د ټیګونو ارشیف : حکومت

ژوند ته د ګواښ له امله صرافانو اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): په ټول هېواد کې صرافان وايي، چې دولت يې د ژوند خوندیتوب ته پام نه کوي او پرلپسې، صرافان يا يې هم د کورنۍ غړي د تښتوونکو منګولو ته لوېږي، چې له امله يې دوی اعتصاب کړی دی. په کابل کې د صرافانو د ټولنې مشر میر افغان ساپی وايي نن يې په ټول ...

نور ولوله »

تعقیب؛ نور وايي ارګ پر بلخ حمله کړې، دفاع يې پکار ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): بلخ کې حکومت هڅه کوي چې نوی معرفي شوی امنیه قومندان د کومانډو عسکرو په بدرګه تر قومندانۍ ورسوي، خو د امنیه قومندانۍ پولیس يې پر وړاندې ولاړ دي. ځايي سرچینې وايي چې ښار کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي، کومانډو او د پولیسو ځانګړې قطعه هڅه کوي چې نوی قومندان ...

نور ولوله »

بلخ ته د حالاتو د کنټرول لپاره ځانګړي ځواکونه رسېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): بلخ کې د نوي امنیه قومندان د معرفي پر سر د حکومت او د دې ولایت د پخواني واکمن عطامحمد نور تر منځ یو ځل بیا ناندرۍ را پورته شوې، چې ان بشپړ ښار تړل شوی دی. حکومت دې ولایت ته د عبدالرقیب مبارز په نوم یو تن د نوي امنیه قومندان په توګه ...

نور ولوله »

غزني؛ د ملکي تلفاتو غبرګون کې لاریون باندې پولیسو ډزې کړې-انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): غزني کې پولیسو پر هغه لاریونوالو ډزې کړې چې د ملکي وګړو د بمبار په غبرګون کې د ښار لویدېځه دروازه کې را ټول شوي و. نن سهار د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ کې په ګوریانو سیمه کې چې د عاشقوالو او شیر کلا تر منځ پرته ده، د ملکي وګړو یو ...

نور ولوله »

څېړنه: په نظامي لیکو کې اتیا سلنه مېرمنې له جنسي ځور سره مخ دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): د پیک ریپورټز، په نوم رسنۍ د حکومت په نظامي لیکو کې له څېړنې وروسته ویلي، چې دې لیکو کې خورا لوړه کچه جنسي ځورونې موجودې دي. د سرچینې په وینا په نظامي لیکو کې بوختې مېرمنې يې په بدخشان، هرات، کابل او کندوز کې پوښتلې، چې د اردو، پولیسو او بېلابېلو برخو ...

نور ولوله »

د پوهنتونونو استادانو درسي اعتصاب پیل کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د دولتي پوهنتونو د استادانو اتحادیه وايي، چې د ځينو امتیازاتو د سم نه ادا کېدو په غبرګون کې يې درسي اعتصاب پیل کړی دی. د دې اتحاديې له مطبوعاتي ادرسه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټول هېواد کې د دولتي پوهنتونو استادانو درسي اعتصاب د کب میاشتې له ۱۹مې نیټې پیل دی ...

نور ولوله »

ورځپاڼه: حکومت له ولس سره لاس او ګرېوان دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې ویسا، په هېواد کې د وروستیو ملکي تلفاتو په اړوند خپاره کړي مطلب کې ويلي، حکومت له ولس سره لاس او ګرېوان دی. د مطلب د لیکوال په وینا اشرف غني ځان تر علیحضرت احمد شاه بابا رحمه الله هم پورته بولي، خو د هغه د امپراطورۍ تر څلورمې برخې ...

نور ولوله »

کابل برید؛ طالبان وايي دوی دا ډول بریدونه نه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): کابل کې وړمه ورځ د عبدالعلي مزاري د تلین په پلمه جوړه شوې غونډه د برید ښکار شوه، چې حکومت د طالبانو کار وباله. د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: «دا حمله طالبانو تروریستانو کړې ده، دا ډېره واضح ده.» ذبیح الله مجاهد په ...

نور ولوله »

سولې شورا: که حکومت یوازې د سولې هڅې کوي «خطا» دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): د سولې شورا وايي که حکومت او سیاسي څېرې د سولې لپاره هڅې ګډې نه کړي ښايي پر «ناکامۍ» تمامې شي. د سولې شورا مشر کریم خلیلي پرون «جمعه» په کابل کې یوې غونډې ته وویل که حکومت هڅه کوي چې یوازې به پر خپل سر د سولې هڅې پر مخ یوسي «خطا» دی. ...

نور ولوله »

طالبان: تېره میاشت نږدې سلو تنو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): د روان میلادي کال تېره میاشت «فبروري» هم د روانې جګړې له امله د ملکي وګړو لپاره ځپونکې میاشت وه، چې پکې ګڼ عامه تاسیسات تخریب او لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته. طالبان چې د هرې میاشتې په وروستیو کې د «جنګي جنایت» تر سرلیک لاندې د ملکي تلفاتو ارقام او اسناد خپروي، ...

نور ولوله »