fbpx

د ټیګونو ارشیف : دادمحمد ناوک

جاء الحق….

لیکوال: دادمحمد ناوک اللهم صلی علی محمد، النبي الامي وعلی آله وصحبه وسلم په ټول کور د کفارو اشرباڼي را تاو و، دوی ژمنه کړې وه، چې نن به خپل هدف ته رسېږي او ټوله مکه به ترې خلاصوي، دوی له هرې قبیلې راټول و، چې بیا يې کورنۍ او قبيله ورسره د دوښمنۍ وس ونه لري، په نیمه شپه ...

نور ولوله »

څوارلس کاله شاتګ، څنګه جبرانېدای شي؟

دادمحمد ناوک / د چا چې له مادياتو ور ها خوا معنویات هم ځینې ارزښتونه وي بیا يې ښايي ځينې ظاهري پړقونه سترګې ونه برېښوي او د مادياتو په ډېر بیروبار کې هم خپلو ارزښتونو ته ځير وي او د ارزښتونو په بدل کې ځينې ظاهري هوساينې قبلول د ويښ ضمیر کار نه دی. له ننه پوره څوارلس کاله وړاندې ...

نور ولوله »

پردۍ کيسې

دادمحمد ناوک پرون د ایمل پسرلي صاحب د کیسو د ټولګې « تللې نجلۍ » مخکتنه او له نوموړي سره خواله وه، ناسته د ملي راډیو تلویزون په تالار کې برابره شوې وه، له پسرلي صاحب نه د کیسو او ژوند په اړه بوښتنې وشوې او غونډه په خوند پای ته ورسېده، خو د ناستې په اوږدو کې د پسرلي ...

نور ولوله »

کور فوټو – دادمحمد ناوک

زه د فیسبوک کور فوټو بدلوم زه مې د ووړ عمر تصویر بدلوم نور مې د زوی تصویر د پروفایل تر تصویر اخوا ته نه لګوم ځکه له زوی سره مې یوازې زما اړیکه هغه ام فردي اړیکه د زوی ولۍ او د پلارتوب اړیکه دا بدلوم کور فوټو کې يې نور نه پرېږدمه اوس مې د خپل فیسبوک د ...

نور ولوله »

وجدان څنګه وژل کېږي؟

دادمحمد ناوک په ګوګل کې مې د خپلواکۍ د ورځې په پلمه څه شی پلټل، بس لکه عبرت چې راکول کېده د خپلواکۍ په پرتله د غلامۍ څو تصویرونه مې مخې ته راغلل، سپین ږېری افغان امریکایانو پړمخې کړی په ملا يې ورناست دي او لاسونه يې تر شا ورتړي، د ښځې چادرې يې يې ورپورته کړې وړه نجلۍ ورسره ...

نور ولوله »

غواړې لیکوال شې؟

ژباړه: دادمحمد ناوک زړه مو دی چې یو څه ولیکئ؟ په ښار کې د لیکوالي لپاره ډېر کورسونه جوړ شوي، خو ستاسې زړه نه ورته کېږي؟ تاسې هم داسې وایاست چې لیکوالي دې کوروسو ته په ورتګ نه زده کېږي؟ ښه، درسره منم یې؛ نورې لارې هم شته، چې همدا اوس يې را پیل کړئ: ۱- ولیکئ! د لیکلو پیل ...

نور ولوله »

کابل په روژه کې ـ موټرواني

دادمحمد ناوک چاغ سړی و، پاړسي يې ویله خو په پښتو کې يې هم ګوزاره کوله، چې بريک يې راته ونیول، تر شا يې یو لنډکروزر موټر په پوره زور ورپسې ودريد، وښورېده، زه له چاغ موټروان سره سپور شوم، د لنډکروزر والا ورسره په څنګ شو تر شیشه يی سر ورته را ویوست: ـ تو موټروان استی؟ ده ورته ...

نور ولوله »

« د سرور کاينات ژوند » سړی بدلوي!

دادمحمد ناوک په پښتو عالمانو کې ډېر کم يې لیکل کوي، هغه هم په دې وروستیو کې له لیکلو سره عادت شوي دي، زه مې خپل ماما ته ډېر وایم، چې مولوي صاحب که ته وفات شوې نو ستا علم به هم درسره ښخ کړو. که غواړئ چې علم مو له تاسې وروسته هم پاتې شي هغه د ځواني له ...

نور ولوله »

کابل په روژه کې ـ روژه ماتی

دادمحمد ناوک د کابل په غرونو د لمر وروستي څرکونه لګېږي، چې له جومات سره کوم موټر بریک ونیسي، ژر- ژر تيار شوي خواړه جومات ته ننویستل شي، نه د روژه دارانو پوښتنه کېږي نه يې په شمېر پسې ګرځي خو چې څومره د دوی له وسه کېږي هغومره شمېر تيار شوي خواړه په کاغذونو کې بند د جومات په ...

نور ولوله »

کابل په روژه کې ـ تراويح

دادمحمد ناوک د ماخستن له لمانځه وروسته فضا د قرآن تلاوت پر سر سره واخلي، که لږ لوړې ته وخېژې، د ماخستن په زړه کې ملکوتي غږونو ته غوږ ونیسي او په ښار کې سترګې وټومبې داسې فکر به کوې لکه له هر روښانه ګروپ چې د قرآن تلاوت اورې! په کابل کې د تروایحو لمونځ مې اول وار په ...

نور ولوله »