fbpx

د ټیګونو ارشیف : حکومت

غزني؛ حکومت په مالستان کې د پرمختګ دعوه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني په مالستان او جاغوري کې نږدې لس ورځې وړاندې د جګړې د پیل خبر ورکړل شو، چې طالبانو پکې د مالستان ولسوالۍ د سقوط دعوه وکړه. د دې جګړې د رهبري لپاره حکومت د پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي ګمارلی او تازه يې دعوه کړې چې له مالستانه يې طالبان شاته ...

نور ولوله »

هغه حکومت چې د خپلو مړیو د را ټولولو وس نه لري

احمد مختار د تیر اکتوبر په ۳۰ نیټه له فراه څخه هرات ته تلونکې یوه پوځي څرخکه د اناردرې او شینډنډ ولسوالیو ترمنځ ساحه کې را نسکوره کړای شوه . یاده څرخکه د ملي دفاع وزارت مربوط او مجموعا ورکې ۲۵ تنه سورلۍ یې لرلې چې ټول ورکي ووژل شول. نن د یادې څرخکې له نسکوریدو څخه خواوشا ۱۷ ورځې ...

نور ولوله »

د بندیانو خلاصون پر مذاکراتي بهیر ښه اغیز لرلای شي

نن ټکی اسيا سرليکنه تر ملا عبدالغني برادر وروسته صمد ثاني او صلاح الدین هم له بنده آزاد کړای شول. امریکایانو په افغانستان باندې د خپل اشغال په لومړیو کې هغه طالب چارواکي چې په خپلو کورونو کې ناست وو تعقیب او ونیول ، ویې ځورول او د هر یوه په سر یې میلیون ډالري جائزې تعین کړي. نه یواځې ...

نور ولوله »

د مسکو د ناستې پایله، د طالب او حکومت لپاره…!!

موسی فرهاد پرون د روسیې پلازمېنه مسکو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په نوم هغه یوه ورځنۍ غونډه دایره او بیا پای ته ورسیده چې له ډېري مودې راهیسي یې د نړیوالي او کورنۍ میډیا پام ځان ته ور اړولی و. د افغانستان په اړه تر دې وړاندي هم د نړۍ او سیمي په نورو هیوادونو کې ...

نور ولوله »

ځلاند؛ د مسکوغونډې په څېر ناستې باورونه جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹لړم، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ (جمعه، ۱۸د لړم) د روسيې په پلازمېنه مسکو کې، د افغان سولې په تړاو غونډه کې د سیمې د دوولسو هېوادونو، حکومت، امریکا او طالبانو استازو برخه درلوده. په دې غونډه کې د طالبانو موقف، استدلال، د اسلامي او ملي ارزښتونو اړوند کلکه ننګه او د ولس په خوښه د وړاندې شویو ...

نور ولوله »

ډیپلوماټيک ډګر کې د طالبانو پر وړاندې د حکومت بایلونکی موقف

شفيع اعظم افغان سولې اړوند مسکو کنفرانس ته امريکا خپل استازی واستوو، خو افغان حکومت په یاد کنفرانس کې له ګډون نه انکار وکړ او د سولې شورا هم په سمبوليکه بڼه ځيني استازي ور معرفي کړل. دا په داسې حال کې ده چې تېر ځل ياد کنفرانس د حکومت په غوښتنه وځنډول شو خو بيا هم افغان حکومت ونه ...

نور ولوله »

غزني: طالبانو په جاغوري ولسوالۍ له څلورو لوريو بریدونه پيل کړي

نن ټکی اسیا( چهارشنبه،۱۷ لړم، ۱۳۹۷): طالبانو د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ له سهار راهيسې له څلور لوريو بريدونه پيل کړي دي چې لاهم دوام لري او دا ولسوالۍ يې د سقوط له ګواښ سره مخ کړې ده. د غزني د ولایتي شورا غړي وايي چې طالبانو نن سهار وختي له څلورو لوريو د غزني په جاغوري ولسوالۍ بريدونه ...

نور ولوله »

کابل: د پوليسو له لوري په لاريون ډزې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا(چهار شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۷ ل ): د کابل ولايت د بګراميو په ګوسفندرې سيمه کې امنيتي ځواکونو د ولسي خلکو کورونه نړولي او خلکو يې په اړه مظاهره کړې ده چې د پوليسو له لوري پرې ډزې شوي دي چې دوه تنه په کې وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي. لاريون کوونکي د کابل ...

نور ولوله »

د ولس له غمه بي پروا حکومت

نن ټکی اسیا – سرلیکنه د تیرې پنجشنبې په ماخوستن د کابل ښار په دویمې ناحیې د نادرپښتون جادې په خیر خوا مارکیټ کې اورولګیده چې وروسته پنځو نورو مارکیټونو ته هم ورسیده او سوداګرو ته یې په میلینونو ډالره تاوان ورساوه. د پیښې د عیني شاهدانو په وینا چې اور لومړی د خیر خوا مارکیټ په یوه څنډه کې ...

نور ولوله »

حکومت د مسکو ناستې په اړه د سولې شورا څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د روسيې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د طالبانو په ګډون به مسکو کې د افغان سولې ناسته راتلونکې پنجشنبه (سبا، ۱۰لړم) ترسره شي. دوه ورځې وړاندې د سولې شورا غړي دین محمد هم د دې ناستې په اړه څرګندونې وکړې، ويې ویل چې د روانې اوونۍ ...

نور ولوله »