اړوند «چقرقشلاق» نومي سیمه کې پر یوه دیني مدرسه شوی، چې شپږ تنه زده کوونکو پکې ...

نور ولوله »