fbpx

د ټیګونو ارشیف : حکومت

سیګار: فساد پر افغان حکومت خلک بې باوره کړي

نن ټکی اسیا (سه شبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار ادارې مشر جان سوپکو وايي، په حکومت کې شته فساد افغانان لا بې باوره کړي دي. سوپکو نن په کابل کې له فساد سره د مبارزې په نوم جوړ شوي کنفرانس کې وویل، د افغان حکومت لپاره فساد تر «ترهګرو» هم ډېر خطرناک دی. هغه ...

نور ولوله »

پرلټونه؛ د امنیت شورا ولسي پروژه!

ولی الله روفي په پښتونخوا کې د پښتون غورځنګ له دوام سره په پلازمېنه کابل کې هم ظاهراً د منظور پښتين په ملاتړ د پرلټ په نامه په خیمو کې د سیلفي اخیستلو یوه لنډه ګرمه دوره تېره شوه، ګډونوالو يې ځانونه پر قوم قربان بلل او په دې ډول يې له پښتين سره د شریکېدو غږ کاوه، د دوی ...

نور ولوله »

يوناما: تېرو دریو میاشتو کې حکومت پلوه ځواکونه د ۱۸ سلنه ملکي تلفاتو مسؤل دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې اداره یوناما وايي، د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې افغان حکومت او د دوی د بهرنیو ملاتړو په بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده. یوناما پخپل راپور کې لیکي، د دولت د مخالفو وسله والو له لوري په ملکي تلفاتو کې ...

نور ولوله »

کندوز؛ د حکومت اصلي څېره!

ولی الله روفي د کابل پروسې په غونډه کې محمد اشرف غني له خپلو اکټونو سره سم، نیم په ملا مخې ته قات شو او ويې ویل چې طالبانو ته دومره تنزل هیچا نه دی کړی، دا خلک دې له موږ سره کېني، خبرې دې وکړي او را دې شي دلته دې کابل کې دفتر خلاص کړي، پر دې نادرو ...

نور ولوله »

اروپايي ټولنه د حکومت د فساد پر ضد کمپاین پیلوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): اروپايي ټولنه غواړي چې په افغان حکومت کې د شته فساد پر ضد کمپاین پیل کړي. په افغانستان کې د دې ټولنې ویاند عبدالله یادګاري وايي، هوډ لري چې د ټاکنو، خصوصي سکتور او پراختيا په برخو کې د حکومت فساد وڅېړي. هغه وايي تېر میلادي کال هم د فساد د مخنيوي په برخه ...

نور ولوله »

روزګان: حکومت چوري ولسوالۍ کې اوبه بندې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۶ل): د روزګان د چوري ولسوالۍ د درویشانو او قلعه راغ سیمو اوسېدونکي وايي عسکرو يې پر زرګونه هکتاره ځمکه د خړوبولو اوبه بندې کړې دي. د سیمې د قومي مخورو په وینا حکومت له دوی نه غواړي چې اربکیان جوړ کړي او د طالبانو پر ضد جګړه وکړي. د دوی په خبره دوی له ...

نور ولوله »

نی: پر دندو د خبریالانو ګمارنه؛ د رسنيو د چوپتیا لپاره کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۶ل): د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره «نی» وايي، د حکومت له لوري د خبریالانو پر دندو ګمارل، د رسنیو د خولې پټولو هڅه ده. د دې ادارې اجراييوي مشر مجیب خلوتګر پخپل کلني راپور کې وویل، چې تېر کال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی هم ۵۱سلنه لوړ شوی دی. خلوتګر له رسنیو سره ...

نور ولوله »

د بریښنا موضوع څرنګه حل کیدای شي؟

ډاکټر پارسا د کابل چارواکو څو اونۍ وړاندې د تخار په ولایت کې هغه ښارګوټی ویجاړ کړ چې د طالبانو تر واک لاندې ساحه کې جوړ شوی و، ورپسې یې د کندز او بغلان په ځینو سیمو کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو باندې بریښنا هم قطع کړه او ټرانسفرمرونه یې د جوړولو په بهانه ترې یووړل. طالبانو د ...

نور ولوله »

مسیر: ټاکنیز کمیسیونونه خپلواکي نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): راتلونکې پارلماني ټاکنې د حکومت پر وړاندې هغه ګام دی، چې اخیستو ته يې زړه نا زړه دي. له کابله خپرېدونکې ورځپاڼه مسیر پخپله تازه ګنه کې «د ولسي جرګې ټاکنې او دوې اندېښنې» تر سرلیک لاندې په یوه مضمون کې ليکي، چې حکومت د ټاکنو لپاره رښتونې اراده نه لري. د ورځپاڼې په ...

نور ولوله »

کندوز: حکومت د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې عام المنفعه پروژې له منځه وړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): کندوز کې د طالبانو تر ساحې لاندې حکومت برېښنايي جریان او تعمیراتي پروژې نه پرېږدي. د کندوز ځايي اوسېدونکي وايي چې سیمه ییز چارواکي په لوی لاس د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې د خلکو کورونو ته برېښنا نه ورکوي او د عام المنفعه پروژو مخه نیسي. د دوی په خبره دا چاره ...

نور ولوله »