د ټیګونو ارشیف : خالد ځدراڼ

د څلورو شهیدانو پلار!

خالد ځدراڼ دا بابا مولوي صاحب محمد واصل نومیږي، د کابل ولایت اوسیدونکی دی، دا هغه هستي ده چې د ګران هېواد په دفاع کې یې دې دنګو څینارونو په څېر لوړې د څلورو بچیانو او یو لمسي ځوانۍ قربان کړي، خلک وایي چې د بچي غم د پلار ملا ماتوي، ما به سوچ کولو چې ددې بابا ملا خو ...

نور ولوله »

دلته په جنګ کې د امریکا ګټه ده.!!

لیکوال: خالد ځدراڼ ځینې کسان وایي چې جنګ کې د امریکا ګټه ده، طالب دې جنګ بس کړي امریکا به خپله پښې سپکې کړي. هو! بلکل دا زه درسره منم، دلته جنګ امریکې د خپلې ګټې په خاطر شروع کړی. یو طرف غواړي چې د خپلو وسلو خریداران زیات کړي او بل طرف کوشش کوي چې د غلامۍ له ژونده ...

نور ولوله »

پر بګرام برید!

خالد ځدراڼ څو ورځې وړاندې د طالبانو د سیاسي ډګر ویاند ښاعلی سهیل شاهین وویل، کله چې زموږ او امریکایانو ترمنځ د سولې لیکلي توافقنامه لاسلیک شي موږ به امریکایانو ته د وتلو لار ورکوو او پر دوی به بریدونه نه کوو، ددې خبرې په کولو سره ټامي ذات خولې خلاصې کړې چې طالبانو د امریکایانو سره اوربند وکړ داخلي ...

نور ولوله »

توره د لالا وهي ډوډۍ د عبدالله!

لیکوال: خالد ځدراڼ د پسرلي د لومړۍ څپې له پیل سره سم طالب قطعاتو په ننګرهار او کنړ کې د داعش ډلې په خلاف پریکنده عملیات پیل کړل، دې بدبختې ډلې ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، سیمې یې ترې تصفیه کړې او ددوی مرکزونه کاملاً له بینه یوړل که څه هم ولس پدي ښه خبر وو ...

نور ولوله »

‏د حـقاني صیب په یاد «لومړۍ خاطره»

خالد ځدراڼ زموږ د زیړوک ولسوالۍ سره نزدې په سپرې ولسوالی د مڼې په کلي کې یو نامتو عالم و، چې د مولوي ګلزار صیب په نوم مشهور و، هغه یوه ورځ قیصه کوله چې زه ډېر کوچنۍ وم او د مولوي جـلال الـدین حـقاني صیب سره مې یو ځای د پاکستان په کورمه ایجینسي کې په یوه مدرسه کې ...

نور ولوله »

د هر افغان کیسه!

خالد ځدراڼ جوهر روژه ماته کړه، مور ته یی مخ ور واړاؤ، ګوري چې مور يې په جاینماز ناسته ده، مخ ته یې د تیرې شپې په څېر یو تصویر نیولی او ژاړي. جوهر ورته وویل: مورې هره روژه ته د ماښام د لمانځه ورسته د بابا تصویر ګورې او ژاړې پریږده! مورې بابا مې هسې هم له دنیا تللی. ...

نور ولوله »

د قومندان عزیز الله کاروان دوهمه خاطره

لیکوال: خالد ځدراڼ په خواږه خوب ویده وم، چې د الوتکو شور را ویښ کړم، ومې ویل یالله! بیا لکه چې د چا په کور چاپه ده! تقریبا ۲۰۰۸ کال و، په هغه وخت کې به چې امريکايي ځواکونه د شپنیو چاپو پر مهال د چا کور ته ورننوتل حتمي به يې د کور یو يا دوه غړي ورته په ...

نور ولوله »

سوله مې د يتیمانو په شونډو خندا راولي

لیکوال: خالد ځدراڼ که موږ په رښتونې ډول سوله وغواړو نو سوله راتلی شي! موږ اول باید د سولې د نه راوستلو لاملونه پیدا کړو: چې ولې نه راځي سوله؟ چرته ده سوله؟ او ولې ورکه ده سوله؟ که قصدا ذهنونه ویده نه کړو، که پخپله خپلې سترګې پټې نه کړو نو ټول هیوادوال پوهېږو، او د لمر په شان ...

نور ولوله »