fbpx

د ټیګونو ارشیف : حامد افغان

اللّٰه ﷻ ولې لوڼي مخته کړي دي؟

حامد افغان د قرانکریم یوه ایت کې د نر او ښځي د خلقت او چا ته د لوڼو چا ته زامنو او… د ورکړي په اړه داسې فرمایي: د اللّٰهﷻ چې چا ته خوښه شي لوڼه ورکوي او چا ته یې چې خوښه شي زامن ورکوي. يهب لمن يَشَاء إِنَاثًا ويهب لمن يَشَاء الذُّكُور. الشورى 49 دلته قرانکریم له زامنو ...

نور ولوله »

د الله جل جلاله ورکړه

لیکوال:حامد افغان اسحاق بن عباد البصري وایي: خوب کې دری څلور ځله چا راته وویل: پاڅه د هغه غریب مرسته وکړه، راويښ شوم، کور مې پوښتنه وکړه زموږ ګاونډیانو کې کوم غریب شته؟ چا ته صحي پته نه وه، دری سوه درهم مې راواخيستل، په کچره سپور شوم، ښه لیري د یوه جومات خواته کچره ودریدله، جومات ته ننوتلم، چې ...

نور ولوله »

سوداني مشر الازهري او پرنګيانو ته درس

لیکوال : حامد افغان د سودان مشهور مشر اسماعیل الازهري د یوه پلاوي په مشرتابه برتانیې ته ولاړی، دا مهال سودان د پرنګيانو تر استعمار (استخراب) لاندې و، دوی غوښتل د برتانیه له ملکې سره وویني او هڅه وکړي د سودان استقلال او ازادي ترلاسه کړي. د برتانیې ملکې سره د سوداني پلاوي د لیدلو لپاره لوی مجلس جوړ شوی ...

نور ولوله »

شاعرانو ته

حامد افغان رسول الله ﷺ فرمایي: ستاسو کوم یوه سینه چې له “نوونه” نه ډکه شي، دا ډېره ورته ښه ده چې له شعرونو ډکه وي. ‏قال رسول الله ﷺ: لأن يمتلئ جوف أحدكم قيحا؛ خير له من أن يمتلئ شعرا. متفق عليه أبو عبید وایي: دا حدیث د هغه چا په اړه دی چې ټوله بوختیا یې شعرونه وي ...

نور ولوله »

د تاریخ دردونکی باب

حامد افغان په کال: 1932م کې سیکولر ترکي ورځپاڼي ( جمهوريت ) د ښکلا د ملکې لومړۍ سیالي اعلان کړه او کریمان خالص* نومي ترکي پیغله د ترکیې د ښایسته ملکه ونومول شوه، په همدې کال کې په بلجیک کې د سپا spaa په ښار کې د ښکلا سیالي ترسره شوه ، څو د نړۍ په سطحه د ښکلا ملکه ...

نور ولوله »

یوه ورځ افغان قونسلګري جده کې

لیکوال : حامد افغان زه، خوریی او د اکا زوی مې دریواړو د “الرحیلي” کمپنۍ موټر په کرایه ونیو، سکڼی ماښام له تبوکه مخ پر جده روان شوو، ورځ مو هم ویښه تېره وه، شپه مو کابو زر کیلومیتره لاره ووهله، سهار نه که لس بجې جده کې افغان قونسلګري ته ورسیدو، د قونسلګري دروازو ته د افغانانو کاږه واږه ...

نور ولوله »

د زړونو پاچا

حامد افغان یوه سړي خپلي ښځي ته وویل: په قسم سره راته ووایه چې زه درباندې ګران یم؟ هغې ورته وویل: چې په قسم سره راباندې وایې نو نه یې راباندې ګران! سړی عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورغی، کیسه یې ورته وکړه، هغه یې ښځه راوغوښتله. عمر ښځي ته وویل: ایا تا دې مېړه ته ویلي چې ...

نور ولوله »

د پلار د قاتل له لمسي سره ښېګڼه! – حامد افغان

(د یوه مشهور پښتانه عالم نادره کیسه) د افریدو بدي کې زما پلار د زینګل په نوم یوه افريدي پنځه ډزه ویشتلی او وژلی و، د زینګل لمسی راغی، ول زه غواړم دیني علم ترلاسه کړم، مال ته څوک یې؟ ول زه د فلان زوی او د افریدو د فلاني کلي یم! مال ته د زینګل لمسی یې؟! ول هو، ...

نور ولوله »

د رسول الله ﷺ ستاینه کې اطراء او افراط

mohammad

حامد افغان په حدیث کې راغلي عمر بن الخطاب رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: زما په ستاینه کې مبالغه او زیاتوالی مه کوئ لکه نصارا یې چې د عیسی بن مریم په باره کې کوي، بېشکه زه د الله بنده او رسول یم. عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ ، قَالَ : ...

نور ولوله »

واکمنو ته سپینه خبره ( ســتر جــــهاد )

حامد افغان واکمنو ته سپینه خبره کول زور غواړي، لیږ نه ډېر غواړي، خو که څوک زړه کې د الله رښتینې وېره ولري او د ولس وګړي د خپلو مندو او پلرونو، خوندو او وروڼو او لوڼو او زامنو په څیر وبولي، د هغو درد، کړاو او هره ستونزه خپله او په رښتینې توګه احساس کړي؛ هغه سړی واکمن ته ...

نور ولوله »