د ټیګونو ارشیف : جنرال رازق

د بشري حقونو څار اداره: اته لوړپوړي افغان چارواکي د بشري حقونو ناقضین دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۱۴مه ۱۳۹۳ل): د بشري حقونو د څارې ادارې (Human Rights Watch) په خپل یو راپور کې د ګډحکومت اته لوړ پوړي چارواکي د بشري حقونو په نقض تورن کړي دي. د بشري حقونو د څار ادارې له ګډ حکومت څخه غوښتي چې خپل چارواکي او قومندانان چې بشري حقونه یې نقض کړي دي او تر دې ...

نور ولوله »

کندهار: پولیس په غلاوو کې پوره لاس لري

police with people

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار اوسېدونکي وايي چې د کندهار ښار پولیس په دې ښار کې له غلو سره نېغ لاس لري او ډېرې غلاوې د پولیسو په همکارې کېږي. د کندهار د اوسېدونکو په وینا په دې ښار کې تل له په هغو سیمو کې غلاوې کېږي چې په څو مترۍ کې يې د پولیسو ...

نور ولوله »

د اسدالله خالد، عطامحمدنور او جنرال رازق د بشرضد کړنو په اړه د ګارډین وېروونکی راپور

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): ګارډین د طالبانو حکومت له سقوط وروسته د کندهار امنيه قومندان رازق په ګډون د شمال عطا محمد نور او د ملي امنیت پخواني رييس، اسدالله خالد په اړه د بشري حقونو د نقض وحشتناکې پېښې څېړلي دي. راپور کې راغلي چې لوړپوړي افغان چارواکي د ولسي خلکو او مخالفينو وژنې، اختطاف، جنسي ...

نور ولوله »

پاکستان د ډيورينډ کرښې سره ۴۷۰ کيلو ميټره خندق کيندلی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): پاکستاني عسکرو تېر کال راهيسې د ډيورينډ کرښې پاکستان پلو لس فوټه پلن، اته فوټه ژور او ۴۷۰ کليومټره اوږد خندق کيندلی دی. پاکستاني چارواکي وايي، چې دا اوږد خندق يې دواړو غاړو ته د ناقانونه اوښتونکو د مخنيوي په موخه کيندلی او د خندق خاوره يې هم د ديوال په توګه د ...

نور ولوله »

کندهار او په سوړو ننوتي چارواکي

زخمي افغان په کندهار کې عمومي نظامي او امنیتي وضعیت  د هغه څه کاملا برعکس دی ، چې مطبوعات یي په اړه اوازې خپروي،دا ولایت  د پخوا غوندې اوس هم په جنوب کې د جهاد یو تود ډګر دی، چې تراوسه په کې ګڼ شمیر بهرنیو عسکرو او د هغوی داخلي لوړپوړو ګوډاګیانو سرونه خوړلي . د روان کال د ...

نور ولوله »

جنرال رازق؛ هم قانون، هم ناقض او هم پولیس!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): پورته عنوان ته ورته د قومندان رازق په اړه یوه جمله د کندهار پخواني والي ګل اغا شیرزي هم نیویارک ټایمز ته کړې، نوموړي ویلي چې جنرال رازق په کندهار کې هم خدای، هم رسول، هم والي او هم ولسمشر دی. هغه څوک چې په کندهار کې یې د نوم له اوریدو سره ...

نور ولوله »

جنرال رازق له پاکستان سره پوله رسماً وټاکله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې مرکزي دولت ورته امر کړی دی، چې پاکستاني پوځيانو ته په پوله کې د خندق کېندلو اجازه ورکړي. جنرال رازق وايي، چې دوی ته امر شوی، چې د افغانستان، پاکستان او ناټو ځواکونو د درې اړخیز توافق پر ...

نور ولوله »

د قانونیت په جامه پوښل شوي ځنګلیان – سرمقاله

نن ټکی اسیا: سرمقاله: له تیرو څو ورځو راهیسې د هیواد په محبسونو او توقیف ځایونوکې له بندیانو او توقیف شویو کسانو سره د چارواکو لخوا د غیر انساني چلند رپوټونه ورکول کیږي. د تیرې جمعې په ورځ دکندهار په سر پوزه محبس کې د ۸۰ نفره سیاسي بندیانو د مسموم کیدو خبر ورکړل شو. نن د رسنیو لخوا د ...

نور ولوله »

د جنرال رازق، اسدالله خالد او نازک قتلونه او جنایتونه

لیکوال: عبدالله (اڅک) – قندهار جنرال رازق د قندهار د امنيه قومندان، اسدالله خالد د ملي امنیت پخوانی ریس او نازک د هلمند ولایت د ملي امنیت ریس درې سره په جنایتونو او قتلونو پېژندل شوې کسان دي، ددوی تعریف ته ضرورت نشته، ما چې ډیر وخت د قندهار ولایت د  امنیه قومنداني د جنايې آمریت کې وظیفه اجراء کړي، ...

نور ولوله »

له شمالي ټلوالې سره د قومندان رازق د نیږدي کیدو راز – سرمقاله

نن ټکی اسیا : سرمقاله: وړمه ورځ یوشمیر رسنیو د کندهارولایت د امنیه قومندانۍ له دندې څخه د قومندان رازق د مستعفي کیدو رپوټونه نشر کړل. د کندهار د محلي چارواکو لخوا د دغو خبرونو د رد او تائید په اړه لا څه نه ووه ویل شوي چې د شمالي ټلوالې د مهم چارواکي او بلخ والي عطاء محمد نور ...

نور ولوله »