د ټیګونو ارشیف : داعش

د طاهر داوړ جنازه خاورو ته وسپارل شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵لړم، ۱۳۹۷ل): له اسلام اباد څخه ننګرهار ته تښتول شوی د پاکستاني پوليسو افسر او د پښتون ژغورنۍ غورځنګ ملاتړی چې په ننګرهار کې ووژل شو تيره ورځ يې مړی په تورخم کې کورنۍ ته وسپارل شو. د نوموړي جسد له هغې وروسته پيښور ته يوړل شو او هلته يې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور ...

نور ولوله »

کابل: د داعش ډلې درې غړي نيول شوي

نن ټکی اسيا ‍(چهارشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۷): د افغانستان ملي امنيت اداره وايي چې په کابل ښار کې يې د داعش وسله والې ډلې درې تنه غړي نيولي دي. د ملي امنيت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د داعش دا درې تنه غړي د نورو هيوادونو دي چې افغانستان ته راغلي وو او د ملي ...

نور ولوله »

اسلام اباد څخه تښتول شوی د پوليسو افسر ننګرهار کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د اسلام اباد د پوليسو يو افسر او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی محمد طاهر داوړ په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی. محمد طاهر داوړ د اکتوبر په اووه ويشتمه نېټه د پاکستان له پلازمينې اسلام اباد څخه تښتول شوی و چې نن يې جسد په تورخم کې پاکستاني چارواکو ته سپارل ...

نور ولوله »

ننګرهار: د داعش مشهور قومندان په هوايي بريد کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت په هسکه مينه ولسوالۍ کې يې د داعش وسله والې ډلې يو تن مشهور قومندان وژلی دی. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې ددې ولایت د هسکې مينې ولسوالۍ په انګور سيمه کې يې په يوه هوايي بريد کې د عبدالخالق په ...

نور ولوله »

ننګرهار: د داعش خلاف پاڅون کوونکو او عسکرو هوايي بريد مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې په خلاف په ولسي پاڅون کوونکو چې د حکومت ملاتړ هم ورسره و بريد شوی دی چې له امله يې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دوه ورځې وړاندې د نازيانو په ولسوالۍ کې نږدې ۵۰۰ تنو ولسي وګړي له خپلو وسلو او تجهيزاتو ...

نور ولوله »

ننګرهار: ولسي خلکو د داعش خلاف پاڅون کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې سلګونه ولسي خلکو د داعش تروريستي ډلې په خلاف وسله وال پاڅون کړی دی. د نازیانو ولسوالۍ شاوخوا ۵۰۰ کسان په دې موخه راټول شوي او جنګي ليکې منظمې کړې وې چې له دې وروسته به د نازيانو ولسوالۍ او نورو سيمو کې د داعش خلاف جګړه ...

نور ولوله »

داعش د یوې معاملې په ترڅ کې اوه امریکایی بندیان خوشي کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ لړم ۱۳۹۷): داعش ډلي په سوریه کې د امریکایانو سره تر معاملې وروسته ۷ تنه امریکایی سرتیري له خپله بنده خوشي کړي دي. د ترکیې رسمي خبري آژانس اناطولیه خبر ورکړی چې د سوریې په ختیځه برخه کې چیری چې داعش ډله اوس هم پر ځینو سیمو ولکه لري؛ له امریکا سره د یوې ...

نور ولوله »

افغانستان ته داعش چا راوستل؟

ليکوال : افتخار حسن شينواری کله چې امريکا پر عراق حمله وکړه، او په عراق کې يې د صدام حسين خپلواک نظام د شيعه مجوسو په ملاتړ له منځه يوړه، نو د صدام حسين اکثريت ملاتړ کونکي د شيعګانو او امريکا پر خلاف د القاعده سره يوځای شول. بلخوا په سوريه کې د بشارالاسد ظلمونه د سوريې پر ولس د ...

نور ولوله »

ننګرهار: امریکایانو د داعش پر ضد جنګېدونکي طالب سرتېري بمبار کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱تلې، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په خوږياڼو کې د داعش پر ضد بوخت طالب سرتېري امریکايي بې‌‌پیلوټه الوتکو بمبار کړي دي. طالبان وايي د څو ورځو پرلپسې بمبار له امله يې شل تنه ملګري له لاسه ورکړي. د طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې سرتېرو يې له داعشي وسله‌والو د وزیروتنګي ګڼې سیمې پاکې کړې ...

نور ولوله »

ننګرهار: دريو ښوونځيو مخې ته درې چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تله ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې د درېيو ښوونځيو مخې ته چاودنې شوې چې يو ملازم په کې برسېرن ټپي شوی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته وويل چې نن سهار شاوخوا اووه بجې په دغه ولايت کې د دريو ښوونځيو مخې ...

نور ولوله »