د ټیګونو ارشیف : جګړه

غزني؛ د جګړې دواړه لوري د تلفاتو اړولو دعوې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): غزني کې ځايي نظامي چارواکي او طالبان په بېلابېلو پېښو کې د درنو تلفاتو خبر ورکوي. د ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې دعوه کړي چې اندړو کې يې څلور، قره باغ کې ۱۲ او مقر کې يې شپږ طالبان وژلي دي. طالبانو په آب‌بند ولسوالۍ کې د ډله‌ییزو چاودنو په وسیله ...

نور ولوله »

شنونکي: پراخ تلفات، عسکرۍ ته پر جلب‌وجذب مستقیم اغېز لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): دوه ورځې وړاندې محمد اشرف غني وویل، چې د نړۍوالو د ګټو لپاره يې په څلورو کلونو کې ۴۵زره عسکر قرباني کړي دي. پوځي شنونکي پر دې باور دي، چې پوځي برخه سمه نه مدیریت کېږي او د دا ډول پراخو تلفاتو له اعلان سره نور څوک زړه نه‌شي ښه کولی چې پوځي لیکو ...

نور ولوله »

امریکايي رسنۍ: ټرمپ پوهېږي، چې جګړه نه‌شي ګټلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د یو ایس اې ټوډې؛ په نوم امریکايي خپرونه لیکي، ټرمپ په افغانستان کې د روانې جګړې پر بایللو باوري شوی او مني چې دا جګړه نه‌شي ګټلی. دغه مطلب چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه پکې بحث شوی، په یوه برخه کې يې راځي، کله چې ډونالډ ټرمپ د ...

نور ولوله »

د سولې او جګړې انسټيټوټ: د سولې په اړه د خليلزاد دريځ نهيلې کوونکی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د سولې او جګړې انسټيټيوټ وايي چې د سولې په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وروستۍ هڅې نهيلې کوونکي دي او په دې وروستيو کې د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ د مذاکراتو په پروسه کې له يو بل سره تفاهم کم شوی دی. ددې انسټيټيوټ ...

نور ولوله »

امریکايي رسنۍ: اتلس کاله کې هم د جګړې د ګټلو دعوه نه شي کېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د «کرېسچین ساینس منیټور» په نوم امریکايي مجله لیکي، په افغانستان کې د جګړې نږدې دوه لسیزې پوره کېږي خو په ټول حکومت داسې څوک نه پيدا کېږي چې د جګړې د ګټلو دعوه وکړي. دې مجلې د «له سوريې او افغانستانه د وتلو ستونزه» تر سرلیک لاندې خپاره کړي‎ مطلب کې لیکلي، په ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز: یوه اوونۍ کې ۱۳۹ دولتي ځواکونه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سولې له هڅو سره سره روان ژمی هم د توندې جګړې شاهد پاتې شوی دی، وړاندې تر دې به ژمی یوازې پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاو د ویر او شور ماشور شاهد و، خو له څو کلونو راهیسې ژمی هغه فصل نه بلل کېږي چې جګړه پکې یو اړخیز هوايي بریدونه او ...

نور ولوله »

د سولې شورا د پاکستان دریځ ستايي، خو شنونکي يې د امتیاز هڅه بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): پاکستان ته د سولې شورا د دارالانشاء د رییس عمر داودزي په مشرۍ له سفر وروسته، دغه شورا وايي د پاکستان دریځ کې «نرمښت» راغلی او په وینا يې دوی ورته خوشاله دي. اسوشیټیډ پریس د عمر داودزي له خولې وايي چې د پاکستان په همکارۍ کې «هیڅ شک» نه ويني او په وینا ...

نور ولوله »

سولې شورا: مولانا فضل الرحمن هم د سولې د هڅو ژمنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا وايي، د دې شورا د دارالانشا‌ء ریس د یو پلاوي په ملتیا پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره لیدلي او هغه هم د سوله‌ییزو هڅو ژمنه ورسره کړې ده. د سولې شورا په خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، داودزي تېره ورځ دغه ...

نور ولوله »

طالبانو د بلخ په چهاربلوک کې د درنې جګړې خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د بلخ په چهاربلوک ولسوالۍ کې يې دوه پوستې نیولې او د مرګ‌ژوبلې تر څنګ يې ۱۵ تنه عسکر ژوندي نیولي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې ویليو چې د یادې ولسوالۍ په تیمورک سیمه کې د قومندان امام الدین پوستې نیولې او د هغه په ګډون ...

نور ولوله »

طالبان: «ژمی، د لړزانده رژیم د لاپو موسم» دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو تر پورته سرلیک لاندې په خپره کړې اوونیزه تبصره کې د حکومت له لوري د دوی د تلفاتو دعوې یوازې «لاپې» بللې دي، چې په وینا يې د ژمي په رارسېدو سره دا ډول «لاپې» لا ډېرېږي. په تبصره کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره د نویو سرپرستانو ټاکل کېدل او ...

نور ولوله »