د ټیګونو ارشیف : خان اباد

کندز: طالبانو خان اباد ولسوالۍ سقوط کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وږی ۱۳۹۸ل): د کندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې له تيرې شپې راهيسې د طالبانو او دولتي عسکرو جګړه روانه ده چې اوس طالبانو دغه ولسوالۍ سقوط کړې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د خان اباد ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او د قومندانۍ اړوند ټولې پوستې يې له دولتي ځواکونو ...

نور ولوله »

کندز: دولتي عسکرو په خپل موټر ۸ ملکیان مړه او ۱۳ نور ټپيان کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۶): نن د دوشنبې په ورځ د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو «همفي» ډوله موټر د ملکیانو د موټر سره وجنګېد چې له امله یې لږ تر لږه ۸ تنه مړه او ۱۳ تنه نور مرګوني ټپيان کړل. پيښه د خان اباد ولسوالۍ په خواجه پشتي سیمه کې نن ...

نور ولوله »

د کندز په بالاحصار توغندي وار شوي- جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): وسله والو طالبانو د کندز ولايت په ډیرو سيمو بريدونه پيل کړي، ورسره همهاله پر بالاحصار د جګړې راپورونه هم ورکول کېږي. د راپورونو له مخې پر بالاحصار د لګېدلو توغنديو په نتيجه کې دغلته ميشتو بهرنيو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبان وايي، د دوی ځواکونو سهار مهال د بالاحصار ...

نور ولوله »

کندز: د خان اباد ولسوالۍ د طالبانو تر برید لاندي ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د کندز ولایت د خان اباد پر ولسوالۍ طالبانو له څلورو اړخونو څخه بریدونه پیل کړي دي او جګړه په شدت سره روانه ده. د خان اباد ولسوال رسنیو ته ویلي چې طالبانو نن د جمعې په ورځ له سهار راهیسي له څلورو اړخونو څخه پر ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي او د ...

نور ولوله »

کندوز: د خان اباد برېښنا بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د ګاوکش په سیند جوړ شوی د اوبو بند يې نن ګټې اخېستنې ته سپارلی دی. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه بند د اروپايي اتحاديې په یو میلیون یورو مرستې په ...

نور ولوله »

طالبانو د کندز امنیه قومندانۍ اداري مرستیال ژوندی نیولی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ اداری مرستیال «وحید الله» ژوندی نیولی او نامعلوم ځای ته انتقال کړی دی. د سپین زر ۸۰۸ زون قومندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې وحیدالله نن سهار د کندز – خان اباد په لویه لار د طالبانو ...

نور ولوله »

کندز: د خان اباد ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۷مه، ۱۳۹۵ ل): تازه راپورونه وايي چې د کندز د خان اباد ولسوالۍ سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لویدلې. د خان اباد ولسوالۍ د کندز ښار ختیځ ته موقعیت لري. د میټرا تلویزون د راپور پر اساس ولسوالۍ دا مهال د طالبانو په واک کې ده. تر اوسه دولتي چارواکو او طالبانو د ...

نور ولوله »

طالبانو د کندوز په ټولو ولسوالیو او ښار بریدونه پیل کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۲۷مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د نویو اعلان شوو عملیاتو په ترڅ کې د کندوز ولایت په ښار، ټولو شپږو ولسوالیو او امنیتي پوستو باندې یوځايي تعرضي عملیات پیل کړي دي. د کندوز والي اسدالله عمرخیل د یوې ویډیو له لارې چې د کندوز ولایت د مقام په فیسبوک پاڼې خپره شوې، د طالبانو د بریدونو پخلی کړی ...

نور ولوله »

کندوز : خان اباد کې ۵ اربکیان وژل سوي ۳ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۴ ل): د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې طالبانو تېره شپه ناوخته د نفوذي کس په وسیله د پوستې پنځه اربکیان وژلي او ۳ یې ټپيان کړي دي، تر برید وروسته طالبانو د پوستې ټول نظامي توکي له ځانه سره وړي دي. د کندوز د خان اباد ولسوالۍ ولسوال حیات الله ...

نور ولوله »

کندوزوال: خان اباد کې د خلکو پر ضد عملیات روان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز د خان اباد اوسېدونکي وايي چې دولتي ځواکونو د طالبانو د ځپلو په موخه د خلکو پر ضد عمليات پیل کړي دي. د دوی په خبره د دې پر ځای چې له طالبانو سره مخامخ جګړه وکړي يا يې هم د هوا له لارې مېشت ځایونه په نښه شي، ولسي خلک ...

نور ولوله »