د ټیګونو ارشیف : حکومت

میدان وردګ: لاریونوالو د ولایت مقام دروازه قلف کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): په میدان وردګو ولایت کې ګڼو لاریونوالو د ولایت مقام، ښاروالي، د ټاکنو کمیسیون او د ښځو چارو ریاست دروازې تړلې دي. اعتراض کوونکي وايي د دوی لاریون به تر هغو دوام ولري چې تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوې. هغوی غواړي چې په برېښنايي تذکرو کې د ولایت نوم د «وردګ» ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: حکومت د سولې صلاحیت نه لري؛ د امریکا د دریځ هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړي وايي حکومت د سولې لپاره یوازې شعارونه ورکوي او له دې پروسې هم کمپایني ګټه اخلي، ځکه خو د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو هرکلی کوي. د ولسي جرګې غړې شیکبا هاشمي په نننۍ عمومي غونډه کې وویل، موږ د امریکا د دریځ هرکلی کوو، خو افغان حکومت نه ...

نور ولوله »

نېکولسن: امریکایان به د سولې د خبرو ګډونوال وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن د غوڅ ملاتړ له ماموریته په خپره شوې خبرپاڼه کې کاږي، چې امریکا به د سولې د برخې ګډنوال وي. نوموړي تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د سپینې ماڼۍ له امر سره سم، دوی له طالبانو سره مخامخ خبرو ...

نور ولوله »

اقتصاد وزارت: تر ۷ میلیونو ډېر پر کار برابر خلک بې کاره دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د اقتصاد وزارت مسؤلین وايي په هېواد کې د بې کارۍ بحران اوج ته رسېدلی او د پر کار برابرو خلکو نږدې نیمايي بې کاره دي. د دې وزارت وزیر مصطفی مستور نن په یوه خبري ناسته کې وویل، په هېواد کې ۱۵ میلیونه او ۶۰۰ زره تنه پر کار برابر خلک لرو، ...

نور ولوله »

لوګر کې ټول ښوونځي تر نامعلوم وخته رخصت شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوګر د پوهنې ریاست وايي په ټول ولایت کې يې د ستونزو له امله ټول ښوونځي رخصت کړي دي. د دې ریاست ویاند شاپور عرب وايي د ځینو ښوونکو د ډبولو او د څو ښوونځيو له سوځولو وروسته يې د پوهنې وزارت له امر سره سم تر نامعلوم وخته ټول ښوونځي رخصت کړي ...

نور ولوله »

نیوز ویک: هیڅوک روانه جګړه په زور نشي ختمولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نیوز ویک په تازه ګڼه کې په افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا ته په یوه راپور کې کتنه کړې ده. د خپرونې په باور امریکا دغه جګړه داسې ځای ته رسولې ده، چې نه يې ګټلی شي او نه يې بایلل زړه غواړي. راپور زیاتوي له روانې جګړې ښکاري، چې نه امریکا، نه افغان ...

نور ولوله »

سټنولنټبرګ: د ناټو هدف د مذاکرتو له لارې د جګړې ختمول دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ وايي په افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور هدف دا دی چې وکولی شي دا جګړه د مذاکراتو له لارې پای ته ورسوي. هغه د ناټو د سرمشریزې تر پیل وړاندې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی د سولې د هڅو ملاتړي دي او ...

نور ولوله »

د دوستم دفتر: پر لاریونوالو ډزې به حکومت له ورته غبرګون سره مخ کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ارګ د جنبش د یو ځايي ټوپکوال نظام الدین قیصاري په نیولو سره ځانته هغه لانجه پیدا کړه چې د واشنګټن ټایمز په وینا سرخوږی يې ورته پیدا کړی دی. تازه د جنرال عبدالرشید دوستم دفتر ویلي، که حکومت د دوی د پلویانو په لاریونوالو ډزې وکړې دوی به هم ورته ګام پورته کړي. ...

نور ولوله »

فیفا: حکومت له ټاکنو د «ماشومانو لوبه» جوړه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا؛ وايي حکومت له ټاکنو د ماشومانو لوبه جوړه کړې ده. د دې بنسټ اجراییه مشر یوسف رشید د حکومت له لوري د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون له صلاحیته وتونکی یاد کړی دی. یوسف رشید له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي حکومت هڅه کوي ټاکنې سمې ...

نور ولوله »

واشنګټن پوسټ: د قیصاري نیولو حکومت ته سرخوږی جوړ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): واشنګټن پوسټ په تازه ګڼه کې د جنبش او حکومت تر منځ تازه ناندریو ته اشاره کړې او ویلي دي، د دوستم د اربکي قومندان نیولو حکومت ته سرخوږی جوړ کړی دی. نظام الدین قیصاري په فارياب کې د دوستم لوی استازی، د قیصار امنیه قومندان او د ځايي اربکیانو مشر و، چې څو ...

نور ولوله »