د ټیګونو ارشیف : حمدالله دانشمند

له محمد رسول الله (ص) سره محبت (مينه) – لومړی برخه

ليکنه، ژباړنه او ټولونه : م. حمدالله دانشمند دا يو څرګند حقيقت دی، چې  له نبي عليه الصلاة والسلام مبارک سره مينه محبت د ايمان ستره نښه ده . الله (جل جلاله) د هغه مبارک په اړه راته داسي  فرمايلي :« النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ …» ژباړه : نبي (علیه الصلاة والسلام) و مؤمنانو ته د هغوی له ځانونو ...

نور ولوله »

د نبې عليه السلام د لور(زينب رضي الله عنها) هجرت

ژباړه: حمد الله دانشمند  کتاب : «حيات الصحابة» طبراني په «کبير» کې له عائشې (رض) نه نقل فرمايي : کله نبي عليه السلام له مکې مکرمې نه لاړ، نو د ده مبارک لور (زينب رض) هم له «کنانه» – يا د هغه له زوی – سره يوځای له مکې نه د مدينې په لور وخوځېده ، د مکې اوسيدونکو يې د موندلو لټون ...

نور ولوله »

د حسن بصري (رحمه الله) په اړه د علماوو نظرونه

ژباړه او ټولونه : حمـــــدالله دانشمنــــــد (۱) قتاده (رح) يې په اړه ليکي : « له حسن بصري (رح) نه زيات مېړنی هيڅوک نشته » . (۲) هشام بن حسان (رح) فرمايې :« نوموړی د ده د زمانې يو زړور شخص و » . (۳)قتاده (رح) فرمايي : «حسن تر ټولو خلکو په حلالو او حرامو ښه خبر و» . ...

نور ولوله »

د سيد التابعين حسن بصري(رح) ژوند ته لنډه کتنه

ټولونه: حمدالله دانشمند د حسن بصري (رح) د پلار نوم ابوالحسن يسار د زيد بن ثابت (رض) مريی وو، او د مور نوم يې (خيرة) دامّ سلمې (ام المؤمنين رضي الله عنها) مينځه وه چې د ده مبارک پلار(ابوالحسن يسار) ور سره له اعتاق وروسته د عمر (رضي الله عنه) د خلافت په دور کې واده وکړ. حسن بصري (رح) ...

نور ولوله »

په ټولنيزو شبکو کې د نشرياتو ګټه او زيان

حمدالله دانشمند هغه کسان چې د اسلام مقدس (پاک) دين ، او دهغه و اصولوته ځانونه ژمن بولي ؛ په ټولنيزو ، او اجتماعي شبکو کې په دوو (۲) برخو وېشو : لومړۍ برخه – هغه کسان دي چې له رسنيز فعاليت نه يې د اسلامي نواميسو، او ديني ارزښتونو د پېوړتيا هڅې ، د هغوئ له حريم نه دفاع ...

نور ولوله »

الهي ازمويښت / کيسه

ماخذ کتاب “بحر الدموع” لابن الجوزي – رح –  ژباړن : حمدالله دانشمند ———————————– يو لوی شيخ له خپلو مريدانو ، شاګردانو سره د حج د ادا کولو لپاره و مکې مکرمې  ته په سفر وو له څه  سفر کولو وروسته د يو نصراني په دېر(عبادت ځای) ور برابر شول  حال دا چې ګرمي ، اوتندي ډير ځپلي وو، شاګردانو ...

نور ولوله »

ديوې غيرتې مېرمنې ټينګ ايمان او د فرعون سترظلم – لومړۍ برخه

MUSLIM-WOMAN

ليکوال: محمد بن عبد الرحمن العريفي ژباړن : حمد الله دانشمند يوه نېکه ښځه ، او د هغې مېړه د فرعون په کور کي اوسېده مېړه يې د فرعون وزير او نوموړې ښځه دفرعون د لوڼو د ښايست اوسينګار خادمه ، او د هغوی پالونکې وه ، له دې لاري به يې خپل د وړو مارغانو په څېر بچيانو ته ...

نور ولوله »

رښتينې هيښوونکې کيسه

ژباړن: حمدالله دانشمند د الله جل جلاله په رضا کې مرګ غوره دی ، تر ژوند د هغه (ج) په ناخوښۍ کې! يو تجار حکايت کا : يوه شپه په خواږه خوب په خپل کور کې ويده وم … ناڅاپه دروازه يو چا په درز _ درز وټکوله ، که ګورم يوه ځوانه ، د لمر په څېر ښايسته مخې ...

نور ولوله »

د حيا يوه ستره بېلګه: فاطمه _رضي الله عنها _

ژباړه: حمدالله دانشمند د مبارك عليه السلام د زړه ټوټې چې کله د رنځ په بستر قرار لاره نو د بيمار پرسې له پاره ورته (اسما بنت عميس (رض) راغله ! له بيمار پرسې پس مبارکې فاطمې (رض) عنها خپلې اوښلنې سترګې د اسماء (رض) په لور ور واړولې او ورته کړه يې : _ اسما ! زه دا ډېر ...

نور ولوله »