د ټیګونو ارشیف : داعش

نبیل: داعش پروژه، ځينو چارواکو ډېره لویه معرفي کوله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵کب، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ويلي، داعش جګړه مار د پاکستان پروژه ده او ځينو افغان چارواکو يې د لویولو هڅې کړې دي. هغه له شمشاد تلویزون سره خبرو کې د کوم چارواکي نوم نه دی په ډاګه کړی، خو په وینا يې د هغو چارواکو هڅې بې پایلې شوې او ...

نور ولوله »

د داعش په اړه د جنرال جوزیف اندیښنه څومره پر ځای ده!؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزیف ویلي چې داعش ډله لاهم د امریکا لپاره یو لوی ګواښ دی او کولای شي له افغانستان څخه پر امریکا برید وکړي. د جنرال جوزیف په شمول امریکايي چارواکو په تیرو ۱۸ کلونو کې تل په افغانستان کې د خپل پوځي شتون لپار داسې نامعقول توجیهات وړاندې ...

نور ولوله »

د داعش په اړه د امريکايي جنرال څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو د داعش په اړه په افغانستان کې د امريکا د مرکزي قومندانۍ مشر څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه يې پروپاګند او تبليغات بللي دی. په افغانستان کې د امريکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزيف ووټل چې په افغانستان کې يې دنده پای ته ورسېده تيره ورځ کابل کې رسنيو ته وويل ...

نور ولوله »

طالبانو سره تفاهم د سپټمبر یوولسمې د پېښو مخنیوی کوي

برهان عثمان – د کړکېچ نړیواله ډله سرچینه: نیویارک ټایمز ژباړه: ذاکر جلالي متحده ایالتونه او طالبان له هغې وروسته د تېرې جنورۍ په وروستیو کې د سولې په خبرو اترو کې پاموړ پرمختګونه وکړل، چې دواړه لوري داسې یوه ابتدايي تفاهم ته ورسېدل چې امریکايي ځواکونه به له افغانستانه وځي او په بدل کې به یې طالبان ژمنه کوي ...

نور ولوله »

ننګرهار؛ د داعش مرستې ته دنګېدلي کمانډویان طالبانو ځپلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي ننګرهار کې يې هغه ځواکونه ځپلي چې د دوی د سرتېرو پر وړاندې د داعش په مرسته ور خوځېدلي و. طالبان وايي د خوږياڼو ولسوالۍ په زاوه سیمه کې يې هغه کمانډو عسکر پر چاودنو الوزولي چې د داعش مرستې ته ورغلي و. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په دې «تکتیکي ...

نور ولوله »

امریکايي او دولتي ځواکونو د طالبانو له زندانه داعشي بندیان خوشې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د امریکايي ځواکونو او افغان حکومت په ګډو پوځي منډوترړو لسګونه داعشي جګړه ماران د طالبانو له زندانه ازاد شول. تېره شپه امریکايي ځواکونو او د افغان حکومت عسکرو د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ په پنج بز سیمه کې د طالبانو په هغه زندان چاپه ووهله چې د داعش جګړه مارو بندیان ...

نور ولوله »

ننګرهار؛ د داعش مرستې ته دنګېدلي ځواکونه طالبانو ځپلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د ننګرهار د خوږیاڼو په کمه زاوه سیمه کې د طالبانو او داعش جګړه مارو ترمنځ جګړه ګرمه شوه، چې مرستې ته يې امریکایي ځواکونه د دولتي کمانډو عسکرو په ملتیا ور ورسېدل. د سیمې اوسېدونکي وايي، بهرنيو او دولتي عسکرو هغه طالب سرتېري په نښه کړل، چې له داعشیانو سره پر ...

نور ولوله »

ننګرهار: داعش ډلې دوه ورونه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې داعش وسله والو دوه ورونه په ډزو وژلي دي. دا پيښه تېره ورځ ناوخته د چپرهار ولسوالۍ په تره کو سيمه کې رامنځته شوه او د سيمې اوسېدونکي وايي چې د عبدالوهاب او عبدالقيوم په نامه دوه ورونه چې خټګران او مزدور کار وو د داعش ...

نور ولوله »

ننګرهار: چپرهار له پاره د داعش ولسوال وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ له پاره د داعش وسله والې ډلې ولسوال په هوايي بريد کې وژل شوی دی. د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په چکاو سيمه کې د داعش له لوري ددې ولسوالۍ ولسوال محمد سفير چې په رياض الله مشهور و د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ...

نور ولوله »

ننګرهار: په بيلابيلو پيښو کې د يو ډاکټر په ګډون نهه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت د چپرهار د دولت زو او د هسکې مينې په ترخو اوبو سيمو کې په بيلابيلو پيښو کې د يو ډاکټر په ګډون نهه تنه وژل شوي دي. د چپرهار ولسوالۍ يو تن قومي مشر محکم خان رسنيو ته ویلي دي چې تير ماښام ناوخته ددې ولسوالۍ په ګلدرې سيمه کې ...

نور ولوله »