د ټیګونو ارشیف : حماس

حماس د اسراییلو یو بله څارګره الوتکه نېولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۳ل): د حماس جهادي غورځنګ نظامي ډلې «کتائب عزالدین قسام» ویلي چې دوی یوه اسراییلۍ څارګره الوتکه نېولې او په دې سره یې دا په ثبوت ورسوله چې دوی ددې توان لري چې بې پېلوټه الوتکې جوړې، د هغوی څخه کار واخلي او حتی د اسراییلو الوتکې خپل په ولکه کې راولي. قسام ...

نور ولوله »

اسراييل: قطر باید د حماس له ملاتړه لاس واخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۳ل): د ملګرو ملتونو لپاره د اسراییلو استازي «رون پروسر» د نړۍ له مشرانو غوښتنه کړې چې په قطر فشار راوړي څو د حماس له مرستې څخه لاس په سر شي. رون پروسر په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې یوه مقاله لیکلې او زیاته کړې يې ده چې د قطر په څیر یو کوچنی، ...

نور ولوله »

حماس: د اسراییلي جاسوسانو د افشا کېدا په شرط د اسیرانو په اړه معلومات ورکولای شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د فلسطين جهادي ډلې «حماس» ويلي، چې د نيول شويو اسراييلي عسکرو د شمېر او برخليک په اړه که اسراييل معلومات غواړي، نو اسراييل بايد په غزه کې د اسراييلي جاسوسانو ليست حماس ته وسپاري. حماس ته نیږدې باوري سرچينې وايي، چې د حماس له اعلانه وروسته غزه کې شپږو اسراييلي جاسوسانو ځانونه ...

نور ولوله »

غزه کې په ۷۲ ساعتونو اوربند هوکړه وشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۴مه ۱۳۹۳ل): حماس او اسراییلو په ۷۲ ساعتونو اوربند هوکړه کړې چې د فلسطین پر وخت سهار ۸ بجې پیل شوه. پرون هم دواړو لوریو د ۷ ساعتونو په اوربند هوکړه کړې وه خو د یو ساعت تېریدو وروسته اسراییلي یرغلګرو په غزه بمباري وکړه او څو تنه یې شهیدان کړل. حماس له اسراییلو ...

نور ولوله »

امریکا له حماس نه د اسرایيلي عسکر د سمدستې پرېښودلو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا(شنبه،زمري۱۱مه،۱۳۹۳ل):د امریکا ولسمشر بارک اوباما په فلسطین کې د حماس له جهادي ډلې نه وغوښتل،چې د جمعې په ورځ نیول شوی اسرائیلي عسکر  دې په غیر مشروط ډول ژر تر ژره خوشي کړي.  سپينه ماڼۍ وايي، چي حماس باید سمدستي او له قید او شرطه پرته هغه اسرائیلي عسکر خوشي کړي چي پرون د جمعې په ورځ د ...

نور ولوله »

شیخ عز الدين القسام وپیژنئ ( دویمه برخه)

لیکوال: حامد افغان شیخ عزالدین القسام په فلسطین کې په سوریه کې د شیخ عزالدين القسام رحمه الله ژوند سخت شو او په کال 1920م کې یې فلسطین ته مخه کړه، څو هلته د برتانويانو او صهیونستانو پر ضد مقاومت پیل کړي، دی په فلسطین کې د (حیفا) په تاریخي ښار کې میشت شو، او د استقلال په نوم جومات ...

نور ولوله »

حماس: په روان مقاومت کې مو ۹۱ اسراییلي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۶مه ۱۳۹۳ل): د حماس جهادي غورځنګ نظامي څانګه «قسام» وايي چې د روان مقاومت په نتیجه کې دوی ۹۱ اسراییلي عسکر وژلي. قسام همدا راز زیاته کړې چې د غزې په تراډه کې يې نن سهار ۲ اسراییلي عسکر د جګړې پر مهال وژلي. د قسام په دوه بېلو بېلو خبرپاڼو کې راغلي چې د ...

نور ولوله »

اسراییلو د ۴۳ پوځيانو وژل کېدل ومنل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۵مه ۱۳۹۳ل): د اسراییلو د پوځ ویانده وايي چې د غزې تراډې سره نېږدې د هاوان په یوه برید کې د دوی یو پوځي وژل کېدو سره د دوی د وژل شوو پوځيانو شمېر ۴۳ ته ورسېد. په عین حال کې حماس وايي چې دوی نن سهار د اسراییلو تل ابیب او اسدود ښارونه په ...

نور ولوله »

حماس او اسراییلو په ۱۲ ساعته اوربند هوکړه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري۳مه ۱۳۹۳ل): اسراییلو او حماس د ۱۲ ساعتونو لپاره پر اوربند او جګړې درولو باندې سره هوكړه کړې. په غزه کې د اسراییلي ترهګرو په هوايي او ځمکني بریدونو کې تر دې مهاله ۸۷۰ فلسطیني مسلمانان شهیدان شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي. د اسراییلو په وینا،د حماس په ځوابي بریدونو کې ۳۶ اسرایيلي پوځيان ...

نور ولوله »

فلسطین: د شهیدانو شمېر تر ۸۰۰ واوښت

نن ټکی آسیا (جمعه، زمري ۳مه ۱۳۹۳ل): د غزې په تراډه د اسراییلي یرغل وروسته د  شهیدانو شمېر تر ۸۰۰ واوښت. د پنجشنبې په ورځ د اسراییلو په بریدونو او بمباریو کې ۱۱۹ فلسطیني مسلمانان شهیدان شول. راپور کاږي چې د قربانیانو له منځه ۱۶ شهیدان او ۲۰۰ ټپيان یواځې هغه کسان دي چې په یوه ښوونځي کې راټول شوي ...

نور ولوله »