fbpx

د ټیګونو ارشیف : حماد مالیار

غزل/ مالیار حماد

مالیار حماد چې مــې ګــلـشــن ته د خزان بادونه زنګ ووهي نو د تنــکـو تنـکــو ګــلانو شونډې رنګ ووهي مونږ چې د ميــنـې پـه اوبــو بلــې لمبې ووژنو دا اور لــړوني ورتــه بيــا پوکى د جنـګ ووهي زمـــا د زړه پــه مـنــارو کـې جـرس وټنګيږي ها د ګونګرو والۍ چې ستا غوږو ته شرنګ ووهي څــوک د جــانان لپاره سر ...

نور ولوله »

غزل – حماد ماليار

اوښکې دې ګويانه کړه خبرې پکې ونغاړه لپه کړه لاسونه ، ملغلرې پکې ونغاړه راشه رانږدې کړه دا ملهم ، پټۍ پټۍ غيږه دا زما زخمي زخمي وزرې پکې ونغاړه ژبه د توصيف په اسمان څٙکو څوکو واړوه باز پکې راونيسـه ، کوترې پکې ونغاړه پنډ دې د خبرو بارومه په زړګي باندې ته راته خوږې خوږې شکرې پکې ونغاړه ...

نور ولوله »

غزل – حماد مالیار

راڅڅېدلو له بڼو په اننګيو باران راورېدلو له سـپوږميو د غميو باران ايره ايره ، بادونو راوړل د جانان يادونه څپه څپه کړو طوفانونو او سيليو باران غارمه چې راغلل،تودېدله د غمونو غرمه کنګل کنګل ويلي کېدلو د خوښيو باران زما زړګى به وينې وينې بهېدلى وو نن لکه وريٙځ که جوړېدلى له زړګيو باران دلته په ناوې زرْوٙرق د ...

نور ولوله »

غزل / حماد مالیار

د سر ورکو عاشقـانـو په قـدم ځو کله يار او کله دار ته پکې هم ځو ځان په زوره خپل منزل ته رسوئ شو پښتانه يو که کاږه ځو او که سم ځو که په زړه کې ايوبي جذبه ژوندۍ کړو ازادۍ ته د أقصى به بيا عجم ځو په ازمون او امتحان کې چې اخته يو دا د روڼ ...

نور ولوله »

ښه سړی او بد سړى

حماد ماليار ښه سړی پيژني به ښه صفت او بد صفت په څه سړى!؟؟ راشه معرفي کړم درته بد سړى او ښه سړى..!! نېغ چې د قرآن او د سنّت په لاره يون کوي خوښ مې دى له زړه نه په والله چې بس هغه سړى پاس دى، د توحيد او د جهاد په لارو چارو کې ټولو کړاٶنو ته ...

نور ولوله »

غزل – حماد ماليار

د عشــق لـمـبـو تـه بـه دې ونـيـسي انـګار به دې کړي جــوړ لــه ســرو زرو،د ليلـى د غــاړې هـار به دې کړي هــســې ظــاهــره کــې په شـونــډو دې خنــدا راولي په حقيقت کې بـه دې وزبېښي او خــوار به دې کړي ژونـدون به کيـږدي ستــا سينـه د امتحــان په سندان خـپــلـــو دردمــنـــو پــړاوونــو لــه تــيــار به دې کړي شـاعــر تــــه ...

نور ولوله »