د ټیګونو ارشیف : جنرال مراد علي مراد

جنرال مراد علي مراد د کابل ګارنیزیون قومندان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): جنرال مراد علي مراد نن رسماً د کابل ګارنیزیون عمومي قومندان او د کابل په امنیتي چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال وټاکل شو. د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د هغه د معرفۍ په مراسمو کې د نوموړي د تېرو دندو ستاینه وکړه او ډاډ يې ښکاره کړ، چې د کابل ...

نور ولوله »

جنرال مراد علي: د کندز د سقوط رازونه نه افشا کوم

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۴مه ۱۳۹۵ل): له تېر کال راهیسي په کندز کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو قومندان جنرال مراد علي په خپل تازه څرګندونو کې ویلي چې د ملي منافعو په خاطر د کندز د دوهم ځلي سقوط رازونه به افشا نه کړي. نوموړې ددې تر مخه ګواښ کړی وو چې د کندز له ښار څخه ...

نور ولوله »

مراد علي: د کندز د جګړې په پای ته رسیدو به ټول رازونه افشا کړم

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د لوی درستیز مرستیال او له تېر کال راهیسي په کندز او بغلان کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو عمومي قومندان جنرال مراد علي مراد ویلي چې د جګړې وروسته به د کندز د سقوط په اړه ټول رازونه افشا کړم. نوموړي وروسته تر هغه دغه خبري کړي کله چې د کندز ...

نور ولوله »

دوستم وايي په کندز کې به د طالبانو پر ضد لوی عملیات وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم تېره شپه ناوخته وویل چې ډېر ژر به په کندز ولایت کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات په کار واچوي. نوموړی ویلي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د کورنیو چارو وزیر په ملتیا د کندز څخه لیدنه وکړي. له تېر کال راهیسي په کندز ...

نور ولوله »

والي: د کندز د سقوط لامل جنرال مراد علي دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د کندز والي اسدالله عمرخېل په خپل تازه مرکه کې ویلي چې د کندز سقوط اصلي لامل د لوی درستیز مرستیال او د کندز د جګړې قومندان جنرال مراد علي دی. نوموړی وايي هر وخت مي د مراد علي غوښتنه کړې چې لومړی دی د کندز په ښار کې دننه د طالبانو مرکزونه ...

نور ولوله »

د بغلان قاتل په هلمند کې

ډاکټر پارسا تیر ژمی، هغه مهال چې د څیلې زړه له ډیرې یخنۍ په چاودون و، د لوی درستیز  د مرستیال مرادعلي مراد تر مشرۍ لاندې د اردو ځواکونو د بغلان په ډنډغوري او ډنډ شهاب الدین سیمو خونړي عملیات پیل کړل،ددې عملیاتو په مهال د مرادعلي ځواکونو له طالبانو سره د مخامخ جنګ په ځای ولسي سیمو او کلیو ...

نور ولوله »

له فتحو ولوېده خادې را ړنګوینه

مجاهد افغان ډنډ غوري کې جنګ دی،د اردو جګړه مارانو له څلورو خواوو هجوم راوړی،دا سیمه چې تیر اوړی طالبانو نیولې وه،حکومتي قواووې زور وهي چې طالبان ترینه وباسي،د عملیاتو لس ورځې پوره کیدونکي دي، له هاوانونو نیولې بیا د بمبیرکو تر غراو پر پورې حکومتي عسکرو ټول زور وکاراوو، خو طالبان یي حتی له یوه کلي هم په شا ...

نور ولوله »

جنرال مراد: هیواد دوستمي ملیشو ته اړتیا نلري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د افغان پوځ د ځمکني ځواک مشر جنرال مراد علي مراد د ولسمشر د لومړي مرستیال له لورې د طالبانو پر ضد د پخوانیو ملیشو بیا فعالول وغندل او دا اقدام یې د هیواد په زیان وباله . د افغانستان د ځمکنیو قواوو مشر جنرال مراد علي مراد په دې وروستیو کې شمال ته ...

نور ولوله »