د ټیګونو ارشیف : خان اباد

چارواکي: کندوز کې د ۴ قومندانانو په شمول ۲۰ اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د اربکیانو په یوې غونډې د طالبانو سرتیري برید ۴ قومندانانو په شمول ۲۰ اربکیان وژلي. د کندوز څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې دغه پېښه نن ماښام مهال د خان اباد ولسوالۍ اړوند په شورا بندر سیمه کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو ...

نور ولوله »

کندوز ولایتي شورا: طالبانو له ۸۰ کليو اربکيان شړلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۶مه، ۱۳۹۴ل): په سرپل کې له پراخو سیمو نه د اربکيانو له تېښتې وروسته، د کندوز ولایتي شورا غړي وايي چې په دې ولایت کې طالبانو پراخې سیمې له اربکيانو نیولې. د کندوز د ولايتي شورا رییس محمد يوسف ایوبي وايي چې طالبانو په خان اباد کې ۸۰ کلي له اربکيانو پاک کړي او ...

نور ولوله »

د کندوز والي له خلکو غوښتي چې کورونه پریږدي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي۱۲مه ۱۳۹۴ل): د کندوز والي محمد عمر صافي د سیمه‌ییز تلویزون د لارې له خلکو غوښتي چې کورونه پریږدي او نورو سیمو ته ولاړ شي. د کندوز څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې عمرصافي بېګا شپه د یوه سیمه‌ییز تلویزون د لارې د خلکو غوښتي چې کډې بار او کلی وطن پریږدي. پر دې سربېره دولتي ...

نور ولوله »

طالبانو د کندوز په جګړو کې نېول شوي ۲۸ اربکیان خوشې کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۱۱مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د هغو ۵۵ اربکیانو له منځه ۲۸ خوشې کړي چې څو ورځې وړاندې یې د کندوز ولایت مرکز ته څېرمه د ګورتېپې په سیمه کې په دوه ورځنۍ جګړو کې نیولي وو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې ۲۸ اربکیان یې د قومي مشرانو په کلکو ضمانتونو ...

نور ولوله »

کندوز: په امام صاحب کې لا هم خونړۍ جګړه روانه ده

Kanduzzzz

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې، ۱، ۱۳۹۳ل): د کندوز چارواکي وايي چې له نږدې پنځو ورځو راهیسې لا هم په امام صاحب ولسوالي کې د طالبانو او عسکرو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده. د کندوز د امام صاحب ولسوالي ولسوال امام الدین قریشي وايي چې تر اوسه پورې پکې دوه د اردو عسکر او دوه اربکیان وژل شوي او ...

نور ولوله »

کندوز: یو سړي خپله مېرمن وژلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل): د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې پرون سهار /شنبه، لیندۍ۱/ یو سړي خپل مېرمن پر ډزو وژلې. دغه پېښه د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ رامنځته شوې. یاد کس د خپلې مېرمنې سربېره خواښې او خسر هم پر ډزو ویشتلي دي. د خان اباد ولسوالۍ ولسوال حیات الله امیري ویلي ...

نور ولوله »

طالبان: کندوز مو لا هم په ولکه کې دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د دولت هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې د کندوز ولایت ګڼ شمېر سیمې یې له طالبانو بېرته نیولي دي. طالبانو په دې وروستیو کې د کندوز ولایت د چهاردرې، خان اباد، دشت ارچي او امام صیب ګڼې سیمې له اربکیانو او دولتي عسکرو ونیولې. د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ...

نور ولوله »