د ټیګونو ارشیف : حکمتيار

حکمتيار: د ټاکنيز بحران د حل لپاره بايد لنډمهالی حکومت رامنځته شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي ګوند مشر او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې «د سولې او اسلامي عدالت» ټاکنيز ټيم مشر ګلبدين حکمتيار نن په کابل کې د خپلو پلويانو يوې احتجاجي غونډې ته وويل، که ټاکنې دوهم پړاو ته ځي، بايد لنډمهالی حکومت رامنځته شي او نورو شفافو ټاکنو ته زمينه برابره شي. ښاغلي ...

نور ولوله »

حکمتيار: که په ټاکنو کې درغلي وشي، د طالبانو لار به غوره کړو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي ګوند مشر او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند ګلبدين حکمتيار ويلي، که په ټاکنو کې درغلي وشي، پایلې به يې هېڅکله د منلو وړ نه وي او دی به اړ وي، چې د طالبانو لاره غوره کړي. ښاغلي حکمتيار زياته کړې: «ما نظامي سنګر پرېښی، د ټاکنو ډګر ته راغلی ...

نور ولوله »

حکمتيار: لويه جرګه بايد د خپلې پرېکړې واک ولري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې حکومت د روانې لمريزې میاشتې په وروستيو کې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو خبر ورکړ ګلبدين حکمتيار يې په اړه څرګندونې کړي او ويلي يې دي چې لويه جرګه بايد د خپلو پريکړو واک ولري. د حزب اسلامي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه ...

نور ولوله »

حکمتیار: «حکومتي داعش» ډېره خطرناکه ډله ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي د داعش تر نامه لاندې د حکومت ښاخ ډېره خطرناکه ډله ده. هغه پرون په پروان ولایت کې یوې خبرې غونډې ته وویل، د داعش په نامه چې په رسنیو کې څه اورئ، درې ډوله داعش دي؛ عراقي داعشیان، له طالبانو جلا شوي داعشیان او حکومتي داعشیان. ...

نور ولوله »

سياف: حکومت دې د خلکو له جېبه د سولې په نوم «بخششونه» نه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د حراست او ثبات شورا مشر عبد رب الرسول سیاف وايي، حکومت دې د خلکو له جېبه طالبانو ته د سولې په نامه «بخششونه» نه ورکوي. هغه چې پرون د مارشال قسیم فهیم په تلین غونډه کې خبرې کولې د حکمتیار څرګندونو ته په اشارې وویل، چې هیڅ ځای باید د سولې په نوم ...

نور ولوله »

حکومت د حکمتیار طرحه نادیده ګڼلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): حکومت د سولې په اړه د حکمتیار طرحه نادیده نیولې او دا يې د هغه شخصي نظر ګڼلی دی. انجینر ګلبدین حکمتیار تازه له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې که طالبان اساسي قانون ومني نو هغوی ته دې ځينې سیمې د امن په نوم ورکړل شي. د دې ګوند ...

نور ولوله »

حکمتيار: د جګړې په جريان کې سوله نه کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): انجينر ګلبدین حکمتیار وايي، د جګړې په جریان کې سوله نه کېږي، ځکه خو باید یوه سیمه د امن په نامه ونومول شي. هغه له نیویارک ټایمز سره په تازه مرکه کې ویلي، حکومت باید طالبانو ته څو ولایتونه ورکړي چې هلته هیڅ دولتي او بهرنی ځواک پاتې نه شي. حکمتیار چې کابل ته ...

نور ولوله »

حکمتیار: څوک چې چاودنې کوي، د امنیتي ځواکونو موټرو کې راوستل کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): له حکومت سره د یو ځای شوي حزب، مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي، څوک چې چاودنې کوي د امنیتي ځواکونو په تورو ښيښو موټرو کې راوستل کېږي. هغه دا څرګندونې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ له قومي مخورو سره په یوه ناسته کې وکړې. د نوموړي د ګوند له ادرسه په خپره شوې ...

نور ولوله »

وزارت: «شهادت اوونیزه» د ارغنديوال ګوند لپاره ثبت ده، حکمتیار بې قانوني کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي شهادت اوونیزه د عبدالهادي ارغنديوال د ګوند د رسمي خپرونې په نوم ثبت ده، انجینر ګلبدین حکمتیار بې قانوني کوي. د دې وزارت د خپرونو سلاکار جعفر راستین وايي، دوی ته د شهادت اوونیزې په نوم د ارغندیوال له ګوند پرته بله رسنۍ د منلو وړ نه ده. ...

نور ولوله »

د حزب اسلامي دوه ښاخه په یوه نوم دوه اوونیزې خپروي – انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د حزب اسلامي دوه ښاخونه هر یو په یوه نوم پرلپسې اوونيزې خپروي. شهادت؛ چې د تېر جهاد له وخت د حزب اسلامي د ګوند نشراتي اوونیزه وه، کابل ته د انجینر ګلبدین حکمتیار په راتګ له دو ښاخونو دغه اوونیزه خپرېږي. د انجینر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د ...

نور ولوله »