د ټیګونو ارشیف : خوست

خوست؛ پر ډېورنډ اغزن سیم د کورنۍ غړي سره بېل کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): د خوست اوسېدونکي وايي پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزني سیم تېرول تر دې ولایته رسېدلي او په ځينو سیمو کې يې ان د يوې کورنۍ غړي سره جلا کړي دي. طلوع‌نیوز د ځايي همکار له خولې وايي، د خوست له مرکز یوازې دېرش کیلومتره لرې، ګربزو ولسوالۍ په بادشاه خان کلی نیم پاکستان ...

نور ولوله »

کندوز او خوست کې عملیاتو ملکي تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ په خلازيي سیمه کې ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې درې ولسي وګړي وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي. ځايي سرچینې وايي بهرنیو او دولتي ځواکونو اته تنه نور له ځان سره وړي او خلکو ته يې درانه مالي تلفات هم اړولي دي. د کندوز ځايي چارواکو ...

نور ولوله »

خوست؛ د نامعلومو وسله والو بريد کې ټپي شوي خبريال ساه ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): په خوست ولايت کې يو سيمه ييز خبريال سلطان محمود خيرخوا چې تيره ورځ د نامعلومو وسله والو په ډزو ټپي شوی و، د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړې ده. سلطان محمود خيرخواه تيره ورځ د خوست ښار اداري کمپلکس ته څېرمه خپل کور ته په لاره و چې د نامعلومو ...

نور ولوله »

خوست: يو شمير ملا امامان د دولتي سرتيرو جنازې نه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۷ل): په خوست ولایت کې تازه د يو وژل شوي سرتيري په جنازه کې د ملا امام نه ګډون بحثونه راپارولي دي او ويل شوي دی چې يو شمير ملا امامان د دولتي چارواکو او سرتيرو جنازې نه کوي. په خوست ولايت کې د يو وژل شوي دولتي سرتيري کورنۍ وروسته له هغه شکايت ...

نور ولوله »

ملي امنیت خوست کې د باروړونکو موټرو ګڼ چلوونکي زنداني کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د خوست ځينې اوسېدونکي وايي ملي امنیت د ګڼو هغو باروړونکو موټرو چلوونکي زنداني کړي، چې پر غلام خان بندر يې بېلابېل توکي را وارېدول. پژواک د خوست د سوداګرو ټولنې د مشر جمال تڼي په حواله وايي، ګڼ موټر ګمرک کې ولاړ دي او چلوونکي يې ملي امنیت زنداني کړي دي. سرچینه زیاتوي ...

نور ولوله »

خوست کې چاودنې ۲۵کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د خوست ولايت په مرکزي ښار کې سپين جومات ته څېرمه د چاودنې له امله ۲۵ تنو مرګ ژوبله اوښتې ده. دا چاودنه چې نن غرمه مهال د ملکي وګړو د ګڼې ګوڼې په سیمه کې هغه مهال وشوه چې خلک په خپلو ورځينو چارو بوخت و چې له امله يې ۲ تنه ...

نور ولوله »

درې ولایتونو کې ۳۸ امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په خوست، فارياب او فراه ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړه کې ۳۸ تنه دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د خوست امنيتي چارواکي وايي چې تيره شپه ددې ولایت په يعقوبيو ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ په جګړه کې ۱۰ دولتي عسکر وژل شوي او درې نور ټپيان ...

نور ولوله »

خوست: ځانګړو ځواکونو پنځه تنه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د خوست ولايت نادر شاه کوټ ولسوالۍ په پلوسۍ سيمه کې ځانګړو ځواکونو څلور تنه ولسي وګړي وژلي دي. د سيمي اوسېدونکي وايي چې تيره شپه د نادر شاه کوټ ولسوالۍ په پلوسۍ سيمه کې د کمپاين ځانګړو عسکرو لومړۍ په دې سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې ووهلې، خلک يې له ...

نور ولوله »

خوست؛ د همایون وسله‌والو څلورو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې د لومړي مرستیال همایون همایون وسله‌والو په خوست ښار کې یو تن ملکي وګړی وژلی او د یو ماشوم په ګډون يې درې نور ټپیان کړي دي. تېر مازیګر مهال د همایون همایون د وسله‌والو د دې اقدام په غبرګون کې لسګونو کسانو لاریون وکړ او د هغه پر ضد یې ...

نور ولوله »

خوست کې د يو کانديد په موټر چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): په خوست ولايت کې د ولسي جرګې د يو نوماند په موټر بمي چاودنه شوې ده چې له امله يې څو تنه کمپاينران ژوبل شوي دي. د نوماند عبدالولي اخلاص د پلويانو په موټر هغه مهال چاودنه وشوه چې کله دوی په ښار کې د نوماند له پاره د اعلاناتو او عکسونو لګولو له ...

نور ولوله »