fbpx

د ټیګونو ارشیف : جنبش

حامد کرزي هم د «لوی ملي ائتلاف» ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶زمري، ۱۳۹۷ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې نوموړي د پنجشنبې ورځ کې د ملي ائتلاف په نوم حرکت یو نېک ګام او د یووالي هڅه بللې ده. خبرپاڼه زیاتوي، حامد کرزی د سیاسي ګوندونو، د خلکو د شوراګانو، مدني ټولنو او ولایتي استازیو په ګډون د دې لوی ائتلاف ...

نور ولوله »

د غني او دوستم څلور ورځنۍ خبرې لا هم بې پایلې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د دوستم دفتر وايي چې د حکومت او د حکومت د لومړي مرستیال تر منځ خبرې اترې له څلورو ورځو راهیسې روانې دي، خو لا هم کومه پایله نه لري. د دې دفتر مشر عنایت الله بابر فرهمند امریکا غږ ته ویلي، نن هیله لري چې یو جوړ جاړي ته ورسېږي او د څلورو ...

نور ولوله »

سیاسي ګوندونه: د ټاکنو اوسنی بهیر دې لغوه او له سره دې پیل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): حزب اسلامي – حکمتیار، جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي، جنبش ملي اسلامي، محاذ ملي، حزب وحدت اسلامي افغانستان، حراست او ثبات شورا او د افغانستان نوې ملي جبهې نن په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو روان بهیر فساد زېږوونکی او د بحران په لوري روان یاد کړ. د دې ګوندونو ...

نور ولوله »

د ټاکنو کیمسیون: شمال کې شپږ ولایتي ټاکنیز دفترونه تړل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي د شمال په شپږ ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیونونو دفترونه تړل شوي دي. د دې کمیسیون یو کمېشنر حفیظ الله هاشمي وايي د دوستم پلویانو د دې کمیسیونونو دفترونه تړلي او د دوی چارې په ټپه ولاړې دي. هغه نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل، لاریونونه د ...

نور ولوله »

د جنبش د لاریونونو لړۍ تر هراته اوږده شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د دوستم د یو ټوپکوال نظام الدین قیصاري له نیول کېدو وروسته يې ګڼو پلویانو له لسو ورځو راهیسې لاریونونو ته دوام ورکړی دی. دوی چې په بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان کې لاریونونه کول، نن يې د اعتراضونو لړۍ تر هراته ورسېده او د ولایت مقام مخې ته يې د دوستم په پلوۍ ...

نور ولوله »

جنبشيانو په فاریاب کې د ټاکنو کمیسیون تړلی؛ چارواکي يې نه مني

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د نظام الدین قیصاري په ملاتړ کې د جنبشیانو او جمعیتانو لاریونونه نهمې ورځې ته وغزېدل، چې په فاریاب، جوزجان، سمنګان او بلخ کې روان دي. تازه راپورونه وايي چې په فاریاب کې لاریون کوونکو د ټاکنو کمیسیون دفتر تړلی دی، خو ځايي چارواکي دا راپورونه ناسم بولي. د فاریاب ولایت د والي ویاند ...

نور ولوله »

د دوستم دفتر: پر لاریونوالو ډزې به حکومت له ورته غبرګون سره مخ کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ارګ د جنبش د یو ځايي ټوپکوال نظام الدین قیصاري په نیولو سره ځانته هغه لانجه پیدا کړه چې د واشنګټن ټایمز په وینا سرخوږی يې ورته پیدا کړی دی. تازه د جنرال عبدالرشید دوستم دفتر ویلي، که حکومت د دوی د پلویانو په لاریونوالو ډزې وکړې دوی به هم ورته ګام پورته کړي. ...

نور ولوله »

سمنګان: جنبشیانو د کابل – مزار لاره تړلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د اقینې بندر له تړلو وروسته د کابل – مزار لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د نظا الدین قیصاري په ملاتړ کې د جنبش ګوند او جمعیت اسلامي د لاریونونو لړۍ تر سمنګانه ورسېده او په دې ولایت کې يې د کابل – مزار لویه لاره د ترافیکو پر ...

نور ولوله »

واشنګټن پوسټ: د قیصاري نیولو حکومت ته سرخوږی جوړ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): واشنګټن پوسټ په تازه ګڼه کې د جنبش او حکومت تر منځ تازه ناندریو ته اشاره کړې او ویلي دي، د دوستم د اربکي قومندان نیولو حکومت ته سرخوږی جوړ کړی دی. نظام الدین قیصاري په فارياب کې د دوستم لوی استازی، د قیصار امنیه قومندان او د ځايي اربکیانو مشر و، چې څو ...

نور ولوله »

جنرال دوستم، کابل ته د راتګ فکر وړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۷ل): د احمد ایشچي او د ارګ د لومړي مرستیال جنرال دوستم تر منځ له جنجالي ناندرۍ وروسته جنرال دوستم ترکیې ته پښې سپکې کړې چې لا هم پاتې دی. سپتونیک د «شفقنا افغانستان» په حواله وايي چې یو سناتور د نوم نه ښودو په شرط ورته ویلي، چې د دوستم له لوري د احمد ...

نور ولوله »