د ټیګونو ارشیف : جګړه

تادین خان هم پر طالبانو د «ترحم نشته» غږ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): د کندهار امنیه قومندان تادین خان چې د خپل ورور جنرال رازق له وژل کېدو وروسته يې پر یاده چوکۍ کېنستی، پر خپلو عسکرو غږ کړی چې پر طالبانو «زړه ونه سوزوي.» تادین خان چې په یوه ویډيويي پیغام کې سپين بولدک کې د طالبانو د یو برید غبرګون کې څرګندونې کړې، چې «نور ...

نور ولوله »

اتمر: لویه جرګه د بې اتفاقۍ سبب شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د امنیت شورا پخوانی سلاکار حنیف اتمر وايي، مشورتي لویه جرګه چې حکومت د سولې اړوند جوړه کړې وه، بې اتفاقي رامنځته کړې ده. دغه جرګه چې تېره ورځ له څلورنیمو ورځو وروسته پای ته ورسېده، کابل کې جوړه شوې وه چې د دولتي سرچینو په وینا پکې ...

نور ولوله »

ترکيې د سولې د ملاتړ سینه ډبولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴غويی، ۱۳۹۸ل): ترکیه وايي افغانستان کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي او هیله لري، چې دې هېواد کې دایمي ثبات رامنځته شي. دا څرګندونې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره لیدنه کې استانبول کې کړې دي. د اجراییه ریاست خبرپاڼه لیکي، ښاغلي عبدالله د اردوګان په رسمي بلنه ...

نور ولوله »

ملت د اشغال پای غواړي او په کابل کې جوړه شوې جرګه د اشغال تمدید!!

عبدالله احمدي د مشورتي جرګې غړیو په خپل پرېکړه لیک کې ویلي چې طالبان دې جګړه بنده کړي، د ملت د استازو خبره دې واوري او له تاوتریخوالې دې لاس واخلې. پوښتنه دلته ده ایا جګړه طالبانو پیل کړې ده؟ که طالبان له خپل لوري جګړه بنده کړي ایا د افغانستان په امنیت او سوکالۍ به مثبت تأثیر ولري؟ د ...

نور ولوله »

د غني انتخاب؛ سوله او که جګړه؟!

محمد آصف آزاد که د سولې اړوند د حکومت پر اراده بحث کوو، پوهېږو چې حکومت سره اصلاً د سولې اراده نه ده موجوده. د سولې په برخه کې که د اوسني ګډ حکومت اداره ده او یا که له هغې وړاندې د حامد کرزي اداره وه، د سولې له نوم څخه یې یوازې د شعار تر بریده او د ...

نور ولوله »

د مشورتي جرګه مارو قضاوت ارزوو

خالد افغان زوی د مشورتي جرګې په نوم هغه غونډه چې له تېرو پنځو ورځو په کابل کې پنډه وه نن دجمعې په ورځ پای ته ورسیده. دلته د جرګې له سیاسي، تبلیغاتي او نورو لاملونو او د څلور ورځني عجیب او غریب جریان له داستانه تیریږو او یوازې د وروستۍ ورځې جریان او پریکړه لیک ته یې کتنه کوو ...

نور ولوله »

لویه جرګه؛ تحریموونکو د سیاف بلنه رد کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د لويې جرګې مشرۍ د غونډې په منځ کې عبدرب الرسول سیاف ته ور له غاړې شوه، هغه د غونډې پر تحریموونکو په تېره بیا اجراییه رییس غږ وکړ چې د جرګې په وروستۍ غونډه کې برخه واخلي. د سیاف په وینا ځينې «کوچني نزاکتونه» شته چې دا خلک ...

نور ولوله »

اسماعیل خان: که جرګه د اشرف غني د واک پر دوام ټینګار وکړي، سولې ته نه رسېږو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی او د تېر جهاد یو قومندان محمد اسماعیل خان وايي، که مشورتي لویه جرګه د اشرف غني د نامشروع واک پر دوام ټینګار وکړي، نو سولې ته رسېدل به سخت کړي. هغه په هرات کې یوې غونډې ته وویل، د جرګې غړي باید عدالت په پام ...

نور ولوله »

لویه جرګه؛ د اختلافونو له امله ښايي درې ورځې نوره هم وغځول شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): د لويې جرګې سمبالګر کمیسیون وايي، د منشیانو او مرستیالانو د ټاکل کېدو پر سر ناندریو له امله ښايي د جرګې موده درې ورځې نوره هم وغځول شي. د دې کمیسیون ویاند عبدالرشید ایوبي بي بي سي ته ویلي، هڅه کېږي چې نن د کمېټو اداري هئت برابر شي، د جرګې د عمومي ...

نور ولوله »

د امریکا د سولې استازی د «سولې» پر مشورتي لویه جرګه خاموش دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): حکومت وايي کابل کې روانه مشورتي لویه جرګه يې د دې لپاره راغوښتې چې د سولې لپاره چوکاټ او «سرې کرښې» مشخصې کړي، خو په دې برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې تړاو چوپه خوله دی. که څه هم وړاندې تر دې خلیلزاد د حکومت مشران پر ...

نور ولوله »