د ټیګونو ارشیف : جنرال رازق

برېښنايي تذکرې او د حکومت دننه درزونه – راپور

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله شریک حکومت د واک په لومړیو کې ژمنه وکړه، چې تر راتلونکو ټاکنو پورې به برېښنايي تذکرې وېشل کېږي او د فساد د مخنیوي په خاطر به خلک د همدې تذکرو له مخې رایه ورکوونکو لیست کې نیول کېږي. د حکومت د واک درې کاله تېرېږي، ...

نور ولوله »

کندهار: په بندتېمور کې څه تېر شول؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کندهار په لوېديځه ولسوالۍ ميوند کې د بند تېمور پر سيمه داخلي او بهرنيو ځواکونو په ګډه درې ورځي وړاندي ستره چاپه واچول. بندتېمور ته داخلي ځواکونه چې د ملاصاب د سرای کمانډويي عسکرو هم په کې شتون درلود د بهرنيو ځواکونو او الوتکو په ملتيا له دریو طرفونو څخه داخل شول. ...

نور ولوله »

افغانستان د ملکوالطوایفي په لور

لیکوال: کمالزی سهاک افغانستان، میدانښار د اشرف غني واک ته رسېدو سره سم افغانستان له ولسواکۍ څخه د دېکتاتورۍ او ملکوالطوایفي په لور روان شو، هېواد له سترو ناخوالو او ننګوونو سره مخ شو، چې مهارول یې حکومت ته ډېر ګران پرېوځي. له هېواد څخه د لوستو او ځوان کهول تیښته بهرنیو هېوادونو ته، ناسم اقتصاد او ډېر نور لاملونه ...

نور ولوله »

خُرم: امریکا د افغانستان د تجزيې هوډ لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خُرم وايي، امریکا د افغانستان د تجزيې هوډ لري. هغه پخپله تازه دری لیکنه کې چې ویسا ورځپاڼې خپره کړې، لیکلي چې امریکا د جګړې له پیله غوښتل له طالبانو سره د هېواد د تجزيې هوکړې ته ورسېږي. خُرم پخپله لیکنه کې د یو ...

نور ولوله »

زړه بوږنونکی وحشت؛ بې سترګو، بې غاښو او د مخ له پوستوکي پرته جسد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): کندهار؛ د هېواد هغه ولایت چې د امریکايي یرغل له پیله د وحشتونو شاهد پاتې شوی، د مخالفینو او ولسي وګړو جسدونه په میاشتو میاشتو لمر ته پرېښودل شوي، جسدونه په موټرو پسې کش شوي او ان اور ور اچول شوی دی. دلته په امنیتي برخه کې ټول واک د دې ولایت له ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزارت: د قومندان رازق سره به قانوني چلند کيږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په دې وروستیو کې د کندهار امنیه قومندان رازق یو لړ مرکې وکړې او پر ګډحکومت یې توندي نیوکې وکړي. نوموړي په یوه مرکه کې وویل چې نه دې حکومت را وستلی دی او نه یې لیري کولای شي. نوموړي همدا راز د اشرف غني حکومت یو کمزوری او بې وسه باله چې ...

نور ولوله »

رازق: حکومت هغه څه کوي، چې پاکستان يې غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کندهارامنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي حکومت هغه څه کوي چې پاکستان يې غواړي. جنرال رازق په کندهار کې له يوې محلي راډيو سره په خبرو کې ويلي، د حکومت له لوري د دسیسیو جوړول، قومونه د یو بل پر ضد هڅول، له ځینو سیمو سره توپیري چلند کول هغه څه دي، چې ...

نور ولوله »

داخلي بغاوتونه یوه بله خطرناکه امریکايي دسیسه

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : تراستاد عطاء وروسته د کندهارامنیه قومندان جنرال رازق دوهم دولتي لوړ پوړی چارواکی دی چې د ولسمشرغني لخوا د خپلې احتمالي ګوښه کیدا په وړاندې غبر ګون ښیي. نوموړي تیره ورځ د تبسم په نوم محلي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې دى نه دې حکومت راوستلی او نه يې دا حکومت لرې ...

نور ولوله »

جنرال رازق د عطا نور پر قدم: نه دې حکومت را وستلی یم او نه مي لري کولای شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د یوې محلي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې د اشرف غني په مشري حکومت نشي کولای هغه له خپلې دندې لیري کړي، ځکه چې هغه ددې حکومت په خوله نه دی راغلی بلکې د کندهار د خلکو په خوله راغلی او د هغوی په ...

نور ولوله »

جانان ګل زی: جنرال رازق شخصي زندانونه لري او بندیان شکنجه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کندهار د ولایتي شورا غړی جانان ګل زی وايي، چې د دغه ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق شخصي زندانونه لري او بندیانو ته بېلابېلې شکنجې ورکوي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې جنرال رازق د کندهار په ښار او سپین بولدک ولسوالۍ کې شخصي زندانونه لري او هلته ...

نور ولوله »