د ټیګونو ارشیف : حکومت

واشنګټن پوسټ: د قیصاري نیولو حکومت ته سرخوږی جوړ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): واشنګټن پوسټ په تازه ګڼه کې د جنبش او حکومت تر منځ تازه ناندریو ته اشاره کړې او ویلي دي، د دوستم د اربکي قومندان نیولو حکومت ته سرخوږی جوړ کړی دی. نظام الدین قیصاري په فارياب کې د دوستم لوی استازی، د قیصار امنیه قومندان او د ځايي اربکیانو مشر و، چې څو ...

نور ولوله »

غني: د امن سیمې؛ طرحه یوه فردي طرحه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني وايي د امن سیمې په نامه طرحه حکومتي طرحه نه ده، بلکې یوه فردي طرحه ده. هغه نن په ارګ کې د خبري کنفرانس پر مهال امنیتي ځواکونو ته هم د عملیاتو امر وکړ او ويې ویل چې لس ورځنی اوربند يې نن پای ته ورسيد. ډاکټر غني د امن سیمې ...

نور ولوله »

له دولتي امکاناتو دغسې ګټه اخیستل کېږي – تصویرونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت په نظامي لیکو کې تر دې وړاندې هم له وسایلو د ناسمې ګټې اخیستنې ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي، خو موږ دلته یوازې هغه تصویرونه را ټول کړي، چې دولتي نقلیه وسایط پکې شخصي استعمال شوي دي. خواله رسنیو کې پر دې تصویرونو ګرمو بحثونو پر امنیتي ځواکونو پاتې باور هم ...

نور ولوله »

طالبان: اوربند د کوم بهرني جهت په غوښتنه نه دی شوی

طالبان

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د افغان عسکرو پر وړاندې يې د اختر په دریو ورځو کې اوربند د کوم بهرني جهت په غوښتنه نه دی کړی. ځینو افغان رسنیو د پاکستاني رسنیو په حواله ویلي و، طالبانو دغه اوربند د چین او پاکستان په منځګړيتوب او ضمانت کړی دی. طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: که اوربند په سوله بدل شي؛ نورې جنګي ډلې په اسانۍ له منځه وړل کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): مشرانو جرګه وايي که له طالبانو سره شوی اوربند په دایمي سوله بدل شي، نورې جنګي ډلې ډېر ژر له منځه وړل کېدای شي. د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د طالبانو او حکومت تر منځ د اختر په مناسبت د اوربند هرکلی وکړ او ...

نور ولوله »

ناټو هم له اوربنده د دایمي سولې هیله لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): نن د حکومت له لوري د اوربند لومړۍ ورځ ده چې د اختر تر پنځمې به دوام ولري، ناټو وايي هیله لري چې دا اوربند دایمي سولې ته لاره هواره کړي. د ناټو مشر ینس سټولنټبرګ پرون یوې خبرې ناستې ته وویل، دوی پر دې باور دي چې افغانستان کې روانه جګړه د ...

نور ولوله »

سبا د حکومت اعلان شوی اوربند پیلېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): سبا سه شنبه چې د روژې اوویشتمه او د غبرګولي د میاشتې دوه ویشتمه نېټه ده د افغان حکومت له اړخه اعلان شوی اوربند پیلېږي. څو ورځې وړاندې محمد اشرف غني اعلان وکړ، چې د روژې له اوویشتمې د اختر تر پنځمې به د طالبانو پر ضد جګړه ودروي، چې دا دریځ وروسته د ...

نور ولوله »

مطمئن: که طالبانو ته رسنیزه ازادي ورکړل شي، تفاهم لا ښه کېدلی شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند په تړاو سیاسي شنونکی انجینر نظر محمد مطمئن وايي که طالبانو ته رسنیزه ازادي ورکړل شي، لا ښه پرمختګ کېدلی شي. هغه له خورشید تلویزون سره په خبرو کې وویل، رسنیو او افغان حکومت ته وړاندیز کوم که کومه ستونزه نه لري، طالبانو ته دا اجازه ...

نور ولوله »

د تېر جهاد مشران د اوربند په اړه چوپه خوله دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰غبرګولي، ۱۳۹۶ل): د حکومت او طالبانو تر منځ د اختر په ورځو کې اوربند، هغه توده موضوع ده چې د افغان ولس له لوري يې تود هرکلی وشو. په لوړه سطحه سیاستوالو او ځوانو فعالانو د دواړو لوریو له خوا دا ګام وستایه او هیله يې ښکاره کړه چې لا هم وغځول شي. پخواني ولسمشر حامد ...

نور ولوله »

امرالله صالح: د روان حکومت تر لاس لاندې ټاکنې د باور وړ نه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي دې حکومت باور له لاسه ورکړی او تر لاس لاندې ټاکنې يې هم د باور وړنه دي. هغه پخپله رسمي فیسبوک پاڼه د اجراییه رییس او محمد اشرف غني تر منځ تازه ناندریو ته اشاره کړې او ويلي يې دي، دا حکومت تر هغه وخت یو ...

نور ولوله »