د ټیګونو ارشیف : خلک

کندهار: تېرکال کې سلګونه جنايي پېښې ثبت شوې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي چې په تېر لمریز کال کې په کندهار کې ۶۰۰ جنايي پېښې ثبت شوې دي، چې پر ولسي وګړو سربېره دولت ته هم لوی سرخوږی و. د دوی په خبره په دې پېښو کې قتل، جنسي تېري، غلا او نور جرمونه شامل ...

نور ولوله »

«لوګر او غزني کې امنیتي ځواکونه د عملیاتو په نوم خلک لوټي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۶مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر د څرخ او د غزني د اندړو ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د دوی په سیمو کې د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو له لوري د پیل شویو عملیاتو له امله تر ټولو ډېر زیان ولسي وګړو ته رسېږي، چې دولت يې باید مخه ونیسي. د لوګر ولایت د څرخ ولسوالي اوسېدونکي ...

نور ولوله »

کندوز: طالبان لويې لارې جوړوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د کندوز اوسېدونکي وايي چې د دوی په ولایت کې واکمن طالبان له جګړې پرته د رغونې او ټولنیزو کارونو په برخه کې هم فعاله ونډه لري. د دوی په خبره طالبان بې له کوم مالي ملاتړه پخپله بېلچه او کولنګ اخلي او د خپل توان برابر کارونه پر مخ وړي. د عزیز ...

نور ولوله »

پنجشير کې ۷ کورونه تر واورو لاندې شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۳ل): د بدخشان په ګاونډ پنجشير ولایت کې ۷ کورونه تر وارو لاندې شوي دي. د پنجشیر سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په پریانو او مرکز ته څېرمه سیمو ګې په ۷ کورونو کې شاوخوا ۴۴ تنه تر وارو لاندې شوي دي. د دوی په قول تر اوسه يې له لاندې ...

نور ولوله »

هلمند: عسکرو په مالمند بازار کې سلګونه دوکانونه سوځولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): په هلمند کې د دولتي عسکرو له لوري په پیل شويو عملیاتو کې د سنګین ولسوالي د مالمند بازار سلګونه دوکانونه سوځول شوي دي. د سیمې خلک وايي چې د ملي اردو، عامه نظم عسکرو او اربکیانو په ګډه د دې بازار دوه سوه دوکانونه او یو موټر پلورنځی چې لسګونه موټر پکې ...

نور ولوله »

غزني خلک: ژمني عملیات د خلکو د ځورولو پرته بله معنی نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت د اندړو، ګېرو او ګیلان ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د حکومت له لوري ژمني نظامي عملیات د خلکو له ځورولو پرته بله معنی نه لري. د دوی په خبره نږدې لس میاشتې په دې ولسوالیو کې طالبان ښه فعال وي، بریدونه کوي او دولتي مسوولین هم پرې خبر وي، خو ...

نور ولوله »

اربکیانو په فاریاب او پکتیکا کې سلګونه کورونه سوځولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د فاریاب په قیصار او د پکتیکا په یحی خېلو ولسواليو کې مېشتو اربکیانو د سیمې د علماوو او عامو وګړو سلګونه کورونه سوځولي دي. د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي په نهرین سیمه کې د طالبانو له لوري اربکیانو ته د درنو ور اوښتو زیانونو په غبرګون کې هغوی د سیمې د خلکو ...

نور ولوله »

سلګونو خلکو د تخار د فرخار د امنیه قوماندان پر ضد لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي۲۵مه،۱۳۹۳ل): د تخار ولایت سلګونو اوسېدونکو نن په تالقان ښار کې د فرخار ولسوالۍ د امنیه قوماندان پر ضد لاریون وکړ او له دندې د نوموړي قوماندان د لیرې کولو غوښتنه یې وکړه. لاریون کوونکو، چې شمېر یې سلګونو ته رسېده ویل، چې د فرخار ولسوالۍ د ناامنیو لامل او مسؤل خپله امنیه قوماندان دی. د ...

نور ولوله »

لښکرګاه کې خلکو دوه پولیس ووژل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند چارواکي وايي چې په دې ولایت کې عامو وګړو دوه پولیس ځای پر ځای وژلي دي. د هلمند د امنیه قومنداني ویاند عبید افغان وايي چې تېره ورځ مازیګر مهال د هلمند په مرکز لښکرګاه کې خلکو دوه پولیس ووژل او د پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه تنه عام ...

نور ولوله »

د زابل د امنیه قوماندان په خلاف لاریون وشو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د زابل ګڼ شمېر اوسېدونکو چې شمېر یې سلګونو ته رسېده، نن د زابل په مرکز کلات ښار کې د امنیه قوماندان روغ لېوني پر ضد لاریون وکړ او له حکومته یې وغوښتل ، چې نوموړی دې ژر تر ژره له دندې ګوښه کړي. لاریون کوونکو ګواښ وکړ، چې که حکومت د ...

نور ولوله »