د ټیګونو ارشیف : جګړه

امريکايي کارپوه: د سولې په اړه د ټرمپ او ارګ څرګندونې د غوسې په حال کې وې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان په چارو کې امریکايي کارپوه بارنت روبین وايي، د سولې اړوند د ټرمپ او وروسته د هغه په تقلید د ارګ څرګندونې د غوسې په حال کې وي. هغه وايي چې د امریکا ولسمشرۍ دیکتاتوري نه ده، چې د ډونالډ ټرمپ هره خبره به د دې هېواد پالیسې جوړوي. روبین له ...

نور ولوله »

اوچا: په تېره یوه میاشت کې ۷ زره افغانان بې ځایه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره«OCHA»  وايي، په تېره میاشت کې اووه زره افغانان بې ځایه شوي دي. د یادې ادارې په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ میاشت کې نږدې ۷ زره افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوي او نورو سیمو ته کډه شوي ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: امریکا به افغان ځواکونو ته تر ۲۰۲۰م کاله ۱۵۹ الوتکې ورکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزيري وايي، تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به د ‏امریکا له خوا ورسره ژمنه شوې الوتکې ور وسپارل شي‎. ‎ وزيري دعوه کوي، چې د دې ۱۵۹ بېلابېلو الوتکو په تر لاسه کولو سره به افغان امنيتي ځواکونه بشپړ پخپلو پښو ودرېږي‎.‎ هغه وايي تر دې ...

نور ولوله »

ولایتي شورا: نورستان کې د حکومت بې پروايي، خلک طالبانو ته ور مات کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د نورستان ولایتي شورا وايي، د مرکزي حکومت نه پاملرنې د دې ولایت خلک د طالبانو ملاتړ ته هڅولي دي. د دې شورا رییس انجینر سعیدالله پاینده زوی وايي، سیمه ییز حکومت یوازې پر مرکز او یوه ولسوالۍ واک لري، چې د حکومت او ولس تر منځ فاصله د دې علت شوي، چې ...

نور ولوله »

پنټاګون: افغانستان ته د نورو عسکرو لېږل رد کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا دفاع وزارت وايي، افغانستان ته يې د نورو عسکرو لېږل په نیت کې نه دي. سپوتنیک اژانس د امریکا د دفاع وزیر جیمس مټیس په حواله وايي، امریکا افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو نیت نه لري. مټیس وايي، دوی خپله ستراتېژي اعلام کړې ده، هغه له خبريالانو سره په ...

نور ولوله »

ویسا: روانه جګړه په زور نه ګټل کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې ویسا ورځپاڼې په تازه ګڼه کې د افغان او امريکايي چارواکو پر هغو څرګندونو تبصرې کړې، چې پر جګړه يې ټینګار کړی دی. ورځپاڼه لیکي، روانه جګړه نه په زور ګټل کېږي او نه هم د جګړې له لارې د سولې راتګ امکان لري. سرچينې د ډونالډ ټرمپ او د ...

نور ولوله »

امريکايي ځواکونه: زرګونه افغانان نیمه ورځ له موږ سره جګړه کوي، نیمه ورځ خپل ژوند پر مخ وړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکايي ځواکونو یو ویاند توماس ګرسبک يوې امریکايي رسنۍ ته ويلي، په افغانستان کې زرګونه تنه داسې شته چې نیمه ورځ له موږ سره جګړه کوي او نیمه ورځ خپل وژند پر مخ وړي. توماس ګرسبک ډيلي کالر ته ویلي، د طالبانو د اصلي شمېر په اړه دوی نه پوهېږي، خو د ...

نور ولوله »

ایزدیار اشرف غني ته: لومړی دې خپل بچیان د جګړې لومړۍ کرښې ته ولېږه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د تېرې جمعې په ورځ ولسمشر غني له افغان ځوانانو وغوښتل، چې د خپلې «خاورې د دفاع» لپاره دې له امنیتي لیکو سره یو ځای شي او د خپلې خاورې دفاع دې خپله وکړي. د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي، د حکومت د مشرانو زامن په بهر کې دي؛ خو ...

نور ولوله »

غني: طالبان که خپل بريدونه ونه غندي خبرې نه ورسره کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مرستیال سره په تلیفوني خبرو کې ويلي، که طالبان خپل بریدونه ونه غندي دوی ورسره خبرې نه کوي. ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د امریکا مرستیال ولسمشر د وروستیو پېښو په تړاو «خواخوږي» ښکاره کړې. افغان ولسمشر مایک پنس ته ...

نور ولوله »

د پاکستان یو حکومتي پلاوی نن کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پاکستاني رسنۍ وايي، نن به یو لوړ رتبه پاکستانی پلاوی کابل ته سفر وکړي. د سرچينو په حواله دغه پلاوی چې ملکي او پوځي چارواکي پکې شامل دي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ کابل ته سفر کوي. دغه پاکستانی پلاوی په داسې حال کې کابل ته ...

نور ولوله »