د ټیګونو ارشیف : خوست

د خوست جلغوزي به جرمني ته ځي – ولسمشر په نمایشي سفر خوستوال نشې تېرایستلی

اکبر یاسیني د ولسمشريزو ټاکنو په لومړيو کې چې دواړو کانديدانو؛ ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله  کمپاينونه کول د کابل له مرکز پرته يې د يو شمېر نورو ولايتونو سفرونه هم وکړل د ولسمشريزو ټاکنو پر وخت هر نوماند کوښښ کاوه چې ، له ولسونو سره ، د فساد د له مينځه وړلو  ښې حکومتوالۍ او يو شمير نورو ...

نور ولوله »

دا څنګه آزادي ده؟

نصیب ځدراڼ نیمه شپه ده، د مني پیل دی، خلک ویده دي، په کورو کې بتۍ مړې دې، هر لور ته خاموشې ده، په فضاء کې د طیارو غګونه دي خو خلک ورسره عادت شوي، په شپه کې د قدمونه غږ خاموشې ماته کړه، شور هم ورسره دی او د قدمونو غږونه یوه کور ته رانږدي شوو، د کور څښتن ...

نور ولوله »

غلام خان بندر؛ له څلورو کلونو وروسته بيا پرانیستل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): غلام خاند بندر چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو یوه بله لاره بلل کېږي، له څلورو کلونو وروسته بیا پرانیستل شوې ده. دغه لاره چې شمالي وزیرستان له خوست سره نښلوي، د پاکستاني چارواکو په قول په ازمایښتي ډول پرانیستل شوې ده. د پښتونخوا د مرستیالۍ ویاند عبدالسلام وزیر بې ...

نور ولوله »

خوست، پکتیا او پکتیکا کې د کمپاین د عسکرو جنګي جنایتونه / انځورونه او تفصیل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د کمپاین ځواکونه هغه ځانګړي عسکر دي چې د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې مېشت دي. د نورو افغان امنیتي ځواکونو په پرتله افغان دولت په دوی هېڅ کنټرول او واک نلري، د دوی قومانده، معاش، وسله، کومک، دریشي او ټول اکمالات مستقیماً د ناټو (ایساف) له طرفه ورکول کیږي. له دغو ...

نور ولوله »

خوست: کمپايني ځواکونه خپلسري عملیات ترسره کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): خوست کې د کمپاین په نامه ځواکونه په سیمه کې پخپل سره عملیات ترسره کوي، چې ځايي چارواکو سره پرې مشوره هم نه کېږي. مسیر ورځپاڼه د خوست د ځايي ادارې په حواله وايي چې دغه ځواکونه د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې خپل عملیات ترسره کوي. د دې ډلې له لوري په ...

نور ولوله »

خوست: د کمپاین عسکرو پر یوه دیني مدرسه چاپه اچولې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): تېره شپه د خوست مرکز اړوند د دروغي کلي کې د کمپاین عسکرو د اشرف العلوم پر مدرسه چاپه اچولې، چې د مدرسې استادان او شاګردان یې وهلي ـ ډبولي او د مدرسې اړوند توکیو ته یې اور اچولی دی. ځايي خلکو ویلي، ګډو ځواکونو د دې مدرسې لس تنه شاګردان له ځانونو ...

نور ولوله »

خوست: د کمپاین د عسکرو پر ضد لاریون دوان دوام لري – انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): همدا شیبه د خوست ولایت نادر شاه کوټ ولسوالۍ د مندوزیو سیمه کې د کمپاين نومي ځواکونو خلاف پراخ لاریون دوام لري. ‎د ځنیخلو مندوزیو او نورو قومونو په ګډون سلګونو لاریون کوونکو د خوست – کابل عمومي لار د موټرو پر مخ تړلې ده. د لاریون ګډونوال د بیګانیو بندیانو د خلاصون تر ...

نور ولوله »

خوست: کمپاین ځواکونو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د کمپاین ځواکونو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي او د یادې کورنۍ دوه غړي یې له ځانونو سره وړي دي. ځايي خلکو رسنیو ته ویلي، تېره شپه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د «ځنیخېلو زېړۍ خولې» په کلي کې د کمپاین ځواکونو په یوه کور چاپه ...

نور ولوله »

خوست کې د نیالګيو کېنولو کمپاين پیل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۶ل): خوست کې د ځينو مدني بنسټونو او د دې ولایت د ښاروالۍ له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی دی. دا کمپاين چې د «زرغون خوست» تر نوم لاندې پیل شوی، د پیلوونکو په وینا درې ورځې به دوام وکړي. «زرغون خوست» کمپاین پرون پیل شوی، چې سبا به پای ته ورسېږي، د ...

نور ولوله »

خوست: د کمپاین ځواکونو لسو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲کب، ۱۳۹۶ل): د خوست ولایت په صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې د کمپاین په نامه عسکرو له تېرو دوو راهیسې عملیات پیل کړي، چې څلور ملکي وګړي یې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي. د یادو ولسوالیو ځايي خلک وايي، د کمپاین عسکرو سره افغان هوايي ځواکونه هم ملګري دي او د لسګونه ملکیانو ...

نور ولوله »