د ټیګونو ارشیف : حامد افغان

ژبه ښویېدنه د ارواپوهني له نظره

حامد افغان کلیوال مو کیسه کوله ول د چا کره فاتحې ته روان وو، مشر ملګري ته مو وویل: ګوره د تسلیت خبرو کې اتیات کوه خطا نه شې. هلته چې کېنستلو مشر یار مو لومړۍ خبره کې فاحشه غلطي وکړه، هغه د دعا لپاره وویل: د مړیو په هکله به پښې پورته کړو، مطلب یې لاسونه پورته کول و. ...

نور ولوله »

فکري تمرکُز که د نبوغ راز

لیکوال : حامد افغان دا به راسره ونه منئ چې علامه ابن حجر العسقلاني رحمه الله خپل کتاب: “الوقوف على ما في صحيح مسلم من الموقوف” د سوریه په حلب ښار کې په دریو ورځو کې لیکلی دی، دا خبره پخپله هغه د دې کتاب په پای کې لیکلې ده ؟! داراز علامه جلال الدین السيوطي رحمه الله خپل کتاب ...

نور ولوله »

ډېر فکر مه کوه / حامد افغان

حامد افغان ډاکټر صاحب ګیلاس شاګردانو ته پورته کړ او هغوی یې وپوښتل: دا ګیلاس څومره وزن لري؟ هغوی هر چا له خپلو اټکلونو سره سم د ګیلاس وزن د 100 او 300 ګرامه شاوخوا وښود، ارواپوهـ ډاکټر صاحب زیاته کړه: خبره د ګیلاس له وزن سره دومره زیاته اړیکه نه لري، اصلاً خبره د هغه وخت له څومره والي ...

نور ولوله »

اللّٰه ﷻ ولې لوڼي مخته کړي دي؟

حامد افغان د قرانکریم یوه ایت کې د نر او ښځي د خلقت او چا ته د لوڼو چا ته زامنو او… د ورکړي په اړه داسې فرمایي: د اللّٰهﷻ چې چا ته خوښه شي لوڼه ورکوي او چا ته یې چې خوښه شي زامن ورکوي. يهب لمن يَشَاء إِنَاثًا ويهب لمن يَشَاء الذُّكُور. الشورى 49 دلته قرانکریم له زامنو ...

نور ولوله »

د الله جل جلاله ورکړه

لیکوال:حامد افغان اسحاق بن عباد البصري وایي: خوب کې دری څلور ځله چا راته وویل: پاڅه د هغه غریب مرسته وکړه، راويښ شوم، کور مې پوښتنه وکړه زموږ ګاونډیانو کې کوم غریب شته؟ چا ته صحي پته نه وه، دری سوه درهم مې راواخيستل، په کچره سپور شوم، ښه لیري د یوه جومات خواته کچره ودریدله، جومات ته ننوتلم، چې ...

نور ولوله »

سوداني مشر الازهري او پرنګيانو ته درس

لیکوال : حامد افغان د سودان مشهور مشر اسماعیل الازهري د یوه پلاوي په مشرتابه برتانیې ته ولاړی، دا مهال سودان د پرنګيانو تر استعمار (استخراب) لاندې و، دوی غوښتل د برتانیه له ملکې سره وویني او هڅه وکړي د سودان استقلال او ازادي ترلاسه کړي. د برتانیې ملکې سره د سوداني پلاوي د لیدلو لپاره لوی مجلس جوړ شوی ...

نور ولوله »

شاعرانو ته

حامد افغان رسول الله ﷺ فرمایي: ستاسو کوم یوه سینه چې له “نوونه” نه ډکه شي، دا ډېره ورته ښه ده چې له شعرونو ډکه وي. ‏قال رسول الله ﷺ: لأن يمتلئ جوف أحدكم قيحا؛ خير له من أن يمتلئ شعرا. متفق عليه أبو عبید وایي: دا حدیث د هغه چا په اړه دی چې ټوله بوختیا یې شعرونه وي ...

نور ولوله »

د تاریخ دردونکی باب

حامد افغان په کال: 1932م کې سیکولر ترکي ورځپاڼي ( جمهوريت ) د ښکلا د ملکې لومړۍ سیالي اعلان کړه او کریمان خالص* نومي ترکي پیغله د ترکیې د ښایسته ملکه ونومول شوه، په همدې کال کې په بلجیک کې د سپا spaa په ښار کې د ښکلا سیالي ترسره شوه ، څو د نړۍ په سطحه د ښکلا ملکه ...

نور ولوله »

یوه ورځ افغان قونسلګري جده کې

لیکوال : حامد افغان زه، خوریی او د اکا زوی مې دریواړو د “الرحیلي” کمپنۍ موټر په کرایه ونیو، سکڼی ماښام له تبوکه مخ پر جده روان شوو، ورځ مو هم ویښه تېره وه، شپه مو کابو زر کیلومیتره لاره ووهله، سهار نه که لس بجې جده کې افغان قونسلګري ته ورسیدو، د قونسلګري دروازو ته د افغانانو کاږه واږه ...

نور ولوله »

د زړونو پاچا

حامد افغان یوه سړي خپلي ښځي ته وویل: په قسم سره راته ووایه چې زه درباندې ګران یم؟ هغې ورته وویل: چې په قسم سره راباندې وایې نو نه یې راباندې ګران! سړی عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورغی، کیسه یې ورته وکړه، هغه یې ښځه راوغوښتله. عمر ښځي ته وویل: ایا تا دې مېړه ته ویلي چې ...

نور ولوله »