د ټیګونو ارشیف : جهاد

واشنګټن ایکزماینر: امریکا په افغانستان کې ناکامه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا په مرکز کې واشنګټن ایکزماینر خپرونه لیکي، امریکا په افغانستان کې له اوولس کاله جګړې وروسته هم ناکامه ده. د دې خپرونې د مطلب له مخې په دې جګړه کې د امریکا درې ولسمشران راغلل، خو یوه يې هم د بریا پالیسي نه درلودله. د سرچینې په وینا په دې جګړه کې ...

نور ولوله »

پر افغانستان د امریکا د یرغل نن اوولس کاله پوره شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): پوره اوولس کاله وړاندې امریکا د ناټو ځینو غړو هېوادونو په ګډون پر افغانستان مخامخ نظامي یرغل وکړ. د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر پر اوومه چې د ۱۳۸۰لمریز کال د تلې له پنځلسمې سره يې سمون خوړ، امریکايي (بې -۵۲) الوتکو پر افغان خاوره بمبار پیل کړ. ظاهراً امریکا له «ترهګرۍ» سره د مبارزې، ...

نور ولوله »

طالبان: امریکا پر نظامي یرغل سربېره، اخلاقي فساد او بې عدالتۍ هم راوړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکايي یرغل د اوولسمې کالیزې په مناسبت طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا یوازې نظامي یرغل نه؛ بلکې فرهنګي او فکري یرغل هم دی. اعلامیه کې د ځوان نسل پر انحرافولو، اخلاقي فساد په خپرولو او د ښځو د حقونو په نامه د ښځو ننګولو برخو کې امریکا ملامته بلل شوې. ...

نور ولوله »

ذبیح الله مجاهد، سکاټ مېلر ته: نړۍ به ستاسو د بشپړې ماتې او سرټېټۍ شاهده وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان سکاټ مېلر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې نړۍ به يې د بشپړې ماتې شاهده وي. وړمه ورځ پنټاګون پخپل راپور کې د مېلر په حواله وویل، چې طالبان دې د دوی د وتلو په تمه نه کېني او په وینا يې ښه ...

نور ولوله »

اسلامي دعوت ولې دلښکر کشي سره تړلی دې !؟

لیکنه: امرالله عمران داسلامي لښکرو هدف جبر او وینې تویول نه دي، بلکې یواځېنی هدف یې دعوت او د اسلام خپرول دي. او داسلامي دعوت هدف هغه د ربعه بن عامر مشهوره وینا ده چې دفارس امپراتور ته یې کړی وه،(( چې زموږ دجګړو او لښکر کشی هدف دا دې چې بندګان دبندګانو دبندګې نه راوباسو او یوازې یې دبندګانو ...

نور ولوله »

د مولوي جلال الدین حقاني یاد/ وحید مژده

لیکنه: وحید مژده ژباړه: زرملوال د افغانستان د مسلمان ملت په جهادي تاریخ کې ډیر قهرمانان د مبارزې میدان ته راغلي او حماسې یې پنځولې، چې د دې قافلې له سرلارو یو هم  مولوي جلال الدین حقاني و. هغه په افغانستان کې د اسلامي نهضت له سرلارو څخه و چې په خدام الفرقان تنظیم کې د عضویت له وخته یې ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: حقاني په «تېر» جهاد کې مهم رول درلود

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله ويلي، مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د روسانو پر وخت جهاد کې مهم رول لوبولی دی‎. ‎ هغه چې پخپله هم ځان ته د تېر جهاد ویاړ منسوبوي، پرون په یوه ناسته کې د مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله په اړه ‏څرګندونې وکړې‎. ‎ اجراییه رییس وویل، د ...

نور ولوله »

د سولي، اصلاح او جهادونو اتل

لیکنه: نعمان منلی له بده مرغه زموږ د هیواد ستراتيژيک موقعیت موږ ته د تاریخ په اوږدو کې او آن تر ننه درنې ستونزې رامنځته کړې دي، دلته زیات زورور او يرغلګر راغلي دي، د خپلو مختلفو موخو لپاره یې موږ ټکولي او وژلي یو او زموږ هیواد یې راته کنډر او کنډ کپر کړی دی. موږ د نړۍ ظالمانو ...

نور ولوله »

نن د جهاد پر مټ د اخیستل شوې خپلواکۍ ۹۹مه کالیزه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د برتانوي ښکېلاک له منګولو د افغان مجاهد ولس د خپلواکۍ ۹۹ کلونه پوره شول. پوره ۹۹ کاله وړاندې افغان علماوو، روحانیونو او مجاهدینو د خپل ولس په مرسته د تورې په څوکه د وخت ستر ښکېلاکګر دې ته مجبول کړل، چې د دې هېواد خپلواکي په رسمیت وپېژني. په هغه ...

نور ولوله »

دیني عالمانو د طالبانو په ملاتړ او اشغال پر ضد پریکړه لیک خپور کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵زمري، ۱۳۹۷ل): د بلوچستان ایالت په کچلاک ښار کې د یوې لویې غونډي وروسته د افغانستان دیني عالمانو پریکړه لیک خپور کړی، چې په کښي د امریکا او ناټو پر ضد روانه مبارزه جهاد بلل شوې او ملاتړ یې پر هر مسلمان فرض ګڼل شوی. په پریکړه لیک کې ویل شوي چې دوی په افغانستان کې ...

نور ولوله »