د ټیګونو ارشیف : خلک

روزګان: اربکیانو د خلکو کاروبار ټکنی کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل): د روزګان په مرکز ترین‌کوټ کې د بازار اوسېدونکي شکایت کوي، چې اربکیان يې خپلو کارونو ته نه پرېږدي. ازادي راډیو د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي، چې اربکیانو «خپل‌سرو وسله‌والو» تر اوسه پورې ګڼ جنایات ترسره کړي دي، خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی. د رحیم الله په نوم یو تن ورته ...

نور ولوله »

دریمه نړۍ، یوه بله لویه دسیسه

ژباړه : احسان الله سعد دریمه نړۍ یوه نوې اصطلاح ده چې په ۲۱ پېړۍ کې سیاسي، اقتصادي او اجتماعي لیکنو ته راغلې، دا حقیقي نړۍ نده بلکې یوه ذهني پدیده ده، یوازې د ډېر تکرار په پایله کې یې د خلکو په ذهنونو کې حقیقي بڼه غوره کړې ده، نو بناءً دریمه نړۍ یوازې ذهني نړۍ ده حقیقي شتون ...

نور ولوله »

طالبان: روزګان کې ملکيان نه؛ اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): طالبانو د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د ولس او طالبانو پر وړاندې د اربکیانو جګړه کې د ملکي مرګ‌ژوبلې خبرونه بې اساسه بولي. دغه جګړه کې د څلورو مشهورو قومندانانو او د حکیم شجاعي د مرستیال په ګډون شاوخوا ۳۰ تنه اربکیان وژل شوي دي. د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمیسیون ...

نور ولوله »

غزني: له خلکو سره د بدچلند له امله نهه عسکر نیول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د غزني ښار کې نږدې دوه میاشتې وړاندې له خونړۍ جګړې وروسته، خلکو پرلپسې د امنیتي ځواکونو له بد چلنده شکایتونه پیل کړل. پژواک د غزني د ګڼو اوسېدونکو له خولې وویل، چې ښار ته نه ور پرېښودل کېږي او د تالاشۍ په ځایونو کې باید پولیسو ته ټاکلې پیسې ورکړې. شمشاد تلویزون د ...

نور ولوله »

غزني: خلک د پولیسو له بد چلنده شکایت کوي، والي ډاډ ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وږي، ۱۳۹۷ل): په غزني کې د طالب سرتېرو له خونړۍ حملې وروسته د ښار د څنډو اوسېدونکي د پولیسو له چلنده شکایت کوي. د غزني ښار ته څېرمه د پښتون اباد کلي اوسېدونکی د نوم نه ښودو په شرط وايي، چې پولیس يې د پلټنې په پلمه ځای ځای دروي او څو ځلې يې د ...

نور ولوله »

د غزني والي: خلک په پوره مانا د طالبانو ملاتړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني والي عبدالکریم متین وايي خلک خدمات له دولته غواړي، خو په پوره مانا د طالبانو ملا تړي. هغه نن په غزني کې له مدني فعالانو او د ولایتي شورا له غړو سره په خبرو کې وویل، خلک په بشپړ ډول د طالبانو تر شا ولاړ دي. متین د مثال په ډول وویل: ...

نور ولوله »

کندوز؛ د حکومت اصلي څېره!

ولی الله روفي د کابل پروسې په غونډه کې محمد اشرف غني له خپلو اکټونو سره سم، نیم په ملا مخې ته قات شو او ويې ویل چې طالبانو ته دومره تنزل هیچا نه دی کړی، دا خلک دې له موږ سره کېني، خبرې دې وکړي او را دې شي دلته دې کابل کې دفتر خلاص کړي، پر دې نادرو ...

نور ولوله »

امريکايي ځواکونه: زرګونه افغانان نیمه ورځ له موږ سره جګړه کوي، نیمه ورځ خپل ژوند پر مخ وړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکايي ځواکونو یو ویاند توماس ګرسبک يوې امریکايي رسنۍ ته ويلي، په افغانستان کې زرګونه تنه داسې شته چې نیمه ورځ له موږ سره جګړه کوي او نیمه ورځ خپل وژند پر مخ وړي. توماس ګرسبک ډيلي کالر ته ویلي، د طالبانو د اصلي شمېر په اړه دوی نه پوهېږي، خو د ...

نور ولوله »

د غزني والي: طالبان د خلکو په ملاتړ جګړه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د غزني والي عبدالکریم متین وايي، په هغو سیمو کې چې طالبان مېشت دي او جګړه پر مخ وړي، د ولس ملاتړ ورسره دی. د متین په وینا که خلک له طالبانو سره همکار ونه اوسي، دوی نه شي کولی په زور د دوی په سیمو کې دومره وخت تېر کړي. هغه ...

نور ولوله »

کونړ: غازي اباد کې طالبان د خلکو دعوې فیصله کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کونړ په غازي اباد کې ځايي اوسېدونکي د حکومتي چارواکو د فساد له امله خپلې دعوې پر طالبانو حل کوي. د غازي اباد اوسېدونکو ازادۍ راډيو ته ويلي، د دې ولسوالۍ د قضا او څارنوالۍ مامورین اصلاً غازي اباد ته ورغلي نه دي خو معاشونه اخلي. د کونړ ولایتي چارواکي هم ...

نور ولوله »