fbpx

د ټیګونو ارشیف : حمدالله دانشمند

کوچی او ودانۍ له پنده ډکه کیسه!

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند) کیسه کا: یوه سړي د یوې سترې بیدیا په مینځ کې خیمه وهلې وه؛ زښت ناداره او بېوزلي و، تر دې چې هغه د مېرمنې او اولاد په ګډون د یوې مړۍ ډوډۍ په موندلو برلاسی نه وو؛ خو له دې ستړي او ناهوسا ژوند سره سره له الله پاک نه، خوښ برېښېده، چاته یې ...

نور ولوله »

د امام الشافعي (رحمه الله) د علمي پوهي او زیرکۍ یوه عجیبه بېلګه

لیکنه: ریم القاصر ژباړه: م. حمد الله (دانشمند) یوه ټولي عالمانو له امام شافعي (رحمه الله) سره کینه درلوده، غوښتل یې چې د وخت د واکمنانو په وړاندې یې قدر او عزت کم کړي، ټول په یوه خوله په دې سلا شول، چې څو پېچلې فقهي مسلې به د هغه و مخ ته هغه مهال یږدي، چې هغه د خلیفه ...

نور ولوله »

د نبي علیه السلام د مبارک جسد د وړلو دسیسې څنګه شنډې شوې؟!

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند) تاریخ لیکي: په حجره مبارکه کې پر نبوي مبارک جسد (تنه) د خلیفګانو (رضوان الله علیهم) په ګډون پنځه ځله د اسلام د دښمنانو له خوا یرغل شوی؛ خو هر ځل یې د الهي مرستي په مټ پلان تر وار مخکې شنډ شوی: – لومړۍ دسیسه: یاده دسیسه د پنځمې هجري پېړۍ په پیل کې ...

نور ولوله »

د شتمن، او نېک سړي؛ له عبرت نه ډکه کیسه!

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند) کیسه کا: په یوه کلي کې تر ټولو یو شتمن سړی و، الله پاک پرېمانه نعمتونه ور کړي و، په کور کې یې زړه مور، – چې د رنځ په بستر پروته وه، ټولې کورنۍ له نظر نه ویستلې وه – پلار، وروڼه، زامن او ښځه در لوده. د کورني ژوند ټولې لارې چارې هم ...

نور ولوله »

د ټولنیزو شبکو د کارونې په اړه خپل زوی ته د يو پوهاند پلار سپارښتنې

ژباړه، ترتیب او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند) – اې زویه! ګوګل، فېسبوک، ټويټر، واټساپ او نورې ټولنیزې شبکې یو ژور او څپان دریاب ته ورته دي؛ د ډېرو وګړو او ښځو اخلاق او خویونه یې له ستونې تېر کړې دي. ډېری د عقل او پوهي څښتنان: زاړه، واړه او ځوانان په کې ښکېل دي؛ خود ډېرو حیاناکو وګړو حیا، ...

نور ولوله »

د یو غازي او جنتي حوري د زړه خواله – رښتینې کیسه

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند) “هشام بن یحیی الکناني” د هغې غزا کیسه کا، کوم چې هغه په خپله په کې شتون لاره او هر څه يې په خپلو سترګو لیدلي، هغه وایي: موږ د روم په لور د غزا له پاره ولاړو، د جګړې قومندانان: “مسلمة بن عبدالملک” او “عبد الله بن الولید” ول. دا هغه غزوه وه، په ...

نور ولوله »

وتلی اتل”یوسف بن تاشفین” د تاریخ په پاڼه کې!

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند) هغه مسلمان اتل پېژنئ، چې اندلس یې له سقوط نه و ژغورل؟ هغه نومیالی پېژنئ، چې د “زلاقة” د جګړې واګې یې په لاس کې وې او د اروپا پاچايان یې و لړزول؟! هوکې؛ هغه اتل “یوسف بن تاشفین” (د مرابطین د دولت تر ټولو ستر پاچا) و. د اندلس اسلامي واکمنانو چې ...

نور ولوله »

یو بل اتل (عبد الله بن حذافة) و پېژنئ!

محمد منصور سرچینه: التاریخ الاسلامي ژباړه: م. حمد الله (دانشمند) د اسلام دوهم خلیفه (عمر رضی الله عنه) یو لښکر له رومیانو سره د جګړې له پاره ولېژه، دهغوی په مینځ کې یو نومیالی اتل “عبد الله بن حذافة بن قیس السهمي – رضی الله عنه هم و. جګړې تر ډېرو دوام وکړ؛ د رومیانو واکمن (قیصر) د مسلمانانو جنګیالو ...

نور ولوله »

د اسلامي تاریخ په اوږدو کې تر ټولو توره ورځ

لیکوال: ﺍﻟﺸﻴﺦ ﻣﺤﻤﺪ ﺳﺎﺋﺪ (ﺑﻜﺪﺍﺵ) ژباړه او ترتیب: م. حمد الله (دانشمند) یاد عصري مورخ او د مدینې (منورې) اوسېدونکی، په خپل کتاب ( ﻓﻀﻞ ﺍﻟﺤﺠﺮ ﺍﻷﺳﻮﺩ ‏) کې د مخکښه مورخینو نه په نقل، په مکه – زادها الله شرفا – د “قرامطة و” یرغل څېړلی؛ لیکي: د ستر اختر (ذو الحجي) اتمه، د دوشنبې ورځ وه؛ “ابو طاهر ...

نور ولوله »

د یوې سعودۍ مېرمنې له عبرت نه ډکه کیسه

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند) کیسه کا: مېړه مې غښتلی، دینداره، اخلاقي او له مور او پلار سره نېکي کوونکی ځوان و، په کال[ ۱۴۱۵هـ] کې مې ور سره واده وشو، د هغه د پلار په کور کې مې ور سره ژوند کاوه، له مور او پلار سره دهغه مینه اخلاص مې زیات خوښېده. د کال په تېرېدو الله پاک ...

نور ولوله »