د ټیګونو ارشیف : جګړه

فارياب: د دوستم ملېشو درې زره پښتتنې کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړې

کډه شوې کورنۍ وايي چې دوی ته ملېشو ګواښ کړی و، چې که له سیمې ونه وځي، نو «ټغر به يې ور ټول کړي.» نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه، ۱۳۹۴ل): د تېرې پنجشنبې په ورځ د ګډ حکومت لومړي مرستیال او نوموتي جنګسالار عبدالرشید دوستم د طالبانو پر وړاندې د خپلو ملېشو د تیاري خبر ورکړ. نوموړي وویل چې ...

نور ولوله »

کندز ولایتي شورا: د دشت ارچي بېرته نیول د محلي ځواکونو په وس پوره نه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه، ۱۳۹۴ل): څه باندې یوه میاشت مخکې په کندز کې طالبان وتوانېدل چې د چاردرې ولسوالۍ له نیولو وروسته امنیتي ځواکونه له دشت ارچي ولسوالۍ څخه هم وشړي. هغه مهال لوی درستیز کندز ته ولاړ، د بېرته نیولو خبره یې وکړه؛ خو تر اوسه دغه ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ده. د کندز ولایتي ...

نور ولوله »

مفکر او د بیا نړوني نوی پړاو

سید شریف پر افغانستان د امریکایې یرغل له پیل سره دافغانستان د بیا نړوني او دافغان ولس د بیا وژني لړۍ پیل شوه، یرغلګرو ځواکونو د یرغل په شروع کي دافغانستان دولتي او حکومتي پوځي او ملکي تاسیسات بمبار کړل،روغتونونه او مختلف عام المنفعه بنسټونه یې ویجاړ کړل او په وحشیانه بمباریو کي یې لوی لوی کلي له خاوروسره برابر ...

نور ولوله »

نیويارک ټايمز: شپږو مياشتو کې ۴۱۰۰ افغان عسکر وژل شوي او ۷۸۰۰ نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱، ۱۳۹۴ل): د روان ميلادي کال لومړنۍ شپږ میاشتې د افغان عسکرو لپاره خورا خونړۍ بلل شوې دي، چې د راپورونو له مخې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په مرګ ـ ژوبله کې پنځوس سلنه ډېرښت راغلی دی. نیويارک ټایمز پخپل تازه راپور کې ويلي چې د ۲۰۱۵ ميلادي کال په لومړیو ...

نور ولوله »

ملا محمد عمر: د هر ډول سیاسي چارو مسوولیت د سیاسي دفتر پر غاړه دی

د هېواد تر خپلواکۍ او د اسلامي نظام تر حاکمیته جهاد کوو، د جهادي صف متحد ساتل یوه شرعي فریضه ده نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو مشر، ملا محمد عمر مجاهد یو ځل بیا د تېر په څېر په خپل اختریز پیغام کې ځينې مهمې څرګندونې کړې دي. دا اختریز پيغام داسې مهال خپرېږي، چې د ...

نور ولوله »

ننګرهاری سناتور: دولت «دوه سری مار» دی؛ خلک خوري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): په مشرانو جرګه کې د ننګرهار سناتور وايي چې ګډ حکومت د افغان ولس لپاره د دوه سري مار حیثیت لري او پخپل ولس چکونه لګوي. لطف الله بابا چې په کابل کې له سپوږمۍ راډيو سره د ننګرهار د امنیت په اړه غږېده، وویل چې د ګډ حکومت له مشرانو سره په ...

نور ولوله »

په بغلان کې د دولت د تدریجي سقوط ننداره

عبدالله تېر ماښام د بغلان ولایت د مرکز په ګاونډ کې د ډنډغوري سیمه په بشپړه توګه د حکومت له واکه ووته او طالبان ورباندې حاکم شول، هسې خو د ډنډغوري دسیمې چې اوس ولسوالي بلل کیږي پخوا هم ډیرې سیمې د طالبانو په ولکه کې وې، خو ددې ولسوالۍ په ګورګند سیمه کې مهم پوځي مرکز هغه نقطه وه ...

نور ولوله »

اسلامی نړۍ؛ مكار لوېديځ او ناهيلي مسلمانان!!

عبدالرحمن فرقانی یادونه: په دې لیکنه کې د لوېديځ د لفظ څخه زموږ مراد د لوېديځ “استعماري ځواک” دی، نه د لوېدیځ ټول ملتونه او ولسونه، چې د اسلام د سپیڅلیو ارزښتونو سره سم موږ د هغوی سره په متقابل درناوی، ښه راکړه ورکړه او ښه معامله مکلف یوو. لوېدیځ داسلامي او درېیمه نړۍ هېوادونو پر وړاندې د تاریخ په ...

نور ولوله »

غني: جګړه په جګړه ځوابوو او سوله هم غواړو

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای د ناستې په څنډه کې د هېواد د شمالي ګاونډ تاجکستان له ولسمشر سره په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې «جګړه په جګړه ځوابوو.» اشرف غني د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمانوف سره په خبرو کې وویل چې د ګډ حکومت کړنلاره په ...

نور ولوله »

طالبان، امريکا او مذاکرات؛ سوله او که د طالبانو د وېش هڅې؟!

پوهندوی هوسا غلجی کېدای شي، يو شمېر درانه لوستونکي نيوکه وکړي، چې طالبان او امريکا ياديږي، نو ولې طالبان او افغان دولت ياد نه شي، نو د دې خبرې بيخي لنډ ګنډ ځواب همدا تېرې ديارلس کلنې پېښې دي، چې له امله يې موږ ويلی شو، چې د جګړې بنسټيز لامل يوازې او يوازې د امريکا شتون دی او تر ...

نور ولوله »