fbpx

د ټیګونو ارشیف : خوږیاڼي

ننګرهار: خوږیاڼو کې د چاودنې له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲تلې، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یوې بمي چاودنې له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ د کږې بازار کې نن شاوخوا یوه بجه د ولسي تړون په نامه د یوه ګوند په دفتر کې د ځای په ځای شویو چاودیدونکو ...

نور ولوله »

ننګرهار: امریکایانو د داعش پر ضد جنګېدونکي طالب سرتېري بمبار کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱تلې، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په خوږياڼو کې د داعش پر ضد بوخت طالب سرتېري امریکايي بې‌‌پیلوټه الوتکو بمبار کړي دي. طالبان وايي د څو ورځو پرلپسې بمبار له امله يې شل تنه ملګري له لاسه ورکړي. د طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې سرتېرو يې له داعشي وسله‌والو د وزیروتنګي ګڼې سیمې پاکې کړې ...

نور ولوله »

ننګرهار: امریکایانو شیرزادو کې ۱۰ تنه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وږي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په شيرزادو کې امریکايي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژلي. د شیرزادو د پیټلاو سیمې اوسېدونکي وايي چې امریکایانو تېره شپه پر کورونو چاپه ووهله، چې په پایله کې يې ۱۰ تنه ووژل شول. د ننګرهار ځايي چارواکو په یاده سیمه کې د «عملیاتو» پخلی کړی خو د ...

نور ولوله »

د خوږیاڼو په مملې کې تر چاپې وروسته / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۷ل): تېره شپه دولتي او امریکايي ځواکونو د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې په بازار کې چاپه واچول چې له امله یې د ملکي تلفاتو تر څنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي. د عیني شاهدانو په وینا ۶ تنه ملکيان وژل شوي، ۴ ټپيان دي. په ورته وخت کې د تیلو پمپ، ...

نور ولوله »

ننګرهار: په چاپه کې ۱۰ تنه ملکیانو ته د مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۷ل): تېره شپه ناوخته د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې په سیمه کې ګډو ځواکونو پر یوه سیمه ییز بازار چاپه واچول. د راپورونو سره سم په دغه چاپه کې د تیلو یو پمپ وسوځول شو، یو مسجد، په یوه پارکنګ کې ولاړ ۲۲ عرادې موټر او شاوخوا دوکانونه وسوځول شول. تر چاپې ...

نور ولوله »

ننګرهار: په خوږیاڼیو کې لسګونه کلي له داعشیانو پاک شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په خوږیاڼیو کې د داعشیانو پر ضد پیل شويو عملیاتو کې ۵۲کلي له داعشیانو پاک شوي او لسګونه وسله وال یې وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، د خوږیاڼیو ولسوالۍ د وزیرو، پیره‌خېلو، تنګي، عمر کلی، معلم خېل، سپین راغه، مشرانو ...

نور ولوله »

ننګرهار: ګډو ځواکونو یوه مدرسه ویجاړه کړې، دوه زده کوونکي یې وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې تېره شپه «د میدان ځانګړې قطعې» د خوږیاڼیو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې عملیات کړي، چې څلور طالبان یې وژلي او ۷ تنه شکمن کسان یې د څېړنو او پوښتنو په موخه له ځانونو سره وړي دي. د ننګرهار د ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، په ...

نور ولوله »

ننګرهار: خوږیاڼیو کې د داعش ۹ وسله وال وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې په خوږیاڼیو کې د پیل شویو عملیاتو په لړ کې یې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۹ داعشیان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي. د چارواکو په خبره، د داعش له منګولو یې د سرما، ندافانو، ډاګو، مرزاخېل او رهبر کلي پاک کړي او ګڼ شمېر ...

نور ولوله »

ننګرهار: د خوږیاڼیو د اربکیانو قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):  د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ د اربکیانو قومندان حبیب الرحمن وژل شوی دی. ځايي چارواکي وايي، نن غرمه مهال د قومندان حبیب الرحمن په موټر کې ماین ځای پرځای شوی و او د خوږیاڼیو ولسوالۍ مرکز کږې ښار کې یې چاودنه کړې ده. د دوی په خبره، په چاودنه کې پنځه نور ...

نور ولوله »

ننګرهار: د خوږیاڼیو جګړه تر شېرزادو ولسوالۍ ورسېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه لیندۍ ۵مه ۱۳۹۶ل): د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښتې تراوسه روانې دي، چې د دغو نښتو له وېرې د سیمې سلګونه کورنۍ د ننګرهار نورو سیمو ته کډه شوي دي. له تېرې ورځې راهیسې د خوږیاڼیو د څنګ لوري شېرزادو ولسوالۍ ۲۰۰کورنۍ د همدغو نښتو له امله کډه کولو ته ...

نور ولوله »