د ټیګونو ارشیف : خوست

خوست کې سږکال ۵۰۰ زره نیالګي کېنول کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د خوست د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې هوا ګرمه ده او د کب د میاشتې مخکې یې د نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل کړې ده. د کرنې رییس سمیع الله نصرت په په خبره، د سږکال لپاره یې ۵۰۰ زره نیالګي په خصوصي او دولتي ...

نور ولوله »

د وزې ځدراڼ ولسونو د شاعر اسدالله د وژنې له امله د خوست ګردیز لویه لار تړلې وه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د پکتیا وزې ځدراڼ ولسوالۍ سلګونه ولسي خلکو د نولس کلن زده کونکي او شاعر اسد الله سپین غر د وژنې له امله چې تیره ورځ د کمپاین عسکرو په ډیره بیرحمۍ سره د لکې تیږې سیمې کې وژلی وو لاریون وکړ. د یادې ولسوالۍ سلګونه ولسي وګړو د خوست ګردیز ...

نور ولوله »

پکتیا کې د کمپاین عسکر د مدرسې یو ۱۹ کلن زده کونکی وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): تیره ورځ د پکتیا ولایت په ګردې څیړۍ ولسوالۍ لکه تیګه سیمه کې د مدرسې یو زده کونکی وژلی. اسد الله د خوست د یوې مدرسې د وړې دورې طالب و. پلار یې مولوي محمد انور نومیږي چې په اصل کې د لوګر ولایت د سپیست د کلی دی خو کورنۍ یې له ...

نور ولوله »

معنوي: ښاغلی حکمتیار اروايي ناروغ دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي وايي، ښاغلی ګلبدین حکمتیار اروايي ناروغ دی. نوموړي چې په پنجشیر کې یوې ناستې ته د «ورورولي اوونۍ» په مناسبت خبرې کولې، په خوست کې يې د ګلبدین حکمتیار خبرې وغندلې. حکمتیار په خوست کې د لويې پکتیا پر اوسېدونکو غږ وکړ، ...

نور ولوله »

خوست: د حکمتیار غونډې ته نږدې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار غونډې ته نږدې چاودنه شوې؛ خو مرګ ژوبله نه لري. د خوست د امنیه قومندانۍ سرپرست سمونوال عبدالحنان ځدراڼ رسنیو ته ویلي، چې چاودنه د څرمونو په یو دوکان کې شوې؛ خو چاته په کې د سر زیان نه دی ...

نور ولوله »

د خوست ولایتي شورا ولي خپل دفتر وتاړه؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د خوست ولایتي شورا خپل دفتر دروازې وروسته تر هغه وتړلې کله چې ددغه ولایت پر امنیه قومندان د اداري فساد تور ولګېد او دنده یې وځنډول شوه. د ولایتي شورا غړو د مل پاسوال فیض الله غیرت دنده ځنډول او پر هغه باندې د ادارې فساد تور پورې کېدل بې بنسټه ...

نور ولوله »

خوست: ملکي هوايي ډګر پرانیستل شو / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۶ل): خوست کې ملکي هوايي ډګر ته لومړۍ الوتنه ترسره شو، چې د دې هوايي ډګر د کیفیت په اړه يې هم ناندرۍ را وپارولې. په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي وايي د تېر حکومت هغه چارواکي دې وپوښتل شي، چې د دې میدان په جوړولو کې يې فساد کړی ...

نور ولوله »

خوست: د امنیه قومندانۍ یو افسر نامعلومه وسله والو وژلی

نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): د خوست د امنیې قومندانۍ د شخړو د هواري څانګې یو افسر نن نامعلومه وسله والو وژلی دی. د خوست امنیه قومندان جنرال فیض الله غیرت وايي، نن له غرمې مخکې د امنیه قومندانۍ افسر محمد هارون د خوست په ښار کې نامعلومه وسله والو وژلی او بریدګر له سیمې په ...

نور ولوله »

خوستیانو د امریکايي ځواکونو څخه غوښتي چې تړلې لاره یې پر مخ خلاصه کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۷مه ۱۳۹۶ل): نن د شنبې په ورځ په خوست ولایت کې د ولایتي شورا غړو او یو شمېر مدني فعالانو په یوه رسنیز کانفرانس کې د امریکایانو څخه وغوښتل چې ددوی له نظامي اډې سره تېر شوی سړک د ولس پر مخ خلاص کړي. دغه سړک دوه میاشتې تر مخه هغه مهال وتړل شو کله ...

نور ولوله »

طالبان وايي د خوست په چاودنه کې ۲۲ ضربتي عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د خوست ولایت په مرکز کې پر یوې امنیتې قطعې چاودنه وشوه چې له امله یې درنه مرګ ژوبله را منځته شوه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښې د مسؤولیت تر منلو وروسته ویلي چې په دغه چاودنه کې ۲۲ تنه ضربتي عسکر ووژل شول ...

نور ولوله »