د ټیګونو ارشیف : جګړه

سناتوران: امریکا په افغانستان کې بې ګټې بوخته ده، باید را ووځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): امریکايي سناتوران وايي افغانستان کې امریکا بې ګټې بوخته ده، د دې پر ځای چې د جګړې اوږدولو چورت ووهي باید د ایستلو په اړه يې فکر وکړي. د امریکا د سنا غړې الیزابت وېرین پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په اوولس کلونو کې مو زرګونه عسکر له لاسه ورکړي او درانده مالي لګښتونه ...

نور ولوله »

پال راین د کمانډو ځواکونو قومندان په شا ټپولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکايي پارلمان مشر پال راین پرون مازیګر مهال په نا اعلان شوي سفر کابل ته راورسید.   راین؛ د ریشخورو په ګارنیزونو کې د کمانډو عسکرو د ځانګړو عملیاتو له قومندان بسم الله وزیري سره لیدلي دي.   پال راین افغان عسکرو ته د مرستې ډاډ ورکړی او هغوی يې هڅولي چې په ...

نور ولوله »

روسیه: امریکا په افغانستان کې پوره ناکامه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): روسیه وايي امریکا په افغانستان کې له اوولس کاله جګړې سره سره پوره ناکامه شوې ده. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخرووا کریمیا کې رسنیو ته وویل، امریکا په افغانستان کې له «ترهګرۍ» سره مبارزې او د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلې ده. هغې وویل، دلته شته ...

نور ولوله »

لوګر: ګډو ځواکونو ملګي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ مربوط “عېباد کلا” کلي کې تیره شپه امریکایي او د صفر یک قطعې ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د سیمې اوسیدونکو نن ټکي اسیا ته و ویلي چې اوړمه  شپه لس بجې لومړی درې “دوه څرخه چورلکو” پیاده عسکر ښکته کړل، چې د ...

نور ولوله »

غزني: مرکز او قره باغ کې دوه پوستې طالبانو نیولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د غزني په مرکز او قره باغ ولسوالۍ کې دوه پوستې نیولې دي. د غزني مرکز ته څېرمه د زرګرو سیمه کې د واغظ ولسوالۍ پر نقلي مرکز برید کړی او یوه پوسته يې له منځه وړې. طالبان وايي سرتېرو يې تېره شپه شاوخوا یوه بجه پر یاد مرکز برید وکړ، چې اته ...

نور ولوله »

ټرمپ ـ خپلو جنرالانو ته: د افغانستان پر کانونو چور ګډ کړئ، مفت دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې؛ د کتاب لیکوال د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ، محمد اشرف غني او په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه ګڼ رازونه راسپړلي دي. د کتاب د لیکوال په وینا ټرمپ تر ولسمشرۍ وړاندې، نوماندۍ او ولسمشرۍ ته له رسېدو سره لا هم؛ په افغانستان کې د روانې جګړې ...

نور ولوله »

ناټو وايي د جګړې د خصوصي کولو نیت نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي د جګړې د خصوصي کولو لپاره هیڅ ډول پلان نه لري او مخالف يې دي. د ناټو ملکي استازي زېمېرمن پژواک ته ويلي، دوی له افغان عسکرو سره ژمنه کړې چې تر اوږد مهاله به يې ملګرتیا کوي، په وینا يې جګړه به خصوصي نه کړي. ...

نور ولوله »

ملګري ملتونه: د جګړو له امله سږکال نږدې ۲۵۰ زره افغانان بې ځايه شوي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۷ تلې ۱۳۹۷ل): ملګرو ملتونو ویلي دي چې له روان زيږدیز کال څخه تر اوسه پورې نږدې ۲۵۰ زره خلک د نا امنيو او جګړو له امله له خپلو سيمو څخه بې ځايه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې د ۲۰۱۸ کال کې له پیل څخه د اکتوبر تر ...

نور ولوله »

د خلیل زاد ماموریت به څومره بریالی وی؟

نن ټکی اسيا- سرليکنه د تیرې یکشنبې په ورځ ښاغلی زلمی خلیل زاد کابل ته راغی او د ور سپارل شوي ماموریت په اړه یې له دولتي چارواکو او دولت پلوه ګوندي مسؤلینوسره وکتل. که څه هم چې ښاغلي خلیل زاد ظاهرا د سپینې ماڼۍ لخوا د سولې د استازي په توګه افغانستان ته راغلی خو د نوموړي د راتګ ...

نور ولوله »

عبیدالله بارکزی: د طالبانو حکومت تر اوسني حالت څو چنده ښه و

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶تلې، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی وايي تر اوسني حکومت ‏د طالبانو واکمني څو چنده ښه وه‎. ‎ هغه په یوه تلویزوني بحث کې وویل، امریکا دلته د ټولو بدبختیو مور ده او څوک چې ځان ته مسلمان وايي باید ملاتړ يې ونه ‏کړي‎. ‎ بارکزی چې راتلونکو ټاکنو ...

نور ولوله »