د ټیګونو ارشیف : دادمحمد ناوک

اوربند؛ د ازمايښت موده!

دادمحمد ناوک د حکومت له خوا د روژې له اوویشتمې د اختر تر پنځمې او د طالبانو له لوري د اختر په دریو ورځو کې مؤقت اوربند، سره له دې چې د ټوپک د شپېلیو د سړېدو او د بمبار او چاودنو له کرېږو د غوږونو د ارامېدو فرصت دی، په خواله رسنیو کې د فعالانو د اخلاقو ازمايښت هم ...

نور ولوله »

شپاړلس کاله وړاندې!

دادمحمد ناوک د مني مازیګر و، وړې الوتکې چې ډېرې به لوړې وې، خو ډېر توند غږ يې و، په اسمان کې ګردې تاوېدې، موږ خبر شوي و، چې کافرانو جنګ شروع کړی، خو د جنګ زور مو نه و لیدلی، مګر دا مازیګر له نورو بدل و، موږ مردکۍ کولې، چې د تیارو د پرلپسې غروهار منځ کې زورور ...

نور ولوله »

کرزی او تناقضات!

دادمحمد ناوک حامد کرزی په وینا کې مهارت لري، دی پر دې ډېر ښه قادر دی چې څنګه ان ترخه خبره په خوږو لفظونو کې تر مقابل لوري ورسوي، د واکمنۍ پر وخت يې د تمثیل غښتلی رول اداکاوه، لیده به مو، چې د ولسي مرګ ـ ژوبلې په وخت به يې فاتحو کې ډېره مظلومه څېره نیولې وه، په ...

نور ولوله »

د مسلمان مکالمې: يونس تنوير

 یونس تنویر دا لیکنه مې د مسلمان ناول د مخکتنې غونډې ته لیکلې وه. ما ویل تاسې به یې هم ولولئ. د داد محمد ناوک د مسلمان ناول، دغه دوه مکالمې چې د بېلا بېلو پراګرافونو دي. په دې ډول دي: (لومړی مکالمه د ملا د خولې څخه شوې ده ) دغه یوه بلا خو راسره شته. او دوهمه مکالمه ...

نور ولوله »

ښځه دې ښځه شي!

دادمحمد ناوک یو وخت کې افريقايانو ښځې له ځناورو سره یو ډول ګڼلې او د دې لپاره چې خپلې دغې مفکورې ته يې عملي جامې اغوستې وي، دوی له له ځناورو سره یو ځای د ځمکې قلبه کولو ته اړ ویستلې، چينایانو به پخوا غلامان او ښځينه خدمتګارانې د یو چارواکي له مړي سره ځکه ژوندۍ خښولې چې په قبر ...

نور ولوله »

زرو؛ د یو ژوند کیسه!

دادمحمد ناوک هنري ادبیات سړي ته په خوند کې نغښتي ور زده کوي چې له پېښو سره څنګه وچلېږي، له ژونده څنګه خوند واخلي، مخکې له دې چې پېښه وشي د بل له تجربې څنګه ورته تیار واوسي، دا او د ژوند نورې ډېرې مهمې پوښتنې سړي ته ور ځوابولی شي، خو دا خبرې د ټولو هنري اثارو په اړه ...

نور ولوله »

اسلام دغسې دين دی!

دادمحمد ناوک ته دې په کور کې د کورنۍ مشر يې، د کوم کار لپاره بازار ته لاړې او کور دې یوازې پرېښود، مېرمن دې د کومې ګاونډۍ کره پوښتنې ته لاړه او ماشومان دې په کلي ساعت تېري کوي. يو چا همدا موقعه وګڼله، منډه يې کړه د کور پر دېوال مو واوښت ده په ته په نظر یوازې ...

نور ولوله »

سرښکته صلیب!

دادمحمد ناوک دلته لا ژوندی یم، سا روانه ده دلته دې بېړۍ ډوبه شیطانه ده دلته کعبه دنګه ده، لا ځوانه ده دلته د صلیب ګوزاره ګرانه ده «»«»«» د لته د عمر د پښو پل ژوندی دلته مو د سپينې پګړۍ ول ژوندی دلته د دوښمن د مرګ اجل ژوندی دلته د تکبیر نغمه چالانه ده «»«»«» زه د ...

نور ولوله »

لس زرينې کرښې

ژباړه: دادمحمد ناوک د شهید امام حسن البنا رحمه الله د تلين پر مناسبت! هغه رحمه الله فرمايي: ۱ـ کله مو چې اذان واوريد، که په هرحال کې وئ پورته شئ او د جومات د جمعې لپاره لاړ شئ! ۲ـ قرآن ولولئ او د ایاتونو د مانا په درک کې يې دقیق اوسئ، یا غوږ ورته ونیسئ! د خدای له ...

نور ولوله »

غزل – دادمحمد ناوک

غزل

هم د خندا شرنګا ترې پټه، هم سلګۍ کيسې دي د دېوالو شاته عجیبه لېونۍ کیسې دي د زړه غوښتنې د توهين له دېوه پټې ساتي ځکه يې شعر کې د هغې يوې نجلۍ کیسې دي د عشق بقا په تقدس کې تر دې حد نغښتې اجساد يې خاورې خو لاپاتې يې ژوندۍ کيسې دي چې درد شريک وي روایات ...

نور ولوله »