fbpx

د ټیګونو ارشیف : حج

سعودي د حج په اړه د ایران شرطونه رد کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): سعودي حج ته د تلونکو ایرانیانو په اړه د ایران حکومت شرطونه رد کړي دي. فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د سعودي د بهرنیو چار وزیر عادل الجبیر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې ایرانیان په حج کې د لاریونونو په شمول د یو شمېر نورو حقونو غوښتنه کوي ...

نور ولوله »

د مکي حرم د رغونې او پراختيا چارې بيا پيل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۴ل): له مکې مکرمې څخه د حاجيانو له ستنېدو وروسته یو ځل بيا د مسجد حرم د مطاف د پراخوالي چارې پيل شوې. له تېرو څو کالونو راهيسې د حرم شريف د بيا رغونې او پراخوالي چارې پيل شوي دي چې له مخې به يې مکې حرم په نوې او پرمختللې نقشه جوړيږي. د ...

نور ولوله »

سعودي عربستان: ايران په لوی لاس حج کې جرمونه کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): سعودي چارواکو تور لګولی، چې ايران يوازينی دولت دی، چې د حج په مراسمو کې يې په لوی لاس ګډوډي کړې او د حج د قربانيانو په وينو او دردونو لوبې کول غواړي. د سعودي رسمي خبري اژانس د وزيرانو شورا د مرستيال يحيی الصمعان له قوله ليکلي، چې د وزيرانو شورا مرستيال ...

نور ولوله »

حاجیانو د حج مراسم بشپړ کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۴ل): مکې مکرمې ته تللو حاجیانو تېره ورځ د حج مراسم بشپړ کړل او دا مهال له سعودي عربستان څخه خپلو هیوادونو ته د ستنېدو تابیا نیسي. د سعودي امنیتي چارواکي وايي چې د حاجیانو په ښه توګه ستنېدو بهیر ته یې کلک چمتووالی نیولی. د سعودي د ملکي دفاع ادارې ویلي چې له ...

نور ولوله »

اردوګان د منی پېښه کې د سعودي پړ بلل په کلکه رد کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۳مه ۱۳۹۴ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې نوموړي د منی په خونړۍ پیښې کې د سعودي حکومت پړ او بې غوره بللی. نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ یوې مطبوعاتي غونډې ته وکړې. اردوګان د سعودي چارواکو هغه هلې ځلې او کوښښونه وستایل چې د حج او ...

نور ولوله »

طالبانو د حاجیانو د وفات په پېښه غمرازي څرګنده کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۳مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د هغو حاجیانو په اړه غمرازي ښودلې چې تېره ورځ د حج فریضې د ادا کولو په مراسمو کې د ګڼې ګڼې له امله مړه او ټپیان شوي دي. د تسلیت په هغه پیغام کې چې د طالبانو له خوا په دې اړوند خپور شوی راغلي چې دوی د یادې پیښې له ...

نور ولوله »

حج او عمره – ۱۱مه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفي میقات په لغت کې میقات دمعلوم وخت لپاره استعمالیږي، خودلته مجازاً دځائې لپاره استعمال شوی دی. مواقیت ، دمیقات جمع او دا هغه پنځه ځایونه دي چې دافاق اوسیدونکۍ مکې ته له دغه ځایونو څخه داحرام تړلو نه پرته،چې دهرې موخي لپاره وي وړاندی تلل روانه دي، مکروه تحریمي دی،په مرتکب باندی دڅاروي حلالول لازم ګرځي،دحج ...

نور ولوله »

منی: د ټېل ماټېل له کبله ۲۲۰ حاجیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان د ولسي دفاع ادارې ویلي چې د مکې مکرمې په «منی» سیمه کې د جمراتو ویشتلو پر مهال د زیاتې ګڼې ګوڼې او ټېل ماټېل له امله ۲۲۰حاجیان وژل شوي او ۴۵۰ ژوبل دي. نوموړې اداره زیاتوي چې روغتیايي ډلې سیمې ته رسیدلي او د متضررو حاجیانو په مرستې لاس ...

نور ولوله »

د حج مناسک په ژوندۍ بڼه

makkah11

سږ کال تر ۲ ملیونو زیات مسلمانان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د حج فریضې د اداء کولو لپاره مکې مکرمې ته تللي. حاجیانو د حج مناسک د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اقتداء د سه شنبې په ورځ «منی» ته په تللو پیل کړل او شپه به په منی کې تېروي. حاجیان به د عرفې په ورځ ...

نور ولوله »

لکونه حاجیان مکې ته رسیدلي – انځوریز راپور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳۱مه ۱۳۹۴ل): د نړۍ له ګوټ ګوټه نېږدې یو نیم ملیون مسلمانان سږ کال حج مکې ته ځي. ۱.۲ میلیونه کسان اوسمهال سعودي ته رسیدلي او ۲ لکه نور هم د حج د مبارکې فریضې ادا کولو لپاره به دوه ورځو پورې مکې ته ورسېږي. د ستمبر د ۲۲مې څخه د حج مناسک پیلیږي. ...

نور ولوله »