د ټیګونو ارشیف : خوست

ګډ حکومت ولي د خوست د ولسي خلګو پر وژنه غبرګون نه ښیي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د جمعې په ورځ یوځل بیا امریکایې پیلوټه الوتکو د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د جنازې مراسم په نښه او ۳۴ ولسي کسان ووژل. په خوست کې د جنازې پر مراسمو باندې د امریکايي بي پلوټه الوتکو وحشیانه برید د سیمي عیني شاهدانو او په ولسي جرګه کې د خوست ولایت د استازيو لخوا ...

نور ولوله »

ولسي جرګې غړی: امریکايي بمبارۍ کې ټول وژل شوي «ملکي خلک» دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی «حیدرجان نعیم زوی» وايي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په بمبارۍ کې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي. نوموړی وايي چې د سیمې خلک د کوچیانو یو قومي مشر جنازې ته راغلي وو چې امریکايي الوتکو پرې بمباري وکړه. ښاغلی نعیم زوی ...

نور ولوله »

یرغلګرو یو ځل بیا ګڼي کورنۍ د غم پر ټغر کښېنولې

میوند سادات د عیني شاهدانو په وینا پرون د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالۍ په بټي سیمه کي د یرغلګرو ځواکونو د ډرون په برید کي زموږ پنځه دیرش تنه ولسي هیوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول،یاده شوې پیښه هغه مهال رامنځته شوه چي په سیمه کي یو قومي مشر وفات شوی ؤ،تر دفن کیدلو وروسته یې خلګ ...

نور ولوله »

خوست: په یوې جنازې امریکايي بمبارۍ ۳۴ ملکیان شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولی ۱۵مه ۱۳۹۴ل): خوست ولایت کې د امریکا بې پېلوټه الوتکې په یوې جنازې بمباري کړې چې له کبله یې ۳۴ ملکي وګړي شهیدان شوي دي. په ختیځ زون کې د سرحدي ځواکونو قومندان عبدالبصير خپلواک د بمبارۍ پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې امریکايي بې پېلوټه الوتکې د جمعې لمانځه وړاندې په یوې ...

نور ولوله »

خوست او بغلان کې چاودنو ولسي وګړو او ملي اردو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د خوست ولايت بازار کې چاودنې اته تنه ټپيان کړي دي. د خوست امنيه قوماندان فيض الله غيرت افغان اسلامي اژانس ته ويلي، چې چاودنه نن له غرمې وړاندې د خوست ښار جامع جومات ته څېرمه د يو ځای پر ځای شوي ماين په واسطه شوې ده. د قوماندان غيرت په وينا ...

نور ولوله »

خوست: د بهرنیانو بې پلوټه الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پلوټه الوتکه را غورځېدلې. د خوست چارواکو ویلي چې دغه الوتکه د یعقوبیو او صبریو په ولسوالۍ کې نن مازیګر مهال په څلورو بجو د عقبی په نامه سیمه کې را غورځېدلې. هغوی زیاته کړې چې الوتکه د تخنیکي عوارضو له ...

نور ولوله »

خوست: چاودنې ۹ کسان ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): خوست کې یوې درنې چاودنې دغه ښار ولړزاوه. د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت ویلي  چې د چاودنې له امله شپږ پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي. دى وايي چې ژوبل کسان روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د هغوى روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل. چاودنه  ببرک ...

نور ولوله »

پاچا خان ځدارن هم ګډ حکومت نامشروع وباله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري۳۱مه ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې پخواني وکیل او د ځدرانو قومي مشر پاچا خان ځدران د یوې غونډې په ترڅ کې ګډ حکومت نا مشروع وباله. دغه غونډه کې چې د پکتیا او خوست یو شمېر قومي مشرانو او وکیلانو په کې برخه اخېستې وه، ګډ حکومت د څوکیو د ویش پر سر تر سختو نېوکو ...

نور ولوله »

غزني او خوست کې دوه چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وري۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د غزني او خوست په مرکزي ښارونو کې دوه چاودنې شوي دي. لومړۍ چاودنه غزني ښار کې پر پوليسو شوې ده. د غزني ولايت وياند شفيق ننګ وايي، چې نن سهار شپږنېمې بجې «قلعه جوز» سيمه کې پوليس د يو ماين په خنثا کولو لګيا وو، چې ماين پرې وچاودېده. د شفيق ننګ په ...

نور ولوله »

خوست: چاودنې شپاړس ولسي وګړي ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): خوست کې يوې چاودنې لږ تر لږه شپاړس ولسي وګړي ټپيان کړل. د خوست ولايت امنيه قوماندان فيض الله غيرت وايي، چې نن له غرمې وړاندې يوولس بجې يوې چاودنې لږ تر لږه شپاړس ولسي وګړي ټپيان کړي دي. فيض الله غيرت وايي، چې چاودنه د خوست ولايت مرکز دواخانو کوڅه کې يو ...

نور ولوله »